کور / د ډيورنډ کرښه / له سُرخپوشانو تر سور خولیو؛ د عدم تشدد حقانیت

له سُرخپوشانو تر سور خولیو؛ د عدم تشدد حقانیت

یادونه: دا لیکنه د کندهار مجلې د ۱۳۹۷ سلواغې- کب، په شپږمه ګڼه کې خپره شوې ده.د پاچاخان له سرخپوشانو، د منظور پښتین تر سور خولیو پورې داستان خورا خونړی او زړه خوړونکی خو په عین حال کې جالب، د غور وړ او د زمان تر ګردو لوی ضرورت دی؛ جالبوالی یې په دې کې دی چې د دغه طرز فکر او طرز مبارزې په زمینه کې، د دغه سیمې ولس، چې حتمي ځانګړنې یې ننګ، غیرت، توریالیتوب، مېړنتوب، زمریتوب، زیږتوب، سربازې، سرشارې، نه تسلیمي، نه ټیټتوب او…. دي او دا ځانګړنې یې د تورې و توپک، چړې و سېلاوې او چاقو و برچې په شتون کې ثابتېدای شي؛ له همدې ځایه، د دغه ملت په جمعي ذهن کې وسله د یوه پښتانه زلمي ګاڼه ګڼل شوې؛ تاسو پوهېږئ چې زموږ د کلاسیک و معاصر ادب یو برجسته مضمون، له جنګ سره عشق، له خونرېز سره شوق او له ناتمام پیکار سره کار دی؛ تاسو ګورئ چې زموږ د ادبیاتو اولین مالوم شعر یوه خونخوره حماسه او د دغسې پیکار یو شهکار دی؛ دا حماسه امیر کروړ ویلې ده؛ کروړ مانا کلک؛ دا کلک د یوه بل کلک (امیر پولاد) زوی وو؛ دوی د غور د غرونو غیرتي اوسېدونکی ول او غرونه خو هم د کلکوالي او نه ماتېدو سمبولونه دي؛ وایې کروړ دومره کلک وو چې په یوازې سر به له سلو جنګاورو سره جنګېده:زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نستهپر هند و سند و پر تخار و پر کابل نستهبل پر زابل نستهله ما اتل نستهاو تر پایه د دې خونړۍ اتلولۍ د داستان ادامه….زموږ د ادبیاتو د دوهمې دورې پیل، لا جالبه ده، که څه هم زمینه یې عرفاني ده خو د عرفان په دې عمق- عمق کې یې، د پیر روښان د کورنۍ خونړۍ لړۍ په خوځېدو ده او د دې دورې، د دوهم پړاو پاچا -خوشحال خان خټک- دی؛ ور ته اریان دریان به شې چې دا د منحصربفرد نبوغ حقیقت له کومه ذاته دی؛ د نورو هېښوونکو مضامینو تر څنګ، یو د خونکار پیکار شهکار دی چې د لېونتوب تر سرحده، په هیڅ لوړه و ژوره بند و واز نه دی؛ لکه د آتشفشان انفجار، لکه د جهنم لمبه او لکه د وینو سېلاب:پښتنو زلمیو بیا لاسونه سره کړه لکه باز منګولې سرې کا په خپل ښکارسپینې تورې یې ګلګونې کړې په وینوپه اهاړ کې شګفته شو لاله زاردرست پښتون له کندهاره تر اټکهسره یو د ننګ په کار پټ و آشکارپښتانه چې نور څه فکر کا ناپوه ديبې د تورې خلاصی نشته په بل کاریا: څو وا نه خلي له غلیمه انتقاممرد نه خوب کا نه خوراک کا نه آرامیاهم:په خپل نام و ننګ چې راشم لېونی شمخبردار کله په سود و زیان دلک یمد افغان په ننګ مې وتړله تورهننګیالی د زمانې خوشحال خټک یمزموږ د ادبیاتو د معاصرې دورې په سیند کې هم وینې بهیږي، بېلګو ته یې ځکه ضرورت نشته چې موږ یې په پنځو حواسو درکوو او د دې خونې تجربې دا تمرین مو لا په ډېر شدت سره دوام لري. او زموږ فولکلوري آرشیف هم له دغسې خونبارو باورونو څخه مالامال دی، هغه چې زموږ د جمعي ذهن تر ګردو معتبر و مستند ریفرنس دی:تر دې بوړي توپک دې جار شمپر اوږه ستا دی کږه زه د خیاله ځمهټوټې- ټوټې په تورو راشېد بې ننګۍ احوال دې را مه شه مینهکه په میوند کې شهید نه شوېخدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینهاو….پاچاخان زموږ په پراخه بشري جغرافیه، په تېره بیا افغانانو کې، هغه اولین عظیم الشان شخص وو چې زموږ د عمومي اجتماعي خصلت په مخالف جهت کې ودرېد؛ هغه په یوازې سر، غوښته چې د یوه تاریخي ملت د خشن او زیږه خصلت د خروښنده سېلاب رُخ بدل کاندي او د زغم و نرمۍ په یوه آرام سمندر یې واړوي؛ دا د ناممکن تر بریده یو تلاښ وو خو دې استثنایي انسان، سولییز- ټولنیز انقلاب او د عدم تشدد مبارزه، هم انساني لار وبلله او هم یې د خپل بېرحمه و انتهایي ظالم دوښمن په وړاندې عاقلانه و بریالی میتود وګاڼه؛ عجبه ده چې هغه د دغې ګټورې انسانې هڅې الهام د اسلام د زغم له سمبول پیغمبر څخه اخیستی وو؛ داسې چې هغه یو وخت د عربستان د طائف، د یوه سفر، په زړه پورې خاطره را ته وایي:«یوه ورځ مې یوه عجیبه پېښه ولیدله؛ کله مې چې د ښار نه دباندې چکر وهلو، یو اوږد ږیری سړی مې ولید چې ګلدوزې شوې چپنه یې (اغوستې) وه او په ما پسې یې نارې کړې: (اې شیخه، دلته راشه!) کله چې ور نژدې شوم نو را ته یې وویل: (زه کولای شم تا ته د پیغمبر (ص) د ږیرې وېښته او یوه تیږه، چې د هغوی پل ورباندې نقش شوی، در وښیم) ما په ځواب ک ور ته وویل: (زه دلته د آثارو د لیدو لپاره نه یم راغلی، بلکې د دې لپاره راغلی یم چې د پاک پیغمبر (ص) حوصله و زړورتیا وګورم چې څرنګه له مکې معظمې څخه په دې دښته کې طائف ته د خلکو د مرستې لپاره راغلی وو او څنګه د طائف خلکو د ده هرکلی وکړ؟) هغوی پیغمبر (ص) په ډبرو وویشتلو، سپي یې ور پسې وشکېرل او هغه یې وواهه خو سره له دې ټولو تاوتریخوالو، پیغمبر (ص) له خلکو ناهیلی نه شو او هغوی ته یې داسې دعا وکړه: (اې الله (ج)! د دوی لارښوونکی شې او ستا پر لار یې برابر کړې)» (زما ژوند او مبارزه:۹۰- ۹۱)هېښوونکې ده چې د ده خپل ځیني ملګري او د کورنۍ غړی یې، د عدم تشدد له طریقې سره جوړ نه ول او دا یې هدف ته د رسېدو عملي لار نه ګڼله خو پاچا خان په خپل ۹۸ کلن ژوند (۱۸۹۰- ۱۹۸۸) کې، له دغسې سولییزې انسانې لارې څخه منحرف نه شو؛ لا هېښوونکې دا چې نوموړي د پیغمبر (ص) د زغم پیام دومره ژور درک کړی و منلی وو چې آن، هغه پیغمبر (ص) چې له مجبورۍ څخه جنګ ته لاس اچولی وو، یا پر تحمیل شوی وو؛ ګاندي جي هم، بالآخره د عدم تشدد مبارزې له اصولو د انحراف مرتکب شوی او نیلسن منډیلا هم، له دې باور سره- سره، چې وینه په وینو نه پرېوله کیږي، خو دا هم له ده را پاته مقوله ده چې کله- کله اوسپنه باید په اوسپنه پرې شي، خو زموږ دې ستر شخصیت، که څه هم نیم ژوند یې په زندان کې تېر کړ، په ډبرو سنګسار شو، پښتی یې په وهلو کې ور ماتې کړه شوې، اما هیڅکله یې هم، نه تاوتریخوالی ته لاس واچاوه او نه یې هم، خپلو ملګرو یا بل چا ته اجازه ور کړه؛ هغه د عدم تشدد پر معقول روش، د زړه له ژورو باورمن شوی وو؛ هغه د خپل دې باور کیسه را ته کوي:«زموږ په ایالت کې د آزادۍ غوښتنې دوو غورځنګونو شتون درلود چې یوه پر تاوتریخوالي او بل یې پر نه تاوتریخوالي باور درلود؛ د تاوتریخوالي غورځنګ مخکې را منځته شوی وو او له هغه بیا ۴۰- ۵۰ کاله وروسته، په ۱۹۲۹م کال کې د نه تاوتریخوالي غورځنګ په کار پیل وکړ.انګرېزانو وکولای شوای چې د تاوتریخوالي غورځنګ په وړاندې له تاوتریخوالي کار واخلي خو دوی سره له ټولو ظلمونو او بې شمېره نیونو او بندي کولو، بیا هم و نه توانېدل چې د نه تاوتریخوالي غورځنګ له منځه یوسي.د تاوتریخوالي غورځنګ د خلکو په ماغزو کې وېره رامنځته او د هغوی زړورتیا او مورال یې کمزوری کړی وو؛ خو د نه تاوتریخوالي غورځنګ خلک زړور او دوی ته یې اخلاقي احساس ور په برخه کړ.د تاوتریخوالي غورځنګ د خلکو په منځ کې کینه او دوښمنې خوروله، مګر د نه تاوتریخوالي غورځنګ په ټولنه کې مینه او ورورلې راوستله.د نه تاوتریخوالي غورځنګ د نوي ژوند اړوند مطلبونه وړاندې کول، هغه ژوند چې د دوی ملت او ورورولۍ ته وقف شوی وي؛ دې غورځنګ د خلکو د ټولنیز ژوندانه په ټولو اړخونو لکه هنر، کلتور او شعر کې د یوه لوی انقلاب لپاره کار کاوه.حقیقت دا دی چې تاوتریخوالی له کینې او کرکې څخه زیږي او نه تاوتریخوالی له مینې څخه را پیدا کیږي.د کرکې یو اصلي لامل د انګرېزانو له لورې بې عدالتې وه؛ د بېلګې په توګه، که چا به کوم انګرېز وژلی وو او و به نیول شو، نو دوی به نه یوازې تورن ته سزا ور کوله، بلکې د هغه پر ټول کلي او سیمه باندې به یې کړاوونه راوستل؛ له دوی نه به یې ډېره زیاته جریمه اخیسته، هغوی به یې نیول او یا هم دا چې بندیخانې ته به یې استول.طبیعي خبره ده چې خلکو به تورن او د هغه ټولې له تاوتریخوالې ډکې کړنې د هغو ظلمونو او فشارونو اصلي لامل ګاڼه چې پر دوی باندې به کېدل.له بلې خوا، دوی ولیدل چې د نه تاوتریخوالي په غورځنګ کې هر څوک د ځورولو او بې ګنا خلکو ته د زیان رسولو له مخنیوي څخه ستړی شوی دی؛ هغوی ولیدل چې زموږ غورځنګ یوازې د هیواد له ټولنیزې هوساینې سره مینه درلوده او له همدې امله یې ور سره همدردې کوله؛ همدا لاملونه ول چې د تاوتریخوالي تحریک ناکام او د نه تاوتریخوالي غورځنګ بریالی شو.دهیواد آزادې یوازې د نه تاوتریخوالي له لارې لاس ته راتلای شوای او یوازې له همدې لارې کېدای شوای چې انګرېزان له هیواده وشړل شي. خو د خدایي خدمتګارانو غورځنګ یوازې یو سیاسي غورځنګ نه وو؛ سربېره پر دې چې دا د پښتنو یو سیاسي ګوند وو، د یوه معنوي تحریک حیثیت یې هم درلود؛ دا یو داسې غورځنګ وو چې پښتنو ته یې د مینې او ورورګلوۍ درس ور کاوه او په دوی کې یې د یووالي او هیوادپالنې احساس او د خدمت کولو لېوالتیا را منځته کوله.پښتنو په خپلو منځونو کې د تربګنۍ عادت درلود؛ مخالفتونو اودوښمنیو د هغوی کورونه او کورنۍ تبا کړې وې؛ دا ټولې ناخوالې د نه تاوتریخوالي غورځنګ له لاې له منځه لاړې؛ انګرېزانو به ویل: (هغه پښتون چې تاوتریخوالی نه کوي، د هغه پښتون په پرتله خطرناک دی چې تاوتیخوالی کوي.) همدا لامل وو چې د ۱۹۳۲م کال په بهیر کې انګرېزانو پر موږ باندې بې شمېره ظلمونه وکړل؛ له دې ټولو نیونو، بندي کولو او نورو بې شرمانه کړنو څخه د هغوی یوازنۍ موخه دا وه چې پښتانه تاوتریخوالي ته ولمسوي خو خپلې دې ناوړه موخې ته و نه رسېدل.زه به تاسو ته په دې اړه یو څو بېلګې بیان کړم تر څو روښانه شي چې دوی له څه رنګه وسایلو څخه کار اخیست:انګرېزانو به له پښتنو څخه جامې وایستلې؛ کله چې خدایي خدمتګارانو په چارسده کې غونډه کوله نو انګرېزانو حکم ور ته وکړ چې خپلې جامې وباسي، بیا به یې د دوی خصیې کلکې سره وتړلې او په زوره به یې کش کړې، کله چې به یې له درده ضعف وکړ نو بیا به یې د متیازو او غایطه موادو ډنډ ته ور و غورځول…. د دې په څېر نورې بې شمېره د بې رحمیو، بې شرمیو او په سپکه کتلو بېلګې هم شته چې څرګندول یې د قلم په څوکه امکان نه لري.» (زما ژوند او مبارزه: ۱۵۳- ۱۵۶)رشتیا هم، که زموږ لوستی نسل د پاخان او د ده پر انساني لار روانو لارویو د ژوند و مبارزې تفصیلات ولولي نو اریان به شي چې څنګه ممکنه ده چې د پښتنو په ډېر زیږه و تاوتریخجن طبیعت کې دې، د همدې قوم له منځه، داسې په انسانيترین طرز فکر سمبال انسانان پیدا شي چې د هغسې نه باورېدونکو کړاوونو په زغم سره دې خپلې سیاسي- ټولنیزې مبارزې ته د ژوند تر پایه، په نه ماتېدونکي هوډ سره دوام ور کړای شي!ځینې کسان پاچاخان د عدم تشدد طرز مبارزې پر مسیر ناکام ګڼي؛ وایي چې عدم تشدد یوه ډارنه و بې ګټې طریقه ده؛ د دوی په باور، دې ډول مبارزې هیڅ فایده و نه کړه، که یې متشدده و وسلواله مبارزه کړې وای نو نن به د دې قوم ژوند بل ډول او ښه وای، ځکه دوی نن هم، د خوشحال خان پر پرونۍ لار، باور لري:پښتانه که بل څه فکر کا ناپوه ديبې له تورې خلاصی نشته په بل کارخو د پاچاخان د سولییزې مبارزې پر لار، که د هغه په ژوند کې، د هغه د قوم د یوې برخې له خوا نیوکه کېده، که یې د کورنۍ د ځینو غړو له خوا مخالفت کېده، خو هغه د تورې یا جنګ لار، د کرکې طریقه بلله او دا لار یې، چې د ده قوم تل پر تللی او نتیجه یې د هغه همېشنۍ بربادې را وتې وه، ناانساني وګڼله، رد کړه او د عدم تشدد روده یې، د یوه انساني بدیل په توګه را وړاندې کړه؛ د دې لارې پر مثبتو نتایجو بحث و تحقیق، د یوه بېل تفصیل ضرورت ایجابوي خو زه یې یوازې و یوازې، یوه لاس په لستوڼې او جانانه نتیجه ستاسو مخ ته ږدم، په دې هیله چې سر مو را خلاص کړای شي چې د پاچاخان د عدم تشدد هلېځلې څنګه ژغورونکي، ویاړمن او ګټور نتایج لرلای شي؟هماغسې لکه انګرېزان چې د پاچاخان او د هغه له سرخپوشانو له عدم تشدد مبارزې څخه تر پزې راغلي ول نو ټیک د منظور پښتین د پښتون ژغورنې غورځنګ د سورخولیو له عدم تشدد پرلتونو څخه پاکستان، د پاکستان اصلي واکداران (پوځ او آی ایس آی) د مرګ تر بریده نفستنګي دي، ځکه دا خو حقبینو انسانانوته روښانه ده چې د پاکستان وجودي منطق پر تشدد، بې آبۍ، مرګ- ژوبله، تخریب او تعذیب ولاړ دی؛ که دا پدیدې ور څخه منفي شي نو بیا خو پاکستان، پاکستان نه پاتیږي؛ پر دې اساس، عدم تشدد، سولییز حرکت، قانونمنده مبارزه، هسې قانونمنده چې خپله د همدې پاکستان د آئین (اساسي قانون) غوښتنه وي، دا ټول د پاکستان د وجود لپاره زهر قاتل دي؛ افراطیت، تروریسم او شر اچونه د پاکستان ملي شتمنې ګڼل کیږي او دا خو څه هسې تور و بې منطقه مقوله نه ده چې پاکستان زموږ په بشري حوزه کې «سرطاني تومور» ګڼل شوی دی؛ کله چې انګرېزان د هند له براعظمګي څخه وتو ته اړوتل نو د دې لپاره چې له یوې خوا یې د دې سیمې ولسو ته د عقدې له مخې، دوامدار درد په میراث پرې ایښی وي او له بله اړخه یې د خپلو راتلونکو اوږدمهالو هدفو لپاره زمینه ریزرف کړې وي نو یې د پاکستان په نوم یوه ډېره مصنوعي او هر دم شوړېدونکې جغرافیه را منځته کړه؛ انګرېز او ستراتیژیک پارټنران یې، په دې پلان و نقشه کې دومره بریمن شول چې تر دې زیات بری یې نو بد ایسېده؛ تاسو به نو بله لویه بریا څه ته وایاست چې همدا جغرافیه یې د خپل نړیوال دوښمن (شوروي اتحاد) پر مخ، د یوه نه ماتېدونکي سنګر په توګه ثابته کړه او خپل هغه جنګ یې، چې موږ جهاد باله، د همدې ستر غلیم پر ضد، د بریالیتوب هغه برید ته ورساوه چې شوروي اتحاد یې له خاورو سره خاورې کړ، ټول زیان ته یې افغانانو اوږه ور کړه، داسې چې تر ننه د جنګ په دې جهنم کې، نه یوازې سوړوالی نه دی راغلی، بلکې لمبو یې نور هم زور اخیستی دی او مزې یې ټولې انګرېز، امریکا، غرب او عرب یووړې؛ دا په داسې حال کې وه چې همدغه عظیم پاچاخان به، د همدغه په اصطلاح جهاد د اوج مهال چیغې وهلې چې اې کم عقلو پښتنو! دا د روس او امریکې جنګ دی، په دې منځ کې خپل ګلالی افغانستان مه تبا کوئ! خو پاکستان به موږ ته ویل چې دا کافر، دا کمونیست او د روسانو ملګری ګورئ چې د کفر و اسلام تر منځ، ستاسو مقدس جهاد ته د روس و امریکې جنګ وایي او موږ به نور هم پر دغه ستر انسان د خپل لعنت بارانونه و اورول او د جنګ دا تاو مو د حرارت هغه سرحد ته ورساوه چې نن څومره هم د پښېمانۍ اوښکې پر پاشو نو نه یوازې سړښت نه مومي، بلکې لاهم نور او نور پسې دوږخي کیږي؛ تاسو څه فکر کوئ! که مو اول په ۱۳۵۴ کې، د شهید داؤد خان پر ضد، له روسانو څخه د امریکا له خوا، د ویټنام د ماتې په غچ کې، د ذوالفقار علي بوټو په ټونګ او د هغه له غېږي جهاد نه وای پیل کړی او خپلې غوښتنې مو له سولییزې لارې په قانونمنده توګه، له هر ډول افراطیته اړخ ته مخته وړې وای نو آیا نن به مو داسې بې حیثیته ورځ په نصیب وه؟ بل سوال دا دی چې که دا نن په افغانستان کې ټول توپکونه وغورځول شي او سولییزه سیاسي مبارزه، د هر خارجې قهر په وړاندې روانه شي، تاسو څه فکر کوئ! چې ډېر ژر او ډېر اسان به له دې بدبختیو را و نه وزو؟ آیا په ډېره سادګې سره د پوهېدو وړ نه ده چې نن بیا زموږ په کور کې جنګ، یو نیابتي جنګ دی؟ او آیا دا نن یووار بیا د امریکې او روسیې جنګ نه دی؟ د سعودي عربستان او ایران جنګ نه دی؟ د چین او امریکا جنګ نه دی؟ د هندوستان و پاکستان جنګ نه دی؟ او ….منظور پښتین او ملګري یې ډېر هوښیار او د خپلې زمانې د درک استعداد لري؛ هغوی پوهیږي چې باید د لوی پاچاخان د عدم تشدد پر انسانیترینه لار حرکت ته بریمن دوام ور کړي؛ ستاسو څه خیال دی چې پاکستان به څومره په دې تلوسه مړ- مړ وي چې کاشکي د د غه ژغورونکي غورځنګ د زرګونو غړو له خوا، په یوه جلسه، په یوه مظاهره او یوه پرلت کې، آن د یوې ډبرې وار وشي چې د دې جبار ملک بېرحمه پوځ ته یوه کوشنکه بهانه په لاس ور شي او پر دې غورځنګ د یوه تروریستي ښورښ په نوم، د نظامي قهر توپان ور خوشي کړي؟ ځکه دوی چې په کراچي غوندې ښار کې نقیب مسید غوندې ماډل، په جعلي مقابله کې، د تروریست په تور وژلای شي نو آیا پر قبایلي سیمو تر بدو بتر پوځي غوبل نه شي جوړولای؟ لکه جوړ کړی چې یې دی! او آیا د همدغو قبایلو مدني جلسې نه شي چختاڼولای؟ منظور او ملګري یې، د پاچاخان د لارویو په توګه، د پاکستان، د هغه د استخباراتي او نظامي ادارو په ماهیت ډېر ښه پوهیږي چې په یوه عادي خشن حرکت سره هغوی ته ژوند او ځان ته نه جبرانېدونکې تباهي بخښلای شي، ځکه خو یې د اسلام آباد، کوټې، ږوب، کلا سیف الله، پېښور، لاهور، سوات او… غونډو کې، چې د پاکستان د ټول دولت په توان، له بېساري مزاحمت سره- سره، زرګونه انسانان پکښې را غونډېدل، د یوې شګې د بېځایه غورځولو پېښه هم نه شوه پېښه او په دې توګه یې د پاکستان نفس ور وکیښ خو دا ارمان یې لا تر دې دمه نه دی ور پوره کړی چې په یوه معمولي تاوتریخوالي سره، د پاکستاني پوځ تر تورو بوټو لاندې ځانونه تبا و برباد کاندي؛ پاکستان د قهر په جهنم کې ور ته ایشي خو لاس نه شي ور اچولای ځکه د پاچاخانیانو د برحقو وارثانو د ځراکت په برکت، د لاس ور اچونې یوه سپکه پلمه هم په لاس نه ور خي.دا خو د عدم تشدد پر اساساتو استوارو، د پاچاخان د انساني تعلیماتو منطقي نتیجه ده چې نن له هغو قبایلوڅځه، چې هیڅکله د انسانانو په سترګه ور ته نه دي کتل شوي، یو سولییز لښکر د انسانیت پر پاچاخاني مسیر راځي او د پاکستان ادارې، استخبارات او تر ګردو هېښوونکې یې لا دا چې پوځ غدار بولي او په جار نارې وهې، په تکرار یې وهي چې د هر تروریسم، هر طالب، هر دهشت او هر افراطیت شا ته د پوځ لاس دی؛ د هر وحشت شا ته پوځي دریشې ده؛ دا هغه تصور وو چې د پاکستان په خوفناکه جغرافیه کې یې، د هیڅ انسان په ذهن کې د خطور مجال نه وو؛ د نورو ډېرو بدمرغیو په سلسله کې به، د بلوچستان کوشني اقلیت –هزاره قوم- بیخې د ژوند حق نه لاره خو نن هغوی هم په واز کومي وایي چې د هر دهشت شا ته پوځي دریشې پرته ده.نن د پاچاخاني سرخپوشانو پر سولییز مسیر، د منظور پښتین د سورخولیو مدني حرکت او د پاکستاني جبر و استبداد پر ضد، دغسې قانوني بغاوت، که د پاچاخان د دېرشم تلین پر مهال، د هغه تر رحلت دېرش کاله وروسته، د هغه د لارې د حقانیت ثبوت نه وي نو څه به وي؟پاچاخاني مبارزانو به د خپل یونیفورم په توګه، سور لباس اغوست ځکه په سرخپوشانو مشهور شول؛ د منظور د سولې عسکر، په سرو خولیو سره، دغه انساني و بریمنه لار لا سُرخرویه ساتي او د دنیا سوله غوښتونکو ولسو ته، یو وار بیا د پاچاخان د برحقې لارې ضرورت و اهمیت ور په یادوي او دا هغه لار ده چې د نړۍ ټول جنګ- ځپلي ولسونه تر هر څه سخته اړتیا ور ته لري!چې بیا نه توره پورته شي نه سر په وینو رنګ شيباداره دغه جنګ دې د وطن آخري جنګ شيکه زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ور کړودا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شيدروېش ۱۵ ثور ۱۳۹۷، میرویس میدان- کابل