کور / راپور / چارواکي:ارزګان کې ۱۲ تنه وسله والو ته مرګژوبله اوښتي

چارواکي:ارزګان کې ۱۲ تنه وسله والو ته مرګژوبله اوښتي

راپور:احسان الله ولس يار

چارواکي وايي د ارزګان په چوره او چارچينو ولسواليو کې د افغان ځواکونو په ځمکنيو او هوايي بريدنو پر مهال ۹ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

په سويل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي مسول محمدصادق احساس وايي افغان ځواکونو د ارزګان په چارچينو ولسوالي کې د وسله والو طالبانو پر يو شمير پټنځايونو هوايي بريدونه کړي دي چې پر مهال يي ۴وسله وال وژل شوي او ۲نور ټپیان دي.

نوموړی همداراز زياته وي چې  دارزګان په چوره ولسوالي کې د افغان ځواکونو په توپچي بريدونو کې ۵وسله والو وژل شوي او۲ نور زخميان دي.

د احساس په خبر په دغو بريدونو کې د وسله والو طالبانو يو شمير پټنځايونه او ګڼ شمير سپکي او درني وسلي هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دامهال ددغو سرګندونو په تړاوڅه نه دي ويلي.

ارزګان کې تيره ورځ ددغه ولايت د امنيه قومندان مسولين ويلي وه چې په ډير نږدي وخت کې به ددغه ولايت د ټولو ولسواليو لاري له مرکز ترينکوټ سره د عملياتو پر مهال خلاصي کړي.