کور / سياسي / د افغانستان سوله او شيخ الهند رحمه الله

د افغانستان سوله او شيخ الهند رحمه الله

لیکوال: قاري محمد یونس
منبع : https://goo.gl/bDwLQn

لاندي ليکنه د سولي ارمان ته د لا ژر رسيدو په نيت درنو لوستونکو ته خپريږي.

له هندوستان څخه د اشغالګرو انګرېزيانو په شړلو کي تر ټولو بارز او مهم رول علماء کرامو ولوباوه او د دغه جغرافيې د مظلومو مسلمانانو د روښانه راتلونکي لپاره يې زرګونه قربانۍ ورکړې.

شيخ الهند محمودحسن ديوبندي رحمه الله د مبارزو علماوو سرلاری او ازادۍ ګټلو جګړې يو قهرمان لارښود وو، نوموړی چې کله وفات شو؛ نو د غسل ورکولو په جريان کې يې علماوو پر ملا داغونه او د تعذيب نښې ولېدلې، علماء سخت حيران شول چې دا نښې د څه دي؟

د ده رحمه الله له خاص شاګرد شيخ حسين احمد مدني رحمه الله څخه يې په دې اړه پوښتنه وکړه، هغه رحمه الله ورته وويل چې دا زما او د شيخ صاحب تر منځ يو راز وو، هغه رحمه الله ماته ويلي وو چې زما په ژوند کې به دا راز چا ته نه وايې، اوس يې درته وايم.

مدني رحمه الله وفرمايل چې کله زه او شيخ صاحب د انګرېزيانو لخوا د مالټا په زندان کې بنديان وو؛ نو هلته شيخ صاحب له يو نا اشنا حالت سره مخ شو، انګرېزيانو چې به کله شيخ صاحب د تحقيق لپاره بياوه، رنګ به يې تازه وو، مګر له تحقيق وروسته به يې رنګ تک ژېړ او بدن مړاوي وو، موږ به ور څخه پوښتنه وکړه چې حضرت! کله چې تاسو تحقيق ته بيايي رنګ مو تازه وي او له تحقيق وروسته مو حالت بدل وي او کمزوری شوی ياست دا ولې؟ شيخ صاحب لومړی حال نه وايه، خو زموږ د ټينګار وروسته يې وويل چې کله ما تحقيق ته بوځي، هلته ماته انګرېز يوه پارچه راکړي او پرې ليکلي يې وي چي: موږ به نور له انګرېزيانو سره جګړه نه کوو، ماته وايي چې دا دستخط کړه، زه انکار وکړم، وروسته دوی راته د برق شارټونه راکوي او پر ملا مې سکروټې را ايږدي، له مکرر انکار او تعذيب وروسته مي بيرته دلته راولي.

مدني رحمه الله وايي چې يوه ورځ يو دنګ انګرېز شيخ صاحب ته راغی او ورته ويې ويل چې زه کله تا ووينم نو سخت خوښ شم، ستا رنګ او چهره خوند راکوي، يوه غوښتنه درڅخه کوم، هغه دا چې دغه ليک دستخط کړه، ته بوډا سړی يې کله چې تا ته د برق شارټونه درکوي او سکروټې دې پر ملا ايږدي، ما ته ژړا راځي، دا ليک او ستا دستخط به نه په اخبار کې نشريږي او نه په راډيو کې. شيخ صاحب يې غوښتنه رد کړه.

مدني رحمه الله وايي چې موږ څو بنديانو شيخ صاحب ته وويل چې دا ليک دستخط کړه، ته ډېر ضعيف يې له دې تکليف نه به خلاص شې او تاوان به نه کوي. مدني رحمه الله وايي چې د شيخ صاحب سترګې سرې شوې او په قهر يې وويل چې زه د حضرت بلال او حضرت ياسر زوی يم، زه د حضرت سميې زوی يم، کله به هم د کفارو غوښتنه و نه منم.

مدني رحمه الله وايي کله چې انګرېزان له مکررو تعذيبونو وروسته له شيخ صاحب نه نااميد شول؛ نو د اعدام خبر يې ورکړ، د اعدام خبر په اورېدلو سره شيخ صاحب په ژړا شو، موږ فکر وکړ چې شيخ صاحب له مرګه وېرېږي. د ژړا په هکله مو پوښتنه ترې وکړه، شيخ صاحب وويل چې په دې ژاړم چې هسې نه الله تعالی مې شهادت قبول نکړي، راته ونه وايي چې تا خو د نوم لپاره ځان قربان کړ!!!

که څه هم د شيخ الهند رحمه الله په يوه دستخط به مجاهدينو د انګرېزانو په مقابل کې جهاد نه وای پرې ايښي او نه هم ممکن انګرېزانو دا فکر کاوه، خو انګرېزان په دې پوهيدل چې د يوه مبارز عالم سرټيټي او تسليميدل د مجاهدينو پر روحيه څومره منفي تاثير کوي؟ ځکه امت مسلمه تر ټولو لوی اعتماد پر علماء کرامو کوي.

تاريخ تکرارېږي، اشغالګر امريکايان د خپلو استاذانو پر پله پل ږدي، انګرېزانو د ټول زور او ظلم کارولو وروسته هيله درلوده چې له حتمي شکست څخه به يې د علماء کرامو جبري دستخطونه وساتي، امريکايان هم له ټول زور او زر کارولو وروسته د شکست پر پاڼ ولاړ دي او پاڼ ته د لوېدلو څخه د ځان ساتنې لپاره يې د علماوو ګرېوان ته لاس اچولی دی. هلته د جګړې درولو لپاره جبري دستخطونه اخيستل کېدل او دلته د ډالرو په زور د جهاد درولو فتواوې غوښتل کېږي، خو فرق يې دا دی چې پروني کافران و نه توانېدل په زور د جهاد درولو امضاء واخلي او ننني کافران له زور پرته د علماوو په خوله د جهاد بندولو هيله لري!

د شيخ الهند رحمه الله مبارزه د هر حقاني عالم تګلاره ده، هيڅ حقاني عالم به و نه غواړي چې د ده په قول او فتوا دې د مجاهدينو حوصلې راټيټې شي، د شکست خوړلي کافر بيا پر پښو درول د يوه مسلمان له حيثيت سره اړخ نه لګوي.

————————
مولانا محمود حسن دیوبندي / شيخ الهند رحمه الله

https://en.wikipedia.org/wiki/Mahmud_al-Hasan