کور / راپور / د مین پاکۍ موسسې استازي د کندهار په ځينو ولسواليو کي د ماين پاکۍ نوی پروګرام عملي کوي

د مین پاکۍ موسسې استازي د کندهار په ځينو ولسواليو کي د ماين پاکۍ نوی پروګرام عملي کوي

د دوشنبې په ورځ په کندهار کي د مین پاکۍ موسسې استازي شمس الدین کامران د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا سره وکتل،او پرمهال یي د یادي موسسې اړوند معلومات،لاسته راوړني او ستونزي د کندهار والي سره شریکي کړي.

د مین پاکۍ موسسې استازي زیاته کړه،یادي موسسې د ۲۰۱۴ کال څخه په کندهار ولایت کي په کارپیل کړي،چي تراوسه پوري يي کارونه جریان لري.

د هغه په خبره یاده موسسه غواړي د ۴ میاشتو لپاره یو نوي پروګرام په ارغنداب،دامان،سپین بولدک او ژړی ولسوالیو کي عملي کړي،هغه زیاته کړه،په یادو ولسوالیو کي هغه ساحي چي مخکې یي د مینونو څخه پاکي کړي یوځل بیا د دغه ساحو سروي وکړي.

ښاغلي کامران د ولایتي اداری څخه وغوښتل چي د دغه پروګرام په عملي کیدو کي ورسره همکاري وکړي.

همدارنګه کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د یادی موسسې استازي ته د ولایتي اداری په استازیتوب د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ،او زیاته یي کړه چي په یادو ولسوالیو کي امنیت په بشپړ ډول تامین دي او تاسي کولای سي چي په ډاډه زړه یاد پروګرام عملي کړي.

ښاغلي ویسا د مین پاکۍ د کارکوونکو څخه ځانکړي مننه وکړه، چي د مین پاکۍ سپیڅلي دنده پرمخ وړي،هغه د یادي موسسې د استازو څخه وغوښتل چي لمړی حق دي د ځایې اوسیدونکو ته ور کړي او هغوي ته دي د کار زمینه برابره کړي.