کور / تازه خبرونه / زابل: د رومانيا اړوند د آيساف ځواکونو د قوماندې بدلون …

زابل: د رومانيا اړوند د آيساف ځواکونو د قوماندې بدلون …

په زابل کې مېشت د رومانيا هيواد پورې اړوند د آيساف ځواکونو د قوماندې بدلون

 کابل، افغانستان – ( د چنګاښ 27 مه نيټه ) – د قوماندې د بدلون دغه  مراسم د چنګاښ د مياشتې په 26 مه نېټه د رومانيا هېواد د 300 وم ميکانېزه پلي کنډک چې (ساينټ انډريو) نومېږي او د 30م غرني کنډک (ډراګوسلاويلي) ترمنځ ترسره شول.

د دغو مراسمو په ترڅ کې د رومانيا هېواد 30م غرني کنډک په زابل ولايت کې د آيساف ځواکونو قومانده په غاړه واخېسته چې د سهيل د سېمه ايزې قوماندانۍ تر لارښوونې لاندې به په سېمه کې د ټـيکاو عمليات پر مخ  بيايي.

په دغه مراسمو کې د سهيل د سېمېزې قوماندانۍ مرستيال قوماندان جنرال آيو د جانګ، د زابل د والي مرستيال ګلاب شاه، د رومانيا هېواد د ګډې عملياتي قوماندانۍ مشر ډګروال آورامسکو کاسټل او افغان پوځي او ملکي چارواکو برخه اخېستې وه.

د مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې وژل شوېو سرتېرو ته د درناوي په خاطر د څو شېبو لپاره سکوت اختېار کړى شو.