کور / د ډيورنډ کرښه / ښکاره دښمني نوره څنګه وي؟

ښکاره دښمني نوره څنګه وي؟

ليکنه: مينه منګل

پاکستان به کله هم د افغانستان د پاره یو ښه ګاونډی نشي ځکه چې پاکستان تر ننه په درواغجن سیاست سره تل د افغانستان چارواکو او د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندلي ، او دا هېواد کله هم د  باور وړ نشو بللی ، پاکستاني چارواکو تل په درواغو سره په خپله خاوره کې يې د ترهګرو شتون رد کړی او تل يې د افغان حکومت سره د سولې په برخه کې درواعجني ژمنې کړي او تل یې ویلي چې دوی هېڅکله په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس نه لري او نه به چاته ددې کار اجازه ورکړي ، ولې تل په ثبوت سره د افغانستان په خاوره کې پاکستاني طالبانو جګړه کړې او همدلته زموږ په خاوره کې په بریدونو کې پاکستاني لوړپوړي طالب قوماندانان او جنرالان وژل شوي دي ، د طالبانو تول مشران د پاکستان په خاوره کې ډېر خوندي ژوند لري ، هلته کورونه لري او د همدې پاکستان پوځ يې د امنیت ساتنه کوي .

دا دی  د نویو راپورنو له مخې د افغانستان په کنړ ولایت کې د پاکستاني طالبانو بل غړی هم په ډرون برید کې وژل شوی دی

. پاکستاني رسنۍ وایي د امریکا ډرون الوتکو په کونړ کې د ټي ټي پي مهم غړی عمر رحمان په نښه کړی دی. په راپورونو کې راځي چې نوموړی د دوشنبې په ورځ په نښه شوی دی اوس پوښتنه دلته ده  چې پاکستاني طالب د افغانستان په خاوره کې څه کول ؟ دا نو جوته خبره ده چې پاکستاني حکومت لا هم د ترهګرو د روزلو په برخه کې له هيڅ راز هڅو څخه لاس نه اخلي تر روزلو او تجهیز وروسته يې افغانستان ته رالېږي او بېګناه افغانان پرې وژني او په افغانستان د جګړې میدان تود ساتي

نور به پاکستان څنګه ځان سپين کړي ؟

 . څه موده وړاندې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم په یوه ډرون برید کې ووژل شو. افغان حکومت هیله درلوده چې په دې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا جوړه کړي او دغه هېواد اړ کړي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، خو پاکستاني حکومت پر ژمنو عمل و نه کړ او لا یې هم د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس نه دی اخیستی اوس نو له دې څخه بریښي چې  د پاکستاني چارواکو ژمني کله هم حقیقت نلري او تل به د درواغو ژمنو سره د ټولو په سترګو کې خاورې شیندي او په اصل کې د پاکستان دنده همدا ده چې ترهګر وروزي او افغانستان  او سیمه پرې تهدید کړي .

تېر ځل په خړلیست کې د پاکستان د شاملېدو وړاندیز د امریکا متحدو ایالتونو وکړ او بریتانیا، فرانسې او جرمني یې ملاتړ وکړ چې بالاخره څو اونۍ وړاندې  پاکستان د امریکا او د ملګرو ملتونو له خوا پاکستان د ترهګرو د روزلو او تمویل په موخه په خړلست کې شامل شو .

اوس نو پاکستان نشي کولی چې ځان سپین کړي ځکه چې په ښکاره توګه د ترهګرو  تمویل او روزنې پرمخ وړي .

د افغانستان د حکومت د مشرانو بې ساري هوښیارانه سیاست وکولی شو چې له  پاکستان څخه په نړواله کچه ترې شکایت وکړي او نړیوالو ته يې وښوده چې ياد هېواد  زموږ د هېواد په چارو کې لاسونې کوي او زموږ هېواد ته ترهګر رالېږي.

زموږ حکومت د سولې د پاره هم روښانه تګاره لري پاکستان يې اوس دېته مجبور کړی چې طالبان د سولې مذاکراتو ته کینوي او له افغان حکومت سره خپلې غوښتنې شریکې کړي .

د افغانستان ولس ته اړتیا ده چې د خپل حکومت ملاتړ وکړي او د سولې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي هغوی چې سوله نه غواړي هغوی ته د په خپلو منځونو کې ځای ځکه نه ورکوي ، هغوی دلته د نورو هېوادونو برنامې تطبیق کوي ، داسې کړۍ باید له خپله منځه وشړو تر څو تلپاتې سولې ته ورسېږو