کور / #PTM / منظور پښتين: که حيات پرېغل خوشي نه سي ستر لاريونه به پيل کړي

منظور پښتين: که حيات پرېغل خوشي نه سي ستر لاريونه به پيل کړي

د پي ټي ايم (پښتون تحفظ مومنټ) تېره ورځ په ډېره اسماعيل خان کي ستر لاريون وکړ.

په دې لاريون کي د پاکستاني پوځ پر ضد شعارونه ورکول کېده او د پښتون ژغورني غورځنګ د يو فعال غړي حيات پرېغل د خوشي کېدو غوښتني پکي کېدلې.

د پاکستان استخباراتي ادارې آی اس آی د پنجشنبې په ماښام د پښتون تحفظ مومنټ پر يو فعال غړي حيات پرېغل باندي چاپه ووهل او له ځان سره يې وړی  دی چي تراوسه يې ځای ځايګی نه دی مالوم سوی.

د غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، حيات پرېغل به تل د پوځ او طالبانو د ظلمونو پر ضد خبري کولې او د خپل قام د ساتني لپاره به يې تل د هغوی کړني او وحشتونه غندل، چي دا کار پوځ او استخباراتو باندي بد لګېده او د هغه مخه يې نيول.

د حیات پرېغل مشر ورور ناصر خان د حيات پرېغل تر تښتول کېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره سوې ویډیو کي وایي، د امنیتي ادارو کسان یې د شپې شاوخوا یوولس بجې بې له اجازې کور ته ور ننوتل، د کور کسان یې ووهل او حیات پرېغل یې په زوره له ځانه سره یووړ.

هغه وايي:”ښځې ورسره وې، پوځیان او پولیس وو، په ساده جامو کي- چي مخونه یې پټ کړي وو- راغلل حیات یې له کوره یووړ، د کور سامان لیپټاپونه شیان یې هم ورسره واخیستل، زما دعوه پر حکومت او ریاست باندې ده، که زما ورور ته څه تاوان ورسېد له حکومت، پوځ، ایم ای او ای ایس ای به یې پوښتنه کوو”.

د پښتون ژغورني غورځنګ د حيات پرېغل د خوشي کېدو په تړاو پرون په ډېره اسماعيل خان کي لاريون راپيل کړ، په لاريون کي د ځوانانو د حيات پرېغل انځورونه را اخيستي وه او پر لوحو باندي يې د ظلم پر ضد شعارونه ليکلي وه.

لاريون کونکو ويل، چي په پښتني سيمو کي وژني، اختطافونه او ځوروني ټول د پاکستان پوځ ترسره کوي او د هغوی پر ضد يې شعارونه ورکول. په لاريون کي خلګو دا شعارونه بدرګه کول:

“خوشی کړئ خوشی کړئ، حیات پرېغل خوشی کړئ، د ظلم دغه ضابطې: نه منو موږ نه منو، د پښتونخوا په خاوره: ترهګر نه منو، ځوانان مو قتل کېږي: دا څنګه ازادي ده”.

د پښتون ژغورني غړي او د لاريون يو فعال شخص بلال مسيد لاريونيانو ته په خپله وينا کي وويل: ” نن چي زموږ خلک د حیات پرېغل د تښتونې پر ضد را ټول سوي دي که موږ پر دغو خبرو اواز پورته نه کړو سبا به ما هم له کوره وړي، تاسي به هم وړي، د خپلو تورسرو په مخ کي به مو بې عزته کوي، تر څو به موږ خاموشي اختیاروو، پښتانه ځوانان اوس را پورته سوي دي نور دا ظلمونه نه منو”.

لاريون کونکو ګواښ کړی، که په دوو ورځو کي حيات پرېغل خوشي نه سي د پښتنو په سيمو او د پاکستان په لويو ښارونو کي به لاريونونه پيل کړي.

د پاکستان حکومت هڅه کوي چي د پښتون ژغورني غورځنګ حرکتونه او لاريونونه کنټرول کړي، چي په دې لړ کي يې د غورځنګ ګڼ شمېر غړي نيولي دي، خو د غورځنګ مشران وايي، ترهغو به خپلي مبارزې ته دوام ورکړې ترڅو چي يې پښتون له ظلمونو او د پاکستاني پوځ او طالبانو له ستمه خلاص کړی نه وي.

تمه وه چي نن په پېښور کي د پاکستان حکومت او د غورځنګ مشران خبري اتري وکړي، خو د حيات پرېغل نيول کېده ددې لامل سوه چي په دې خبرو کي به د غورځنګ مشران برخه نه اخلي.

منظور پښتين وايي، څنګه به د داسي چا سره خبري وکړي چي له يوې خوايي ملګري زندانونو ته بيايي، لادرکه کوي يې او وژني يې او له بلي خوا موږ ته د خبرو وړانديز کوي.