کور / تازه خبرونه / ارزګان:یو امریکايي پوځي وژل سوی او دوه نور ټپیان سويدي

ارزګان:یو امریکايي پوځي وژل سوی او دوه نور ټپیان سويدي

ولي محمد پخلا – روزګانپه افغانستان کې پرېکنده ماموریت وايي، یو امریکایی سرتېری په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپیان دي سوي دي.د پرېکنده ماموریت له قومندانۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، پېښه د افغانستان په جنوب کې شوې ده، خو تر اوسه د برید کوونکي هویت نه دی په ډاګه شوی او دا هم نه دي ویل شوي چې هغه نیول شوی او که نه. ناټو وايي، پېښه کې دوه پوځيان ټپیان شوي هم دي.ناټو دغه حمله خپل منځي بللي ده.وسله والو طالبانو هم په خپله یوه خبرپاڼه کي ویلي چې ارزګان کې یوه افغان سرتېري پر امریکايي پوځيانو ډزې کړې دي.طالبانو ویلي چي په دغه برید کي ۴ امریکايي پوځيان وژل سوي او دري تنه نور ټپیان سوي دي.له دي سره یوه امنیتي سرچینه چي نه غواړي هویت يي په ډاګه سي وايي چې تیر مازګیر دارزګان هوايي ډګر کي دملي اردو یو پوځي پر امریکايي ځواکونو ډزي کړي دوه امریکايي ځواکونه يي وژلي او یو يي ټپي کړی دی خو داخبره چا نده تاید کړي.دا برید وروسته تر هغه شوی، چې څه موده وړاندې یوه افغان سرتېري درې امریکايي پوځيان په ډزو ووژل؛ خو وروسته طالبانو ادعا وکړه چې دا افغان سرتېری په حقیقت یو طالب و.