کور / د ماشومانو نړۍ / مسولين:ارزګان کې وسله والو د واکسين مخ نيولي ده

مسولين:ارزګان کې وسله والو د واکسين مخ نيولي ده

ارزګان کې روغتياپالان وايي په ولايت کې وسله والو طالبانو د هغو تر واک لاندي سيمو کې د واکسين کوونکومخه نيولي ده چې له امله يي تر يولک شپږاتيا زره پوري ماشومان د واکسين څخه بی برخي پاته شوي دي.

خلګ له دولت څخه غوښتنه کوې چي په نا امنو سيمو کې دي ورته ژیر ترژیر د پوليو واکسين پیل شي.

ارزګان کې روغتيايي مسولين وايي په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو د پوليو د واکسين د تطبيق مخه نيولۍ چې له امله يي په زرګونه ماشومان د واکسين څخه بي برخي پاته شوي دي.

ارزګان کې د عامي روغتيا رياست رئیس خان اغا مياخيل وايي وسله والو طالبانو ورته په غيري مستقيمو خبري کې ويلي چې د امنيتي ستونزو له امله يي  غه کار کړي او نه پريږدي چې د دوی تر واک لاندي سيمو کې دي د واکسين پروسه پلۍ شي.

نوموړی وايي د وسله والو ددغي پريکړي له امله ارزګان کې يولک او شپږاتيا زره ماشومانو د پوليو د واکسين له تطبيق څخه پاته شوي دي.

خلګ وايي که يي ماشومانو ته پر وخت واکسين ونه رسيږي  ماشومان به يي په ساری او غيري ساري ناروغيو اخته شي.

د نا امنو سيمو اوسيدونکي غوښتنه کوې چې دولت دي سيمو ته واکسين ورسوي څو ماشومان يي د ناروغيو وژغول شي.

دارزګان د عامي روغتيا رئيس خان اغا مياخيل وايي دوی پلان لري څو په نږدي ورځو د وسله والو طالبانو سره وږغيږي او هغو راضي کړي چې د واکسين تطبيق ته اجازه ورکړي.

نوموړی وايي يو شميرو لوړپوړي روغتيايي چارواکي وړاندي د وسله والو سر ږغيدلي وه خو کومي هوکړي ته نه دي رسيدلي.

هڅه مو وکړه چې ددغو سرګندونو په تړاو د وسله والو طالبانو سره هم و ږغيږي خو نه توانيدو.

دا په داسي حال کې ده چې له دي وړاندي ددغه ولايت د مرکزي روغتون په ګډون وسله والو طالبانو شاخوا۵۹ روغتيايي مرکزونه هم تړلۍ وه او ويلي وه چې ياد روغتيايي مرکزونو د خلګو د خوښۍ وړ روغتيايي خدامات نه وړاندي کوي.

راپور: احسان الله ولس يار