د برښنا د درې مهمو پروژو د تړونونو لاسلیک
Aziz Rahman Hazim
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب له دریوو بېلابېلو کمپنیو سره د (99,715,976) افغانیو په ټولیز ارزښت د برښنا درې مهمو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
په دې تړونونو کې د افغانستان برښنا شرکت اړوند یو باب تحویلخانه، د کنړ برښنا اداري ودانۍ او د تخار برښنا د پیرودونکو د خدمتونو د ودانۍ جوړول شامل دي.
لومړۍ پروژه د (85,478,051) افغانیو په ارزښت د افغانستان برښنا شرکت لپاره د یو باب تحویلخانې جوړول دي تړون یې د افغانستان برښنا شرکت او ستیت کارپس شرکت ترمنځ لاسلیک شو چې د رغولو چارې به یې په راتلونکو 12 میاشتو کې بشپړې شي.
دویمه پروژه د (8,861,425) افغانیو په ارزښت د کنړ برښنا لپاره د اداري ودانۍ جوړول دي، تړون یې د افغانستان برښنا شرکت د جلال کوت د ساختماني موادو د تولید او ساختماني شرکت سره لاسلیک شو.
دریمه پروژه د تخار برښنا لپاره د پیرودونکو د خدمتونو څانګې ته د ودانۍ جوړول دي، چې (5,376,500) افغانۍ پرې لګښت راځي، تړون یې د افغانستان برښنا شرکت او د آرمان ګرین د ساختماني موادو د تولید، سړک جوړونې او ساختماني شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د نوموړو پروژو د رغولو چارې به په راتلونکي یو کال کې بشپړې او عملا به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې د یادو پروژو لګښت د افغانستان برښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کیږي.