کور / راپور / چارواکي:ارزګان کې ۵۰ سلنه جګړه کمه شوي دي

چارواکي:ارزګان کې ۵۰ سلنه جګړه کمه شوي دي

ارزګان کې چارواکي وايي په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله ۵۰ سلنه د جګړي ګراف ټيټ شوي دي.

ارزګان والي وايي د اسلامي هيوادونو د پريکړي له امله په ارزګان کې د جګړي تود ډګر سوړ شوي دي.

ارزګان کې چارواکي وايي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ اوربند په افغانستان او د نړی په يو شمير اسلامي هيوادونو کې د افغان جګړي په تړاو د ديني عالمانو ناستي په ارزګان کې ۵۰ سلنه جګړه کمه کړي ده.

د ارزګان والي محمدشفيق اسدالله سعيد لر اوبر ته ويلۍ د افغان حکومت او وسله والوطالبانو  د اوربند د اسلامي هيوادونو د پريکړي له امله په دغه ولايت کې د طالبانو په بريدونو کې د پام وړ کموالي راوستلي.

نوموړی همدازار زياته وي چې  د قومي مشرانو په مرسته يي هم يو شمير وسله والو طالبان دي ته راضي کې چي له جګړي لاس واخلي چې له امله يي اوس د ترينکوټ په شاخوا په ولسواليو کې جګړه کمه شوي ده.

له دي سره په ارزګان کې يو شمير فعالان او قومي مشران ورته نظر لري او زياته وي چې د حکومت وروستيو هڅو په ارزګان کې د جګړي ډګر سوړ کړي دي.

دوی په دي باور دي چې داسلامي نړۍ کنفرانسونو او دافغانستان دجګړي په تړاوو دهغوی پریکړو او فتواوو چې دا جګړه يي ناروا بللي ده طالبانو اوس حقایق درک کړي او تر ۶۰ سلنه پوري ملګرو يي دجګړي ډګر پریښی.

قومي مشران او فعالان له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې په خپل منځ کې دي جګړه بس او پر جوړ روغه دي فکر وکړي.

دغه سرګندوني پر داسي مهال راپورته کيږي چې افغان ځواکونو په دي ورستيو کې د ترينکوټ او دهراوود ترمنځ پرته لاره تر کمي جګړي وروسته ونيول او دپام وړ پرمختګ يي وکړي.

په افغانستان کي د سولي په تړاو وروستۍ غونډه د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کي وه چي د ۳۳ اسلامي هيوادونو څخه تر ۱۰۰ زياتو علماوو پکې ګډون کړی وواو په افغانستان کي يې روانه جګړه ناروا وبلل.

راپور: احسان الله ولس يار