کور / تازه خبرونه / ايساف:په پکتيا کي پرمختګ له ورايه ښکاري

ايساف:په پکتيا کي پرمختګ له ورايه ښکاري

 


د ايساف او ناټو د کابل له مطبوعاتي دفترته په پښتو ژبه ( د چنګاښ ۲٩مه) خپره شوې خبرپاڼه کي ويل شوي چي د چنګاښ د مياشتې په ٢٧ نيټه د آيساف سرتيرو د پکتيکا په ولايت کې له يو لوى ښوونځي  څخه ليدنه وکړه او دې تکي ته يې پام شو، چې ښوونځى بيرته خپل لمړني حالت د راګرځيدو په درشل کې دى.


د پولينډ د جنګې ډلې سرتيرو او  د ملکي – نظامي مرستو د تاتيکي ملاتړ درېيمه  ډله  د شرنې  په ولسوالۍ د علي آباد له ښوونځي څخه ليد نه وکړه ترڅو د وداني د بيا نوي کولو او رغوني پرمختګ وګوري.


د پولينډ د هېواد تورن پيوتر مارسزالک وويل:” دوه اونۍ پخوا مونږ دلته وو. اوس پرمختګ په روښانه توګه ښکاري. دغه پروژه به په برياليتوب سره پاى ته ورسيږي”.


د دې ښوونځى اړوند د دوو اصلي ودانيو بيا رغونه د مارچ په مياشت کې پيل شو. دا پروژه په لومړي سرکې داسي پلان شوى و، چې د مې په مياشت کې به پاي ته رسيږي. خو د ودانيو د بيا رغونې په بهيرکې د ښوونځي زده کوونکو خپلو زده کړو ته دوام ورکړ، نو له دې امله د پروژي د بيارغونې چارې وځنډيدلې.


کله چې په دې  پروژې د بيا رغونې کارپېلېده، نو له اصلي مصرف څخه ٢٠ فيصده روپۍ قرار دادي ته وسپا رلې شوې. له دې کتنې څخه وروسته نورې ٣٠ فيصده روپۍ هم قراردادي ته ورکړل شوي، ځکه چې کار له ٥٠ فيصدو څخه زيات بشپړ شوى دى. کله چې ټول کار بشپړ شي، نو پاتې روپى به هم ورته وسپارل شي.


دعلي آباد د ښوونځي مدير د آيساف له ډلې څخه وغوښتل په دې سيمه کې يوه بله پروژه هم پلي کړي.  دى غواړي چې د يوې شپيته کلنې ودانۍ رغونه هم وکړي. که چيرې دا نوې پروژه منظوره شي، نو په ډيره نږدې را تلونکې کې به کار پري پېل شي. 



کابو ٢٠٠٠ هلکان د علي آباد ښوونځي ته د زده کړو لپاره ورځي، د پکتيکا ولايت، افغانستان – 


 د آيساف سرتيرو د هلکانو له ښوونځي څخه ليدنه وکړه او دې ټکي ته يې پام شو چې د آيساف په مرسته دغه رغول شوى ښوونځى بيرته خپل پخواني حالت ته د را گرځيدو په حال کې دى. ( د آيساف انځور)