کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د کوچيانو د بېلابېلو قومونو اعلاميه

د افغانستان د کوچيانو د بېلابېلو قومونو اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان د کوچيانو د بېلابېلو  قومونو
 اعلاميه


کوچيان د افغانستان د غيرتي ولس يوه برخه ده، چې د پېړيو  په اوږدو کې يې د افغان ولس  له بېلابېلو  قومونو سره  ګډ او سوله ييز ژوند کړى او له دوى سره يې په ګډه په هېواد کې  هر درد او غم  ته اوږه ورکړې ده. کوچيان اکثره  ګرځنده او متحول ژوند لري او پر مالدارۍ بوخت دي، له همدې لارې يې د افغانستان  د اقتصاد په پياوړتيا کې  درنه برخه اخيستې  او  ټولو افغانانو ته يې ګټه رسولې ده. خود تيرو دريو لسيزو په ناخوالو كې د کوچيانو طبيعي او دوديز ژوند له سختو کړاوونو سره مخامخ شو.
 كله چې په هېواد کې يوځل بيا د قانون او ولسواکۍ لپاره  هڅې پيل شوي، نو يو شمېر مغرضه افراد او ډلې  غواړي د افغانستان د کوچيانو او ځينو سيمه ييزو خلکو تر منځ نفاق واچوي او د كوچيانو د څړځايونو حقوقي موضوع ته نژادي رنګ او بڼه ورکړي. 
د افغانستان کوچيان او په مجموع کې  ټول افغان ولس ددې ډول سياسي اشخاصو او پرديو پلوه کړيو پر نيتونو پوه دي،  او د دوى د شر د دفع كيدو لپاره مسلسل كار كوي، په دې خاطر چې د افغانستان د دښمنانو د ناوړو دسيسو مخه مو نيولي وي،  د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس له هدايت سره سم چې زموږ څخه يې د زياتې حوصلې او زغم غوښتنه کړې  او د همدغې غوښتنې پر بنسټ  يو ځل بيا د خپلو  او نورو افغانانو د حقوقو  د تثبيت او خونديتوب په خاطر دغه اعلاميه چې  پر  لاندې ټکو مشتمله ده، خپروو:
١- د افغانستان ټول قومونه له هغې جملې څخه بومي، اصلي او سيمه ييز هزاره ګان  زموږ  وروڼه دي، موږ ورسره پخوا هم په ګډه او صميمانه فضا کې ژوند کړى او بيا به هم په لازياته صميمانه فضا كې ورته ادامه ورکوو. موږ له هېڅاسره مشکل نه لرو او بل چاته هم ددې حق  نه ورکوو، چې حقوقي موضوعګانو ته سياسي او توكميزه رنګ ورکړي او د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ قومي تفرقه واچوي.
2ـ سره له دې چې په اوسني موسم کې  دشخړې په اوسنيو سيمو کې زموږ ځاى پر ځاى پاتې کېدل  او خپلو اصلي او طبيعي سيمو ته نه ورتګ،  موږ او زموږ د هېواد اقتصاد ته زيان رسوي او زموږ حقه حقوق زيانمنوي خو موږ د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس په غوښتنه  د تفاهم، ورورۍ، د دواړو خواوو د بې ګناه وګړو د وژنې د مخنيوي او د هېواد د دښمنانو د شومو نيتونو د شنډولو په خاطر چې هره شېبه د هېواد د قومونو تر منځ نفاق ته لمن وهي او حقوقي ستونزې د خلكو ترمنځ په جګړو بدلوي، غواړو حكومت ته يوه بله موقع هم ورکړو تر څو د شخړې د عادلانه حل لپاره د افغانستان د نافذه قوانينو په رڼا كې د همدې روان كال په اوږدو كې د دي شخړې د دايمي حل لارې چارې ولټوې.
 موږ به  د مني موسمي سيمو ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس د حكم سره سم په سملاسي توګه راستانه شو.
د همدې کال لپاره به خپلو نورو سيمو، څړځايونو او جايدادونو ته  وړاندې نه ځو، موږ دا ژمنه هم کوو چې زموږ له خوا به پر مقابل لوري يو ډز هم نه کېږي او که له مقابل لوري پر موږ بريد کېږي، د بعدي عواقبو مسئوليت به يې دهغو ډلو او اشخاصو پر غاړه وي، چې د پرديو  په لمسون دې اور ته لمن وهي.
3-  د تېرو  څو کلونو  په بهير کې  موږ ډېر زيانمن شوي يو او زموږ مالدارۍ ته چې د افغانستان اقتصاد پياوړ‌ى کوي، ډېر زيان رسېدلى، زموږ شخصي ځمکې چې موږ يې شرعي، عرفي  او حقوقي اسناد  او قبالې لرو، له موږ غصب شوي، دوديز څړځايونه مو د مالونو پر مخ تړل شوي، خو د افغانستان اسلامي جمهوريت په تېرو څو کلونوکې  زموږ د حقوقو د اعادې لپاره هېڅ هم نه دي کړي، موږ د خپلو  حقوقو د تر لاسه کولو لپاره په دې خاطر له پوره حوصلې اوسړې سينې څخه کار اخيستى، چې يو شمېر  اشخاص او سياسي ډلې  چې مستقيماً د پرديو له خوا يې سياسي، اقتصادي او نظامي ملاتړ کېږي، غواړي د افغانستان وضع بې ثباته کړي او دلته د جنګ اورونه بل کړي.
4- سږ کال هم موږ  له پورتينو  ستونزو سره مخامخ يو، نو ځکه  مو بيا هم ډېر زيان اوتاوان ليدلى دى، موږ په عاجل ډول له دولت څخه ددې زيان او خسارې د جبران غوښتونکي يو.
٥- ددې لپاره چې حکومت  او نړيوالو ته  څرګنده شي، چې کوچيان  معترض نه دي، وړانديز كوي چې دملي اردو عسکر دې د دواړو خواو تر منځ  د حايل په توګه مېشت شي.
٦-حکومت ته يو ځل بيا ټاکلى وخت ورکوو چې زموږ  د شرعي او عرفي اسنادو  له مخې  دې د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا  چې  تر هېڅ ډول سياسي او نظامي فشارونو لاندې نه وي، تر راتلونکي موسم دمخه ژر تر ژره زموږ ټولې ځمکې او څړځايونه  چې موږ  يې شرعي عرفي اسناد او فرمانونه  لرو، موږ ته را وسپاري، زموږ  خپلو طبيعي او دوديزو څړځايونو ته دې زموږ  د مالونو د څړ لپاره د مصئونيت فضا اوټول ضروري امکانات برابر کړي.
٧- له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غواړو چې په دې برخه کې پوره پوره نظارت وکړي او زموږ حقه حقوق  دې خوندي کړي او که د نورو پر حقوقو تېرى کېږي د هغوى نظارت دې هم وکړي.
٨- د افغانستان په مرکزي سيمو کې  حکومتي ادارې د يوه قوم له افرادو جوړې شوي دي، موږ د افغانستان د ملي وحدت د ټينګښت  لپاره له دولت څخه  غواړو دا سيمه ييزې ادارې دې هم دافغانستان د نورو سيمه ييزو ادارو په شان، د لياقت پر اساس د قومي تناسب له مخې  اصلاح شي.
٩- يوشمېر مغرضې، تنګنظره، سياسي او تنظيمي رسنۍ چې اكثره يې د پرديو له خوا خړوبېږي او دهغوى په تقليد روانې دي، هم غواړي يوې حقوقي موضوع ته  قومي رنګ ورکړي. دوى يو اړخيز، جعلي او جانبدارانه خبرونه او تبصرې خپروي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د رسنيو له  کميسيون، عدلي او قضايي ارګانونو څخه  غواړو، چې  د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې له داسې  خپرونو سره چې قومي تفرقه اچوي او نفاق رامنځته کوي، له قانون سره سم چلند وکړي او د بيا بيا سرغړونې په صورت کې ورته  قانوني سزا ورکړي.



وما علينا اللبلاغ
د افغانستان د کوچيانو دبېلابېلو قومونو مشران