کور / تازه خبرونه / طالبانو په فراه کي ۳ ټاکونه او زابل کي ۴ لارۍ سوځولي

طالبانو په فراه کي ۳ ټاکونه او زابل کي ۴ لارۍ سوځولي

نن غرمه مهال ،د بکوا او ګلستان ولسواليو په سيمو کي د دوو جلاجلاچاودونوپه ترڅ کې د بهرنيانودرې ټانګونه ويجاړ او پکې ناست عسکر يي وژل شوي دي . دا خبره د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي لراوبر ته کړې ده ، نوموړي وايي لومړۍ دبکواولسوالۍ د “بختيارو”په کلي کې دوه ټانګونه هغه مهال له منځه لاړل  چې کله په سیمه کې د خارجي عسکرو پرپلي ګزمه د ماين  يوه تکتيکي چاودنه ترسره شوه چې سمدستې  دوژل شوو څلوروتنو عسکرود انتقال لپاره سيمې ته د خارجي عسکرودوه ټانګونه راغلل او دواړه يوپه بل پسې د درندوچاودونو ښکار شول .

دوهمه چاودنه ددې ولايت دکلستان ولسوالۍ د” ګنبد”په سيمه کې د خارجي عسکروپر پوځي کاروان ترسره شوه چې له امله يي دکاروان يوټانګ له منځه تللی اوپکې ناست عسکر چې شميريي پنځوتنو ته رسيدی ، ځای پر ځای وژل شوي دي .

تر دواړوچاودونووروسته دپيښوځاينوته ددښمن له خواهليکوپتر راغوښتله شوي اووژل شوي عسکر يي د خپلومرکزونوپه لور انتقال کړي اوويجاړ کړای شوي ټانګونه يي اوس هم په سیمو کې سوځيدلي پراته دي .


قاري يوسف لراوبر ته د يوه بل خبر په ترڅ کي دعوه کوي چي :طالبانو نن له غرمې مخکي په زابل کي هم د بهرنيانو پر لوژستيکي کاروان بريد کړی .


نوموړی وايي،د زابل ولايت دشهرصفا ولسوالۍ” نړيلي پله” ته نژدې د “حاجې ګراني” له کورسره ، د طالبانو خوا د بهرنيوعسکرو پر لوژستيکي کاروان د بريد له امله دکاروان څلور باروړونکي موټرونه چې د کابل په لور روان ول ، له منځه تللي دي .


د خبر له مخې بريد چې ديوه کمين په لړ کې ترسره شوی ،په نتيجه کي يي ددښمن دکاروان څلور اکمالاتي موټرځای پرځای سوځول شوي او دکاروان د امنيتي عسکرودوه رينجر موټرونه هم له منځه تللي دي .


په بريد کې پنځه تنه عسکروژل شوي  اودجګړې په پايله کې ددښمن څخه يورينجر موټر ، دوه ميله پيکا ، درې ميله راکيټ او اته ميله کلاشينکوف مجاهدينو ولجه کړي اويوتن عسکر يي ژوندی نيولی دی .


د یوه بل خبر له مخې نن غرمه ،ددې ولايت د شاه جوی ولسوالۍ د”خارجوي” په سيمه کې  د کابل – کندهار پر لويه لاره د دبهرنيانو پر ورته کاروان دبريد له امله ددښمن دوه سرف ډوله موټرونه له منځه تللي اوپکې يوولس تنه عسکر وژل شوي اويوتن يي ژوندی نيول شوی دی .


دیوه بل خبرله مخې نن غرمه ددې ولايت په مرکز کلات کې د” خالا” په کلي کې د سوري ولسوالۍ ته پر غزيدلي سړک د مجاهدينو له خوا د سړک جوړولودامنيتي عسکرو يوموټر په ماين ويجاړ کړای شوی اوپکې اته تنه امنيتي عسکر وژل شوي دي .


د يادوني وړ ده چي د طالبانو له خوا ورکړه شوي معلومات چنداني د دولتي چارواکو يا بهرنيانو له خوا يا خونه منل کېږي يا يې زيات تر هغه چي طالبان يې يادوي ډير کم ښودل کېږي .د قاري يوسف احمدي د پورتنيو ادعاو په اړه هم تر اوسه د ناټو ځواکونو يا دفاع وزارت غبرګون ترلاسه سوی نه دی .