کور / اسلامي / :په افغانستان کي جګړه د اسلامي اصولو له مخي حرامه ده د سعودي کنفرانس

:په افغانستان کي جګړه د اسلامي اصولو له مخي حرامه ده د سعودي کنفرانس

په سعودي عربستان کي د افغان سولي په تړاو دوه ورځنی کنفرانس پرون پای ته ورسېدی.

په دې کنفرانس کي د ۳۷ هيوادونو سلو تنو عالمانو ګډون کړی وو. د کنفرانس لومړۍ ورځ په جده کي او دوهمه ورځ په مکه مکرمه کي دائر سو.

په کنفرانس کي افغان دولت اسلامي حکومت وبلل سو او پر وړاندي يې جګړه کول حرام وګڼل سوه.

د علماوو دا کنفرانس چي د اسلامي همکاريو سازمان او د سعودي د حکومت په ملاتړ جوړ سوی وو داسي اعلاميه خپره کړه چي په اسلام کي د بې ګناه خلګو وژل حرام دي او په افغانستان کي روانه جګړه هيڅ شرعي جواز نه لري.

د کنفرانس په اعلاميه کي ويل سوي چي سوله الهي حکم دی چي بايد ښکېلي غاړي ورته پابندي سي او د عملي کولو لپاره يې جدي ګامونه واخلي.

همداراز په اعلاميه کي ويل سوي چي د مسلمانانو ترمنځ جګړه حرامه ده او هغه څوک چي د مسلمانانو ترمنځ د سولي هڅي کوي بې شمېره اجرونه لري.

د افغانستان د سولي عالي شورا د ياد کنفرانس د پايلو څخه خوښي څرګندوي او وايي چي دا به د افغان جګړې پر ختمولو  ژور اغېز ولري.

بل خوا طالبانو په سعودي عربستان کي کنفرانس د امريکا او غربيانو دسيسه بللې ده او دا ئې د هغوی په غوښتنه جوړ سوی کنفرانس بللی دی.

طالبانو په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي چي دا ډول کنفرانسونه او غونډي د امريکايانو توطيه ده او له همدې لاري غواړي خپل اشغال ته مشروعيت پيدا کړي.

طالبانو له سعودي غوښتي دي چي ددوی په وينا د امريکايي اشغال پر وړاندي د افغان اولس سره ودرېږي.

همداراز په پاکستان کي د حقانيه مدرسې مشر مولانا سميع الحق ويلي دي چي د سعودي او ورته نوري غونډي په افغانستان کي د جهاد دختمولو په مانا دی. مولانا سميع الحق په يوې اعلاميه کي ويلي دي چي په افغانستان کي د روان جهاد د ختمولو او د شهيدانو وينو ته په سپک نظر کتلو لپاره داډول کنفرانسونه دائريږي.

مولانا سميع الحق په پېښور کي د حقانيه مدرسې مهتمم دی او په افغانستان کي د رواني جګړې د قوي ملاتړو څخه يو دی.