کور / #PTM / د ډيورنډ پوري غاړه کي د پښتون ژغورني غورځنګ لاريونونه بيا راپيل سوي دي

د ډيورنډ پوري غاړه کي د پښتون ژغورني غورځنګ لاريونونه بيا راپيل سوي دي

په خيبر پښتونخوا او د محکوم وطن په نورو سيمو کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر ضد لاريونونه بيا را پيل سوي دي. دا لاريونونه  د کوئټې، ږوب، پېښور، ډېره اسماعيل خان او د پاکستان په کراچۍ کي کي د حکومت پر ضد راپيل سوي او د پاکستاني حکومت د هغه چلند پر ضد دي چي د پښتنو د قاتل راو انور سره يې د يو مېلمه په توګه کوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ لاريون  کونکي وايي، دوی د پاکستان له حکومته غواړي چي د راو انور سره دي محاکمه وسي او هغه دي د يو قاتل په توګه وپېژني، خو بدبختانه چي د پاکستان حکومت د هغه سره د يو دروند مېلمه په څېر چلند کوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي چي راو انور دي اعدام سي.

همداراز د پي ټي ايم بله غړې ثنا اعجاز هم په خپل يوه ټويټ کي ويلي دي چي زموږ غوښتنه داده چي راو انور دي د يو ځانګړي مېلمه په توګه نه ساتل کېږي، هغه دي مجرم وګڼل سي او د نقيب الله مسيد د کورنۍ سره دي انصاف وسي.

د پښتون ژغورني غورځنګ لاريونونه هله راپيل سوه چي کله د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کي د کراچۍ پوليسو په ياد ښار کي پښتون ځوان نقيب مسيد په ډزو وواژه.

وروسته له دې د پاکستان  او د محکوم وطن په بېلابېلو سيمو کي د پاکستاني پوځ پرضد لاريونونه او پرلتونه راپيل سوه  او له پاکستاني حکومت څخه د زرګونو پښتنو د وژلو او لادرکه کېدو په هکله د حساب کتاب د وړاندي کولو غوښتونکي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ پر ضد بيا د پاکستان د پوځ ترڅنګ په ياد هيواد کي سختدريځي ډلي او طالبان هم راپورته سول او په واڼه کي طالبانو د پاکستاني پوځ په همکارۍ د پي ټي ايم پر غړو ډزي وکړې چي د پښتون ژغورني غورځنګ د ځوانانو له خوا د سخت غبرګون سره مخ سوه او د پي ټي ايم په ملاتړ په لسګونو زره ځوانان واڼې ته راغلل او د غورځنګ د يو مشر علي وزير په ملاتړ  د هغه پر کور پيره سوه.