کور / تازه خبرونه / په ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکانود لاسوهنې مخنیوی وکړي

په ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکانود لاسوهنې مخنیوی وکړي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا پر حکومت غږ وکړ، چې په ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکانو او یو شمېر قوماندانانو د مداخلې جدي مخنیوی وکړي.

ښاغلي صیاد چې نن یې کابل کې یوې غونده کې خبرې کولې و ویل، چې له وسله والو سره د مبارزې تر څنګ حکومت ته ښایي، چې په ټاکنو کې د سیمه ییزه زورواکو د لاس وهنې د مخنیوي له پاره هم جدي اقدامات او مبازه وکړي.

دغه غونډه چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون او ونډې تر لانامه لاندې جوړه شوې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ریی په ټاکنو کې د محلي زورواکانو او قوماندانانو لاس وهنه د دغه پروسې پر وړاندې لوی او جدي خنډ وباله.

د صیاد په خبره سیمه ییزه زرواکو، یو شمېر قوماندانانو او غیر مسووله وسله والو کسانو په تېرو ټاکنو کې هم لاس وهنه کوله او دا ځل یې هم ورته کارونه شروع کړي دي.