کور / راپور / افغان دولت: په ننګرهار کي مو ګڼ طالبان او داعش وسلوال وژلي دي

افغان دولت: په ننګرهار کي مو ګڼ طالبان او داعش وسلوال وژلي دي

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګیاڼی وايي، امنیتي ځواکونو د ۲ پاکستانیانو په ګډون ۳ وسله وال طالبان وژلي دي .

د خوګياڼي په وينا د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کي يو سيمه ايز پوليس هم وژل  سوی دی.

پېښه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د مملې په سیمه کي تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د سیمه ییزو پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ پېښه سوې وه.

تراوسه په دې هکله طالب وسلوالو څه نه دي ويلي.

بل لور ته چارواکي ادعا کو ي چي په ننګرهار ولايت کي يې په هوایي برید کي ۷ داعش وسله وال  وژل سوي  دي .

د چارواکو په خبره د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په خرګۍ سیمه کي تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکي د هوایي برید په ترڅ کي ۷ داعش وسله وال ووژل سول او د دوی وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

د ننګرهار چارواکي وايي په دې عملياتو کي ولسي وګړو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

همداراز د کابل په سروبي ولسوالۍ کي تېره شپه طالب وسلوالو د افغان پوليسو پر پوسته حمله کړې ده چي شپږ پوليس پکي وژل سوي او دوه تنه وسلوالو د ځان سره بېولي دي.

دا پيښي پر داسي مهال سوي دي چي نن سهار  په ختيځ ولايت کنړ کي د امريکا بې پيلوټه الوتکي د پاکستاني طالبانو يو مشر په نښه کړی او وژلی يې دی.

وړاندي داسي راپورونه ورکړل سوي وه چي په دې بريد کي د ملافضل الله ځايناستی وژل سوی دی. خو وروسته مالومه سوه چي په دې بريد کي د طالبانو يو مهم مشر وژل سوی دی خو خپله د طالبانو مشر نه دی.