کور / سياسي / وسلوال مخالفین له پوځي او دیني فشارونو سره مخامخ دي

وسلوال مخالفین له پوځي او دیني فشارونو سره مخامخ دي

               ليکنه: م . س

                د ملي یووالي حکومت مشران بروکسل ته تللي او هلته د ناټو مشرانو د پنجشنبې او جمعې ورځو غونډه کې ګډون کوي. د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د دې سرمشریزې په درشل کې ویلي چې ناټو د ولسمشر غني له ټولو پروګرامونو او لومړیتوبونو ملاتړ کوي. دوه زره اتلسم کال افغانستان ته برخلیک ټاکوونکی دی. د ناټو مشران په داسې حال کې جرګه شوي چې د سعودي عربستان مکه او جده ښارونه د لسګونو اسلامي هېوادونو د غونډې کوربانه دي. دې غونډې کې د افغانستان د روانې جګړې په بڼې بحث کیږي. د غونډې برخه والو له وړاندې داسې اشارې ورکړي چې دغه  جګړه نور مشروعیت نه لري. غونډې ته پاکستاني عالمان هم ور بلل شوي خو ویل کیږي چې د دې هېواد ګډون ډېر پیکه دی.

                د ولسمشر غني هڅه له ګاونډیو سره نږدې او تودې اړیکې جوړول وو، د واک په لومړیو شپو او ورځو کې یې پاکستان ته سفر وکړ او د ټولو نړیوالو او دیپلوماتیکو قواعدو خلاف د پوځ  د مشر دفتر ته ورغی او په ډېرو سپینو ټکو کې یې ورته د اړیکو جوړولو وړاندیز وکړ، خو څه په لاس ورنغلل او نور یې د حامد کرزي خلاف پاکستان ته په  ډېر وخت ورکولو خپل وخت ضایع نه کړ. په خپلې واکمني کې یې ټوله هڅه پرپاکستان له اتکا پرته اړیکې جوړول وو. دې برخه کې تر یوه بریده ښه وځلېد، له  نورو ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې جوړې کړې، له هند سره اړیکو کې نوي پړاو ته داخل شو او په  پوځي برخه کې یې د دې هېواد مرستې تر لاسه کړې. څلور روسي جنګي چورلکې په داسې حال کې افغانستان ته را ورسېدې چې د وسلوالو بغاوت د  هرې ورځې په تېرېدو سره پراخ شوی و.

                 ناټو او امریکا چې افغانستان کې ژور ښکېل شوي او له دې هېواده ورته وتل اوس ناشوني شوي دي، د هند رول اغېزناک بولي. هند د نړۍ ځواکمن هېواد دی چې لویدیځ او امریکا یې د چین په  کنترول کې ښه غوراوی بولي. هند که له چین پیاوړی نه وي، ترې کمزوری هم نه دی،  د هند مشرانو په ښه توګه دا زدکړې چې څرنګه نړیوال ځواک شي.

                 د ولسمشر ټرمپ په نوې تګلاره کې چې د افغانستان او سویلي آسیا لپاره جوړه شوې، د هند رول مهم بلل شوی، غلیم یې پاکستان سیمه کې د ټولو شرارتونو مور ګڼل شوې ده، تر همدې تګلارې وروسته په پاکستان له هر لور فشارونه زیات شول، او اوس چې سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو مشران غونډ شوي، دا هم په پاکستان یو ډول فشار دی چې د امریکا رول په کې ډېر مهم ګڼل کیږي. وړاندې له دې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو هم یوې غونډه کې د افغانستان روانه  جګړه ناروا بللې وه، کابل کې تر دې غونډې لږ مخکې د افغان دیني عالمانو ستره غونډه کې د روانې جګړې د ودرېدو غوښتنه شوې وه.

                 تېر اختر د افغانستان د نظام ضد بغاوتونو په نوي پېر کې بې ساری و، له اختر مخکې ولسمشر د روژې له ۲۷ د اختر تر پنځمې له طالبانو سره د اوربند اعلان  وکړ، افغان ځواکونو ته له یرغلیز حالته د دفاعي حالت د غوره کولو لارښوونه وشوه، څو ورځو کې طالبانو له دې فرصت ناوړه استفاده وکړه په افغان ځواکونو چې د همدې افغانانو له کورونو جوړ دي، سخت بریدونه وشول، ډېر تلفات یې وګالل، خو د اختر درې ورځو کې طالبانو هم اوربند اعلان کړ چې تمدید نه شو خو حکومت بیا خپل اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه، تر دې نیټې وروسته ولسمشر غني افغان ځواکونو ته په طالبانو د یرغلیزو بریدونو امر وکړ. که حالات همداسې وي، د جګړې ګټونکی او بایلونکی نه معلومیږي، داخل کې به همدې اړودوړ کې د افغان دښمنو هېوادونو او ډلو کار جوړ وي، ګټونکي هغوي دي چې دې هېواد ته په بده ګوري، خپله بقا د افغانستان په جګړه کې بولي، روسیه د دې پر ځای چې روانه شخړه کې ښه او مثبت رول ادا کړي، د خپلې پخوانۍ کرغېړنې شوروي ښکېلاک څېرې څخه پرده پورته کوي، چې دا دریځ یې هیڅ په ګټه نه دی، او ټول افغانان یې بدبین کړي دي. شوروي که هر څه وي، وي به خو نه شي کولی په خپلو منفي کړنو سره هغه لار ډپ کړي چې افغانانو پرې له وړاندې تګ کول پیل کړی دی.

               د ناټو سرمشریزه په پوځي برخه کې د افغانستان دښمنانو ته ښکاره پیغام ورکوي، هغوي ته وایی، مونږ راغلي یو او تر هغو نه ځو څو پورې چې افغانستان په خپلو پښو نه وي دریدلی هغوي ته وایی که هڅه مو دا وي چې په خپلو جګړو سره افغانستان او افغانان له پښو غورځول غواړئ تېروتي یاست.

                په جده او مکه ښارونو کې د دیني عالمانو ستره غونډه او د سعودي مفتیانو نوي او تازه دریځونه د ملي یووالي حکومت لپاره بله لاسته راوړنه ده خو د مخالفې وسله والې ډلې لپاره یې یوه بله درنه څپېړه. وخت یې راغلی چې نور وسلوال مخالفین هم خپل لوری بدل کړي، ځکه په دې لار چې دوي تعقیب کړې، ترکستان ته ځي او خپلې پایلې ته نه شي رسیدای، که ټول افغانان هم  ووژل شي، باک یې نشته، ځکه افغانان اوس هغه څه نه غواړي چې دښمنانانو یې ورته لورېنه کړې ده. د افغانستان دښمنان غواړي د افغان زده کوونکو په مخ ښوونځي بند شي، خو افغانان دغه هڅه نطفه کې شنډوي او هیڅ داسې ځواک نشته چې افغانان له دې لارې را وګرځوي. افغان مشرانوته ښه فرصت دی، یو ځل بیا دې د ناټو له تریبیون څخه په ګټنې په پاکستان او د ترهګرو په نورو ملاتړ کوونکو هېوادونو غږ وکړي چې هغه لوبه دې پریږدي چې روانه کړې یې ده. روانه جګړه خپل مشروعیت بایلي او که څوک پرې ټینګار کوي لرې نه ده چې د هغوي لمنو ته هم ورسیږي، نو وخت یې راغلی چې ځانونه اصلاح کړي که نه نو بلا په کمین کې ده او دوي به یې کنترول نه کړای شي.

                                                              پای