کور / راپور / د کندهار چارواکي: په هوايي بريد کي په لسګونو طالبان وژل سوي دي

د کندهار چارواکي: په هوايي بريد کي په لسګونو طالبان وژل سوي دي

د کندهار امنيه قومنداني وايي، په شاوليکوټ ولسوالي کي د ايساف ځواکونو په هوايي بمبارد کي ۳۵ وسلوال وژل سوي دي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، ، په برید کي د ښار صفا لپاره د طالبانو قوماندان ملا عبدالباري او د شاولیکوټ د ځنګله امنیتي مسول توریالی هم وژل سوي دي.

د نوموړي په وينا ديارلس تنه نور ژوبل هم دي چي پکښي د وسله والو لخوا د شاولیکوټ   قوماندان ګلاب اغا هم شامل دی.

طالبانو د دولتي چارواکو دا ادعا رد کړې ده او ويلي يې دي چي کومه داسي پېښه نه ده سوې.

طالبانو په خپره سوې اعلاميه کي ويلي دي چي په شاوليکوټ ولسوالۍ کي ددوی هيڅ قومندان نه دی وژل سوی او نه هم وسلوالو طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.