په زابل کي کروندګر د اوبو نه شتون اندېښمن کړي دي

Aziz Rahman Hazim | جولای 2nd, 2018


د زابل ولایت یو شمیر کروندګر او بزګران وایي چي سږ کال یې حاصلات کم سوي دي او دولت بايد ددوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

په زابل ولایت کي سږ کال د اورښتونو د کمښت، طبعي افاتو او ناروغیو له امله زراعتي محصولات په زیاته اندازه کم سوي دي چي د خلګو د اندیښنې سبب سوي دي.
د دی ولایت یو شمیر بزګران او مځکه وال وایي د غنمو حاصلات یې ډیر زیات کم سوي دي اود زياتو اقتصادي تاوانونو سره مخ دي.
دوی وایي، د اوبو کمښت د حاصلاتو د کموالي سبب سوی دی او دوی اندېښنه لري چي دولت ددوی ستونزو ته سمه پاملرنه نه کوي او که حالات همداسي وي نو ددوی مشکلات به تر دې هم ډېر سي.

د زابل ولایت د کرهڼي او مالدارۍ د ریاست مسولین هم دغه ستونزه پر ځای بولي او وایي چي دوی هم د اوبو د کمښت له امله اندیښمن دي
د کرهڼي او مالدارۍ ریاست رییس انجینر صفت الله نبي زاده اکرم خیل وایي، سږ کال د غنمو او نورو غلو دانو حاصلات ۴۰% کم سوي دي او بزګران د ډیرو تاوانونو سره مخ  سوي دي.
نوموړي وویل، دوی د بزګرانو سره ځيني مرستي کړي دي خو دا مرستي بس نه دي.

د زابل ولايت بزګران په داسی حال کي د زراعتي حاصلاتو له کمښت څخه سر ټکوي  چي سږ کال د دې ولایت په یو شمیر سیمو کي د اوبو د لږوالي له امله د .باغونو د وچوالي ویره هم موجوده ده

Copyright Larawbar 2007-2024