کور / راپور / د هلمندولايتي شورا:د ناوې او نادعلي ولسوالي له امنيتي ګواښ سره مخ دي

د هلمندولايتي شورا:د ناوې او نادعلي ولسوالي له امنيتي ګواښ سره مخ دي

هلمند کې د ولايتي شورا غړي وايي چې ددغه ولايت ناوه او نادعلي ولسوالي د وسله والو طالبانو حضور زياته شوي او هغو خپلو بريدونو ته زور وکړي.

دوی وايي که چېري يادو ولسواليو ته دولت پاملرنه ونکړي نا وړه پايلي به ولري.

امنيتي چارواکي هم په يادو ولسواليو کې د وسله والو د زياتيدو حضور منې خو وايي چې دوی د وسله والو د څپلو پلان لري.

په هلمند کې د خلګو استازی وايي دولت دي دي په دغه ولايت کې د نا امنيو مخ ونیسي.

د ولايتي شورا مسولين د هلمند د ناوی او نادعلي ولسواليو امنيتي وضيعت د انديښنې وړ ياده وي او وايي که دولت ورته پاملرنه ونګړي دغه ولسوالي به سقوط وکړي.

دولایتي شورا ریس عطا اللله افغان وايي په هلمند کې د پوليس کم تشکيل وسله والو طالبان پیاوړي کړي چې له امله يي په دغه ولايت کې يو شمير سيمي تر خپل واک لاندي راوستلي دي.

هغه امنيتي چارواکي هم ګرم وبلل چې په دغه ولايت کې د وسله والو د څپلو په موخه عمليات په هماهنګې نه درسره کوي.

د ولايتي شورا مسولين وايي که امنيتي ځواکونه وسله والو طالبان په بريدونو کې ونه ځپي نږدي ده چې يو ځل بیا جګړه د لښګرګاه تر تروازو ورسيږي.

چارواکي وايي تر اوربند تر پاي ته رسيدو سره سم يي د وسله والو طالبانو پر وړاندي عمليات پیل کړي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي پیل شوي عمليات يي ورو روان دي څو عام خلګو ته زيان ونه رسيږي.

ځواک وايي وسله والو طالبان په هيڅ کله ونه توانيږي چې په هلمند کې ولسوالي سقوط کړي.

هغه وايي دوی افغان ځواکونه پلان لري څو د عمليات پر مهال وسله والې ډلي وڅپلي

د يادونې وړه ده چې وړاندي هم افغان ځواکونو د هلمند په يو شمير نا امنو سيمو کې د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پیل کړي وه خو د خلکو په باور چې د دولت له لوری په عملياتو کې وسله والو نه دي څپل شوي او ګڼي سيمي لا هم د وسله والو طالبانو تر واک لاندي دي.

راپور: احسان الله ولس يار