په مستونګ کي چاودني د کانديد په ګډون تر ۹۰ زيات کسان وژلي او تر ۱۲۰ ډېر ژوبل دي
Aziz Rahman Hazim
د کوټي په جنوب لویديځ مستونګ کي بريد تر ۹۰ زيات کسان وژلي او تر ۱۲۰ ډېر يې ژوبل کړي دي.
بريد د ټاکنيز لاريون په منځ کي سوی دی، دا ټاکنيز کمپاين غونډه د بلوچستان د عوامي ګوند د يو کانديد نوابزاده سراج ريساني لپاره جوړه سوې وه، چي نوموړی هم پکي وژل سوی دی.
په سيمه کي روغتيايي مسؤولين وايي چي د روغتيايي اسانتياوو د نه شتون له امله زيات ژوبل کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او د ډېرو زخميانو روغتيايي حالت نازک دی، چي کېدای سي د وژل سويو کسانو شمېر نور هم لوړ سي.
د بلوچستان عوامي ګوند په دې وروستيو کي تازه په فعاليت پيل کړی دی او سراج ريساني د همدې ګوند له لوري ټاکنو ته نوماند وو.
سراج رېساني د پخواني اعلی وزیر اسلم ریساني وو.
پېښه له مرکزي ښار کوټي څخه ۳۵ کیلومتره ليري درینګړ په سیمه کي سوې ده.
پېښه په داسي وخت کي سوې ده چي له دې وړاندي د خيبر پښتونخوا په بنو سيمه کي د جميعت علماء اسلام لخوا ټاکنو ته د ولاړ کانديد اکرم دراني پر موټريز کاروان هم بريد وسو چي څلور تنه پکي ووژل سوه ، خو خپله درانی له بريده روغ ووتی.
دوې ورځي وړاندي په پېښور کي هم د عوامي نېشنل ګوند دکاندید هارون بلور پر ټاکنيز کمپاين د بريد په پايله کي د نوموړي په ګډون ۲۱ کسان ووژل سول.