کور / راپور / د هلمند چارواکي: په هوايي بريدونو کي مو ۱۸ وسلوال وژلي دي

د هلمند چارواکي: په هوايي بريدونو کي مو ۱۸ وسلوال وژلي دي

 د هلمند ولايت چارواکي وايي چي د ياد ولايت په بېلابېلو سيمو کي يې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې ۱۸ وسله وال مخالفين وژلي، پنځه ټپيان او دوه تنه يې ژوندي نيولي دي.

چارواکي همداراز د ۱۹۲۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکو د له منځه وړلو خبره هم کوي.

د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي تېره ورځ د نادعلي ولسوالۍ چهانجير سيمه کي د هوايي بريد په ترڅ کې ۴ وسله وال طالبان وژل سوي او څلور بابه خزې يې له منځه وړل سوې دي.

د چارواکو په خبره، د نهرسراج ولسوالۍ (سور شاخ) سيمه کي هم د امنيتي ځواکونو د کمين په ترڅ کې د حاجي رحمت په مشرۍ د طالبانو د ډلې ۶ تنه وسله وال وژل سوي او ۵ تنه نور يې ټپيان دي.

د هلمند ولايت چارواکي پر داسي مهال د طالبانو د وژني خبر ورکوي چي د حکومت لخوا د طالبانو سره د اوربند موده پای ته رسېدلې ده او افغان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ په يوه غونډه کي وويل چي اوربند پای ته رسېدلی دی او افغان ځواکونه اجازه لري چي خپل عمليات او بريدونه پيل کړي.

طالبانو تراوسه په هلمند کي ددوی د جنګياليو د وژلو په هکله څه نه دي ويلي.