کور / شعر / غزل

غزل

پير محمد کاروان

ته وا لکه ورا د ښاپېريو په کاله کې وه
اخ چې څومره ډېره خوشحالي زما په زړه کې وه
زړه زما ماشوم و او وختونه ماشومان وو ټول
پالي پالي ورو ورو په مزه مزه روان وو ټول
وخت زما ملگرى و او زه د وخت ملگرى وم
زه په الاهو د ويښ شوي بخت ملگرى وم
هغه وخت به خامې ميوې هم له خونده ډکې وې
ټولې افسانې لکه رښتيا له ژونده ډکې وې
ډکه مې له شنو وښو يا شنو غنمو غېږه وه
يوه مو زېړۍ غوا وه او يوه مو سپينه مېږه وه
زړه مې و غني ته وا د سرو زرو دکان يمه
داسې انگېرل مې چې د ټولې دنيا خان يمه
کوچ به مې چې ايښي د تاوده نغن د پاسه وو
لوږې به راکړي سل خوندونه سم د لاسه وو
شنه غنم خوشبو وو له وږمو ډکې وربشې وې
ناستې پکې نجونې تکې سرې، سپينې ارغشې وې
هره خوا مستي وه خوشحالي وه پټپټاڼي وو
ويشتي مو غمونه پر تندي باندې په کاڼي وو
نه وه کينه نه مو نوم د کرکې اورېدلى و
هر چېرته آسمان د خوږې مينې ورېدلى و
ته وا د ښادۍ په کوډگر ټال کې زنگېدلي وو
مونږه به په نه خبره کټ کټ خندېدلي وو
غېږه د مورکۍ لکه مکه له امن ډکه وه
يا خو را پيدا نه وه يا مړه د جنگ شيشکه وه
نن چې پر وطن باندې د جنگ دېوان راغلي دي
گل گل ماشومان يې تر غاټولو ډېر داغلي دي
ميندې يې ترې واخيستې پلرونه يې ترې ووژل
ستوري يې ترې وتروړل، لمرونه يې ترې ووژل
ډېرې مو په جنگ کې بې اسرې خونې ميراتې دي
اوس نو د وير ساندې ماشومانو ته ورپاتې دي
جنگ د ماشومانو پر مرۍ باندې پښه ايښې ده
ژوند پر تېره توره سره تبۍ باند پښه ايښې ده
يا ربه زمونږ له زړه د زخم لمن وباسې
دا بلا د جنگ زمونږ له ښکلي وطن وباسې
بيا چې په کټ کټ په خندېدو ماشومان ووينو
دا وطن جنت وي پکې حورې غلمان ووينو.