کور / راپور / طالبانو په بېلابېلو برېدونو کي ګڼ افغان سرتېري وژلي دي

طالبانو په بېلابېلو برېدونو کي ګڼ افغان سرتېري وژلي دي

د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کي تېره شپه وسلوالو طالبانو پر یوه پوسته د برید پر مهال اته کسه پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده. په دغه نښته کي شپږ پولیس وژل سوي او دوه نور ټپیان دي.

د دغه ولایت چارواکي تاییدوي، چي په خاشرود کي د طالبانو په ناڅاپي برید کي شپږ پولیس وژل سوي او دوه نور ټپیان دي؛ خو په خبره یې، چي افغان امنیتي سرتېرو کلک مقاومت ښودلی او په پایله کې یې تر پنځلس زیاتو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

له بلې خوا د زرنج ولایتي روغتون یو تن ډاکټر وايي، چي دغه روغتون ته له خاشرود ولسوالۍ څخه د پولیسو شپږ جسدونه او دوه ټپیان ور وړل سوي دي، خو په وینا یې چي په ټپیانو کي یو تن سطحي دی او د بل وضعیت هم د ډاډ وړ ښيي.

که څه هم ځايي چارواکي د نیمروز د امنیتي وضعیت ډاډ ورکوي، خو ډېری وختونه په خاشرود او دلارام ولسوالیو کي د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښتې را منځ ته کیږي.

بل خوا د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کي هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته سوې ده چي په نتيجه کي يې ۱۱ افغان سرتېري وژل سوي او څو نور ژوبل دی.

پېښه د بالابلوک دیزک کلي کي د طالبانو او افغان سرتېرو ترمنځ تېره شپه هغه وخت رامنځ ته سوه چي طالبانو د ملي اردو پر پوستو بريدونه پيل کړه او تر نن سهاره د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښته روانه وه.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وايي، پېښه کي د ملي اردو یوولس عسکر وژل سوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، تېره شپه طالبانو په سیمه کي د ملي اردو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي چې تر ګهیځه جګړې دوام درلود.

وسله والو طالبانو ویلي، د فراه په وروستۍ جګړه کي يې یو طالب وژل سوی دی.

افغان دولت ايران تورنوي چي د فراه او نورو غربي ولايتونو کي د ناامنۍ لپاره د طالبانو سره مرسته کوي، د هغوی جنګيالي ور روزي او مالي ملاتړ يې کوي.