دکنړ سيند دوديزي مشاعرې ته ددوستۍ فرهنگی  ټولنې پيغام

Aziz Rahman Hazim | جولای 9th, 2018


سويډن –  مالمو

 د۲۰۱۸ ز کال دجولاي ۳

بسم الله الرحمن الرحيم

دلته هرڅوک چه اوسیږی یو افغان دئ
تـور او سـپین پیدا کول مـلی تاوان دئ
لوی هیواد به په ملی وحدت جوړیږی
دا زمــونــږه عـقیـده دا مـو ایـمـان دئ

ملنگ جان

دکنړکلتوری ټولنې مشرتابه،له هيوادنه بېلو فرهنګيانواوفرهنگپالو!

آغلواوښاغلو !

ترهر څه وړاندي غواړم  په سويډن کښې ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه په استازيتوب تاسو ټولوته ددې درنې ادبی غونډی اودکنړسيند دوديزي  مشاعرې دجوړېدو له امله  دزړه له کومي مبارکی په ويلو سره خپلي نيکې هيلې اوتاوده سلامونه وړاندي کړم  .

زموږ لپاره دخوښۍ اووياړ ځاي دی چي يوځل بياد کنړسيند ددرنې مشاعرې په پلمه ددې پيغام پوسېله ستاسو سره يوځاي  په هغه ادبی غونډه کي برخه اخلو ،کوم چي  په همدې غيرتی اوتاريخي سيمې کي راټوکېدلو شاه زلموپه  زياراو زحمت جوړه سوې ده .

سره له دې چي زموږ ټول هيوادوال په ځانگړې توگه دکنړ غيرتی اوياړلی ولس دورپېښو ناخوالواوستونزوسره  لکه دهيواد دنوروسيمو اوسېدونکي لاس په گرېوان دی خوبياهم ددې تاريخي ټاټوبي  مسافر اوله هيوادنه ليري پراته ځوانان قلم په لاس دخپل هيواد اومورنی ټاټوبي ښکلا اوددې سيمې دوياړلو څېروتاريخي کارنامې  دشعرپه ژبه دداسي ادبي غونډواومشاعروپه مټ  ترخپلو ولسونواو نړيوالو پوري رسوي .

موږ له  سويډن  نه ستاسو سره  دټولوافغانانو او فرهنگپا لو هر اړخيزه مرستو اوهمکاريو ته دقدر اودر نښت په سترگه گورو کوم چي ددې درنې ادبي غونډي  اومشاعرې په جوړېدوکي  يې ترسره کړيدي .

زموږ له نظره ډېره اړينه ده چې دلته په بهرکي تردې لاهم درنې علمي،ادبي غونډي،مشاعرې  او کنفرانسو نه جوړ سي ، ترڅونړۍ وال پدې پوه سی چي دادغيرتونواودنگودنگوغرونوبازان که په توره تورزن وه نواوس چي دپوهی اوقلم سيالی ده، ترهيچا شاته نه پاتېږي اوپدې لارکي ترشاتگ ورته تاريخي عار او پېغور ښکاري .

زموږ د هيوادهره سيمه  لرغوني تاريخ لري،خو دکنړ ولايت اوسېدونکو  وياړني او تاريخي کارنامي ز موږ د هيواد په تاريخ کښي  ځانگړی دروند اونه هېرېدونکی ځاي لري .

پرهر ملت  اوولس دټولنيز ژونددتاريخي اوکلتوري لاسته راوړنواو ارزښتونو ساتل فرض دی، ترڅودالاسته راوړنې اووياړونه په ټوله امانت داری تر نوی نسل پوري ورسېږي . دداسي علمي،ادبی غونډو اومشاعرو جوړول يوه له هغو هڅو دجملې  نه شمېرل کيږي کوم چي دهغوي په مټ موږکولاي سوخپل ځوان نسل ته دخپل هيواد اودې ټاټوبي تاريخي ارزښتونو ،وياړ نو،تاريخي اوکلتوری لاسته راوړنو په هکله  پوره معلومات ورسوو .

درنو دوستانو !

پدې پيغام کښي  ستاسوددې درنې اوفرهنگی ملي  هڅې دتاريخي ارزښت په هکله  بحث  زما لپاره له امکان  څخه ليري خبره ده .

پدې پوره ډاډمن  يم چې  پدې ښکلې  مشاعره کښي به  هرومرو درانه ليکوال اوشاعران ددې سيمې  پرتاريخ اوتاريخي ارزښت ،دهيواد دخپلواکی اوبهرني استعمارپرخلاف مبارزو اوقهرمانيو باندي هم پوره رڼاواچوی ، چې نه يوازي زلمی بلکې پتمنی خوندي اوميندي به هم دخپل ولس دکارنامو نه يو ځل  بيا خبر شي .

درنو فرهنگيانو اوفرهنگپالو!

يوځل بيا تاسو ټولواغلواوښاغلوددې درنې مشاعرې برخوالوته  په بری سره ددې درنې ادبی غونډي اومشاعرې  دپاي ته رسېدوهيله کوم  . که څه هم له تاسو نه ليري  يو ،ولی روحأ ځانونه ستاسو سره پدې ښکلې اودرنه  مشاعره کښي شريک بولو اوستاسوددې ملي اوفرهنگی تکل ددوام په هيله يو .

دلوي څښتن  دربار ته لاسونه لپه کوم اوخپل گران هيوادته دتل پاتي سولي اوثبات راوستو دعاکوم . ومن الله التوفيق

په سويډن کې دوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه په استازيتوب  حبيب الله غمخور

Copyright Larawbar 2007-2024