کور / اقتصادي / د بريالی متشبث ځانګړنې

د بريالی متشبث ځانګړنې

لیکنه: ګلاب بهار
ډېری خلک غواړي چې دنده ولري او د نورو لپاره د یوې مشخصې اجورې په بدل کې کار وکړي؛ مګر له زرګونو کلونو راهیسې د نړۍ په هر هېواد کې همېشه داسې خلک هم شته چې خپله کاروبار پيلوي او پرمخ يې بيايي.
څه، سړی دې ته هڅوي چې کاروبار ولري؟ په حقیقت کې ډېر کاروباریان له یو بل سره ګډ خواص لري، په داسې حال کې چې هر سړی بې ساري دی، مګر په عموم کې کاروباریان لاندې عمده خواص او ځانګړنې لري:
• باډسپلینه او منظم وي: د ځيرتیا توان لري، د وخت او پلان پابند وي. همدارنګه د بحران په وختونو کې د ارام پاتې کېدو وړتیا لري.
• متحرک او باانرژي وي: خپلو موخو او اهدافو ته د راسېدو لپاره په ډېرې خوښۍ سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
• عیارېدونکی وي: یعنې له نویو حالاتو سره د تعامل وړتیا لري او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره نوې لارې چارې پيداکولای شي.
• سیالي کوونکی وي: له نور سره سیالي او ځان ازمویلو ته تیار وي.
• سخت سری وي: تل د هدف په فکر کې وي او هغه ته د رسېدو لپاره هره ستونزه مني. له ټولو ستونزو او خنډونو سره سره د موخې پر لور مزل کوي.
• امانتدار وي: تل رښتيا وايي، له خلکو سره په ډېرې امانتدارۍ او پوره اخلاص سره معاملات ترسره کوي.
• باوري او مطمئن وي: رهبري کولای شي او په دې باور وي؛ چې هدف ته رسېدلی شي.
• خطر منونکی وي: له ګواښونو او زيانونو سره د مقابلې وړتيا لري او په ستونزو کې د ګېر کېدو په صورت کې احمقانه پرېکړې نه کوي.
که تاسو دغه ځانګړنې لرئ، نو کاروبار ته بېخي جوړ ياست، همدا نن د يوه غوره کوچني کاروبار د پيلولو لپاره له پوهانو سره مشورې پيل کړئ؛ که کاروباري ياست او دا ځانګړنې نه لری، نو هڅه وکړئ چې پورته ياد عاتونه خپل کړي.