کور / سياسي / الکترونيکي تذکرې، ستاسو په انتظار کې دي!

الکترونيکي تذکرې، ستاسو په انتظار کې دي!

ليکنه: امېد حیران
د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې وکړای شول سږ کال د ثور په ۱۳ مه نېټه د هېواد ولسمشر ته د لومړنۍ تذکرې په ورکړې سره د الکترونيکي تذکرو وېش بهیر په رسمي ډول پیل کړ. د الکترونيکي تذکرو وېش، د برېښنايي حکومتولۍ جوړولو برخه کې لومړنی او بنسټیز ګام دی، چې ددې پروسې پراختیا سره به نور کوټلي ګامونه هم پورته شي.
په برېښنايي حکومتولۍ ولاړ دولتونه، په اوسنۍ نړۍ کې ترټولو راڼه او سالم حکومتونه دي. له هغه ځایه چې د الکترونيکي تذکرې لرونکي، په لومړي پړاو کې بایوميټریک کېږي او د سترګو درجه او د سترګو د ګاټو انځورونه یې اخيستل کېږي او سېستم کې ثبتېږي،  تر ممکنې کچې د جرمونو په کمولو کې رول لري. دا چاره به امنيتي مسوولینو سره د مجرمينو په نیولو کې مرسته وکړي؛ ځکه هغه امنيتي دوربينونه چې د ښار په څلورلارو او کوڅو کې لږېدلي، د سترګو د سيګنال درجې د پيداکولو وړتیا لري او احتمالي تورن کس پيداکولی شي او د مجرمانو ځای – ځایږی معلومولی شي.
همدارنګه الکترونيکي تذکره ددې سبب ګرځي؛ هغه کارونه چې په اونيو اونيو نه خلاصېدل، په لږ وخت کې به ترسره شي.

کله چې یو څوک دندې لپاره یوه ځای ته مراجعه کوي، د ادارې رییس څنګه پوه شي چې مراجعه کوونکی د افغانستان اوسېدونکی دی که نه؟ کله چې یو څوک وغواړي د مړي شتمني پخپل نوم ثبت کړي، اړونده اداره څنګه پوه شي چې نوموړی شخص ريښتیا وايي که دروغ؟ همدارنګه د کور او د نورو باارزښته سوداګریزو توکو اخيستل، په ښوونځي او پوهنتون کې شمولیت، بهرنيو هېوادونو څخه د تحصيلي بورسونو ترلاسه کول، سیاحت، له هېواده بهر کارکول او تر ټولو مهمه دا چې د یوه هېواد د تابعیت درلودلو ادعا کول؛ دا ټول او ټول د الکترونيکي تذکرې  درلودلو پورې تړاو لري.

ددې سند څښتن، له جعل او درغليو پرته کولای شي دغو چوپړتیاوو ته لاسرسی ولري؛ پداسې حال کې چې د کاغذي تذکرو درلودوونکي ددې ډول خوندي چوپړتیاوو څخه بې برخې دي، ځکه چې په کاغذي تذکرو کې د جعل او درغليو ډېر اټکل شته دی، خو الکترونيکي تذکرې به د ورته هرډول اټکليزو موارد له منځه یوسي، ځکه هېڅ اوسېدونکی نشي کولای دوه الکترونيکي تذکرې واخلي. ځکه ددې سند د هرځل اخيستلو پرمهال باید د بایوميټريک پړاوونه ترسره کړي.

پخوانۍ کاغذي تذکرې ډېرې نیمګړتیا  لري، لکه  جعل او درغلي پکې شونې ده، د روڼتیا نشتوالی، د نفوسو د کره شمېر نه څرګندوالی، د مړينو او نویو پيدا شوو او ورته نورې ستونزې وجود لري، د الکترونيکي تذکرو وېش سره دا ټولې ستونزې حلېږي. دا چاره به دولت سره د نفوسو د کره شمېر معلومولو، پلان جوړونه، سروې، د پرمختيايي کړندلارو جوړولو او د ښې حکومتولۍ په نورو چارو کې مرسته وکړي.

څنګه کولای شو، د الکترونيکي تذکرې خاوندان شو؟

د الکترونيکي تذکرې ترلاسه کولو لپاره، د کورنۍ مشر لخوا د کورنۍ فورمو ډکول، د کورنۍ غړو لخوا د انفرادي فورمو ډکول، په هغه صورت کې که کاغذي تذکرې ولري د هغو ضميمه کول، دوو تنو افغانانو لخوا د غوښتوونکي د هويت تاییدول او بلاخره ډکې شوې فورمې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې د هویت تثبيت برخې ته سپارل، ډېر اړین دي.

د الکترونيکي تذکرو غوښتوونکي کولای شي د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې له وېبپاڼې څخه فورمې او د ډکولو لارښوودونه ډونلوډ کړي او په کمپيوټر کې یې ډکې او بیا چاپ کړي،  د کورنۍ مشر او دوو افغانانو له تصدیق وروسته چې کاغذي تذکرې ولري، تصدیق کوونکي باید یو د دولت همېشنی کارکوونکی وي او یا هم د کلي ملک (ګذر وکيل) وي او د کار برحالي یې اړونده اداره یا ناحيه تصدیق کړي. د ضميمو له بشپړولو وروسته، یادې فورمې باید د الکترونيکي تذکرو نومليکنې یوه نږدې څانګې  ته وسپاري.

د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې د نومليکنې یوې څانګې ته د ډکو شوو فورمو د سپارلو وروسته، باید ګران هېوادوال د ادارې کارکوونکو لخوا ټليفوني اړيکې ته په تمه اوسي.

د الکترونيکي تذکرې اخيستو لومړنی پړاو د کورنۍ فورمې ډکول دي. پدې فورمه کې د یوې کورنۍ د ټولو غړو احوال، د متاهل، مجرد، ورک شوي، بهر ميشتي اود مړو شوو په شمول ټول ثبتېږي.

د یادونې وړ ده چې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې کارکوونکي کولای شي انفرادي او کورنۍ فورمې په هره ناحيه او کلي کې د هېوادوالو کورونو ته لاړ شي او فورمې  ورته ورکړي او له ډکولو نه وروسته یې بیاځلي ترلاسه کړي.

په هغه صورت کې چې شخص ۱۸ یا له اتلسو لوړ عمر ولري او یوازې ژوند وکړي، یا یې والدين مړه شوي وي، د کورنۍ مشر په توګه ګڼل کېږي او کولای شي د خپل مور او پلار په شمول د کورنۍ ټول غړي په کورنۍ فورمه کې ثبت کړي. د واده شوو( زوی/ لور) چې والدينو سره یا جلا ژوند کوي،  د والدينو په فورمه کې ثبتېږی، خو هغوی لپاره هم  جلا کورنۍ فورمې  وېشل کېږي ترڅو یوې بېلې او خپلواکې کورنۍ په توګه په سېستم کې ثبت شي.

وروسته له هغې چې د کورنۍ غړو نومونه په فورمو کې وليکل شي او په سېستم کې ثبت شي، له استثنايي حالاتو پرته پکې بدلون راوستل امکان نلری، نو پدې اساس په کورنۍ فورمه کې باید د کورنۍ غړو نومونه په ډېر دقت او ځيرتیا وليکل شي. همدارنګه د یوې کورنۍ یوه غړي پورې اړوند ټول معلومات په انفرادي فورمه کې ثبتېږي او ورپسې سېستم کې ثبتېږي؛ ځکه له مخې یې هر فرد ته الکترونيکي تذکره د ځانګړې شمېرې سره ورکول کېږي.

غوره ده چې تخلص یا کورنی نوم په انفرادي فورمه کې وليکل شي؛ ځکه چې شخصي معلوماتو کې بدلون راوستل د تذکرې له چاپ څخه وروسته امکان نلري. د هر متقاضي د هویت تایید لپاره، دوه افغانان چې عمر یې ۱۸ یا له اتلسو لوړ وي، کولای شي انفرادي فورمې تصدیق کړي. له دوو تصدیق کوونکو څخه یو یې باید د دولت برحال کارکوونکی یا د کلي ملک( ګذر وکيل) اوسي او اړونده اداره یې په لاسلیک او انځور باندې ټاپه ووهي.

په عين حال کې، اړونده اداره د تذکرې غوښتوونکي پر انځور چې په انفرادي فورمه کې لږول شوی هم ټاپه ووهي. د خبر رسونې لپاره په انفرادي فورمه کې د غوښتوونکي د دوو فعالو ټليفون شمېرو ليکل ضروري دي.

که چېرته د چا الکترونيکي تذکره ورکه شي او پيداکوونکی یې د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې یوې څانګې ته تسليم کړي، د تذکرې د بیا ترلاسه کولو په پار به، د هماغو دوو اړيکشمېرو پواسطه  چې په فورمه کې ثبت شوي، نوموړي شخص سره اړيکه ونيول شي.

د هویت تثبيت او د الکترونيکی تذکرو وېش؛

د هویت تثبیت پړاوونو نه وروسته، د غوښتوونکي د نوملیکنې پړاو بشپړېدو نه وروسته، د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې کارکوونکو لخوا غوښتوونکو ته د تذکرې اخيستلو او مرکز ته د ورتلو په تړاو خبر ورکول کېږي. وروسته غوښتوونکي د نوملیکنې یوې نږدې څانګې ته د خپلې تذکرې اخيستو په پار ورځي. د پیسو ورکړې رسيد اخلي او الکترونيکي تذکرې سره د ګوتې نښان له تطبیق وروسته کولای شي خپله تذکره  رسماً واخلي.

الکترونيکي تذکرې لرل پراخې ګټې او ښیګڼې لري، پرې له پوهېدو وروسته به هرو مرو د الکترونيکي تذکرې اخيستو لپاره اقدام وکړئ.

په لومړي ګام کې، هغه چاچې خپله الکترونيکي تذکره اخيستې وي،  نسبت د کاغذي تذکرې لرونکو ته کولای شي، په اسانۍ سره خپل ماشومان ښوونځي او نورو پوهنیزو مرکزونو کې د خپلې تذکرې پربنسټ شامل کړي.

کاريګر خلک، هغه وخت کولای شي په ارام  او ډاډمن مغز په یوه اداره کې د کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړي چې دغه مهم ملي سند ولري.

هغه خلک چې پاسپورټ ته اړتیا لري، هغوی خلک چې غواړي د چلولو جواز وخلي، هغه خلک چې غواړي په بانکونو کې حساب پرانیزي، هغه محصلين چې غواړي خپل تحصيلي اسناد ترلاسه کړي، هغوی چې غواړي محاکمو څخه خپلې شرعي قبالې ترلاسه کړي، هغه خلک چې غواړي شرعي نکاح خط ولري، هغه ښځه او مېړه چې له یوه بله جلا شوي وي او غواړي طلاق سند ر سمي کړي، هغه هېوادوال چې د خپلو مدني حقونو ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او ټول هغه خلک چې د رایې ورکونې په شرایطو برابر دي، ددې سند(الکترونيکي تذکرې) لرلو پرته، نشي کولای هېڅ یو له یادو شوو مواردو څخه ترسره کړي.

هغه خلک چې دا سند نلري، نشي کولای هغه  قیمتي توکي وپېري چې په دولتي ادارو کې ثبت ته اړتیا ولري؛ هغه توکي لکه، موټر، موټرسایکل، کور، دوکان، ځمکه او نور…

همدارنګه بې تذکرې افراد نشي کولای په ارمۍ او ډاډمنه توګه له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لاړشي او په اسانه یې څوک ضمانت هم نکوي.


ممکنه ده داسې قوانين او کړندلارې جوړې شي، هغه څوک چې تذکرې نلري د ژوند د ډېرو مهمو چوپړتیاوو څخه بې برخي شي؛  ترهغې چې الکترونيکي تذکرې ترلاسه کوي، نو له ډېرو ستونزو سره به مخ شوي وي.

د یادونې وړ ده چې تذکره له مړينې وروسته هم خپلې ګټې لري. د مړي وارثين کولای شي، د حیاتي احصایې ریاست ته د مړي تذکره وړاندې کړي، هغه باطله کړي او د هېواد نافذه قوانينو سره سم، د هغه شتمني او ملکيتونه په رسمي ډول خپل کړي.

موږ کولای شو، د خپلې تذکرې په اخيستو او د کورنۍ د  مړو  شوو غړو د تذکرو په باطلولو سره په غیر مستقیم ډول د هېواد د نفوسو د کره شمېر په معلومولو کې برخه واخلو.

د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره/ د عامه اړیکو ریاست

درنښت