کور / تازه خبرونه / روزګان ” لالا “قوماندان ووژل شو

روزګان ” لالا “قوماندان ووژل شو

 

نن غرمه يوولس بجې ،  دپوليسو اړوند يوسميزقوماندان چې په لالا يي شهرت موندلی وو ، په داسي حال کې دووساتونکوپوليسو په شمول ووژل شو، چې کله يي موټر د روزګان ولايت د ترينکوټ ښار ته نژدې د” کوپترخاني” په مانده کې د وسله والو طالبانو له خوا تر بريدلاندې راغی .

قاري يوسف احمدي لراوبر ويبپاڼي ته وويل: بريدچې ديوه کمين په لړ کې ترسره شوی ، له امله يي دقوماندان موټر ويجاړ کړای شوی او پکې ناست درې تنه د قوماندان په شمول ځای پر ځای وژل شوي او وسلې يي مجاهدينو ولجه کړي دي  .

څه موده مخکې په( 2008-07-7) م نيته کې هم په دې سيمه کې د یوې چاودنې له امله د قوماندان” مټوخان “په شمول لس تنه عسکر وژل شوي وو .


د ترينکوټ يوه اوسيدونکي لراوبر ته د خبر پر مهال اندېښنه څرګنده کړه چي د يوې خوا دولت ځوانان او مشران ددولت سره همکارۍ او خدمت ته هڅوي او له بلي خوا طالبان د ټولو هغو کسانو مرګ غزا بولي څوک چي له دولت سره کار کوي ، نوموړی وايي په دې ټولو وژنو کي دولت مسول دی ، د نوموړي په وينا که دولت له طالبانو سره سوله وکړي ولس به په ګډه د مليونونو کونډو او يتيمانو د ساتني او روزني غم وخوري او دا شمېره به نوره نه زياتيږي.