کور / تازه خبرونه / ۲۳پیلوټان او پیلوټانې فارع سول

۲۳پیلوټان او پیلوټانې فارع سول

د هوایي قول اردو ۲۳ پیلوټان او پیلوټانې، چې د مسلکي زده کړو په موخه د چک جمهوریت ته تللى وو، تر زده کړو ,
وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول.

د افغانستان هوایي قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هوایي پوځ اړوند ۲۳ پیلوټان او پیلوټانې د چک په جمهوریت کې د ۱۸ میاشتو په موده کې یې عملي او نظري زده کړي کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه پیلوټان د A-29 ډوله جنګي الوتکو او د C-208 ډوله ترانسپورټي الوتکو د چلولو لپاره د چک جمهوریت په هوایي پوهنتون کې روزل شوي او د افغان هوایي ځواکونو په لیکو د خدماتو لپاره هېواد ته راستانه شوي دي.

د افغانستان هوایي اردو په وینا، د فارغانو په ډله کې دوه ښځې هم شامل دي.

په افغانستان کې د ناټو  غوڅ ملاتړ ماموریت له دېوړاندې ویلي وو چې دغه پیلوټان او پیلوټانې د چک په جموریت کې د ۱۵ میاشتو په موده کې یې د ځمکنیو او هوایي ماموریتونو په برخو کې خپلې زده کړې پای ته رسولي..

ریپوټ : صدیق الله پوپل