کور / تازه خبرونه / بلخ : د ولید ۹ په نوم عملیات پیل سول

بلخ : د ولید ۹ په نوم عملیات پیل سول

فغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په بلخ ولایت کې د ولید-۹ په نوم د وسله والو په وړاندې پوځي عملیات پیل کړي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د ولید-۹ په نوم پوځي عملیات نن سهار ۶ بجې په چمتال ولسوالی کې پیل شوي.

د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو په وړاندې پوځي عملیات د چمتال له ینګې قلعې، شور آبې، او جر قلعه له سیمو څخه پیل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۲ تنه وسله وال وژل شوي او لږ تر لږه ۴ نور ټپیان دي.

په شمال کې افغان پوځ ډاډ ورکوي چې چمتال ولسوالی به ډیر ژر د وسله والو له شتون څخه په بشپړه توګه تصفیه شي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.