کور / اقتصادي / بهر میشتي افغانان او افغان دولت

بهر میشتي افغانان او افغان دولت

ليکنه: حمد قسیم ځير

 سويډن، ۲۰۱۸ جولای ۱۸

 کډوالي د بشري ټولنو منل شوی اصل دی. افغانان هم د کډوالۍ اوږده تجربه لري. په تېرو پېړیو کې د افغانانو مهاجرت اقتصادي او طبیعي لاملونه لرل چې اقتصادي لامولونه یې ډيری وخت پول فکټور( د راجذبول عنصر) او طبعي لاملونو یې د پوش فکټور( پورې وهلو) دنده لرله. د کډوالۍ په اقتصادي لامولونو کې تر ډيره کاري مهاجرتونه ول چې د کار د شرایطو وړ کسان به ګاونډيو هیوادونو او په ځانګړي ډول هند ته تلل؛ که څه هم چې ددې مهاجرتونو دقیقه احصایه او کافي معلوم سندونه نشته ولې موږ په شفاهي ادبیاتو، د کورنیو په شفاهي تاریخونو کې داسې ډيرې بیلګې لرو. ښه مثال یې د د نوموتي هندي لیکوال رابیندرنات ټاګور کابلي والا دی. طبیعي لاملونو کې تر زیاتره وخت وچکالي د کورنۍ مهاجرت لامل شوې ده. په منځنیو پېړیو کې د پښتنو قبایلو مهاجرتونه د جنګي یا سیاسي کډوالۍ(پناه پيداکولو) بله بېلګه ده. د ۱۹ پېړۍ په پيلېدو سره چې په هیواد کې  خپل منځي جنګونه شروع شول، ورسره سم، کډوالۍ هم زور واخیست. تر ډيره دغه کډوال افغان شهزاده ګان او د سلطنت داعیان و چې اکثرو یې په هند کې پناه ځای لټاوه. د مثال لپاره یې امیر عبدالرحمن خان دی چې د وخت زیات شمېر سیاستوال یې هند ته تبعید کړل او ځيني په خپله د امیر له ډاره هند ته لاړل. په داسې حال کې چې امیر خپله هم بخارا او روسي ترکستان کې پناه اخیستې وه. کله چې امیر حبیب الله خان واک ته ورسېد د پلار د وخت تبعید شوي یې بیرته راوغوښتل چې دغو راستانه شوو افغانانو د لومړي مشروطیت په نهضت کې فعاله برخه لرله. یو له دوی هم محمود طرزي او د هغه کورنۍ وه. همدارنګه د نادرخان کورنۍ هم په دغو تبعید شوو کې وه چې له هنده بیرته هیواد ته راستانه شول. د استاد تږي د لیکنې په اساس چې اخوند درویزه په تزکره الابرار و الاشرار کې لیکلي٬ …افغانانو به چې هر ځاى ونيو هلته به دېره شول…،(۱) مګر د ۱۹ پېړۍ په دویمه نیمایی کې داسې نه وه، افغانان کډوال کیدل ولې بیرته یې د خپل وطن د راتګ ارمان او هدف له لاسه نه ورکاوه. بله ځانګړنه چې د نولسمې پېړۍ د اخرې او دشلمې پېړۍ د دویمې او دریمې لسیزې مهاجرانو لرله هغه ددوۍ علمي او سیاسي پختګي وه، همدا وجه وه چې زموږ د مهاجرت په ټول تاریخ کې د نولسمې پيړې د اخري او دشلمې پيړۍ د دویمې او دریمې لسیزې کډوالۍ پر افغانستان او د افغاني ټولنه ډير زیات تاثیر وکړ. د اغتشاش له کبله د هیواد ډيری کادرونه اروپا ته لاړل. چې دا اروپا ته د افغانو مغزونو لومړي فرار و. دوۍ  د امان الله خان په مشرۍ  د اماني دولت د بیاځلي قایمونې لپاره هلې ځلې پيل کړې چې دا په اروپا کې د افغانانو لومړني سیاسي تحریک و. دا هڅې د هیواد په حالاتو کې اغېزمنې ثابتې شوې که څه هم د یو غیر منظم ګوند په ډول یې کومه ځانګړې سیاسي لاسته راوړنه نه لرله. مرحوم غبار دغه جریان د افغانستان در مسیر تاریخ په دوهم جلد کې په تفصیل سره بیان کړی دی.(۲) د روسانو له یرغله وروسته او د تنظیمي جګړو په پیلېدو سره له هیواده ډير زیات وګړي کډوالۍ ته اړ شول چې په دې کې  متخصص او کارپوه افغان کادرونه هم شامل و. د کرزي صاحب په مشرۍ د موقت حکومت په جوړېدو او جوړښت کې بهر میشتو افغانانو ډیره ونډه لرله. ولې سره ددې بیا هم په تخصصي برخه کې بهر میشتو متخصصو افغانانو ته زیاته اړتیا لیدل کیده. د کډوالو د نړیوالې د ادارې د راپورو پر اساس له ۲۰۰۲ نه تر ۱۳۹۳ پورې ۱۵۰۰ افغان متخصصان بیرته هیواد ته راغوښتل شوي دي. له ۲۰۰۷ راهیسې چې په هیواد کې نسبي امنیت هم د هره ورځ زیاتېدونکي جنګ له کبله بې باوره شو له هیواده د فرارېدونکو افغانانو شمېر ډير لوړ شو چې په ۲۰۱۵ کې خپل اوج ته ورسېد. د شلمې پېړۍ په څير اوس هم له هیواد د مغزونو فرار ادامه لري چې تر ډيره متخصص افغانان، غربي هیوادونو(اروپا، امریکا او اسټرالیا) ته کډوالېږي.

اوس چې هیواد له سختو او خونړیو ورځو تېرېږي، د ټولو افغانانو او په خاص ډول د افغان دولت مسولیت جوړېږي چې د بهر میشتو افغان کادرنو د بیرته ستنېدنې، ګمارنې، په بهر کې د افغانستان د بحران په حل کې د دوۍ د قوتونو په کارونې سره د وطن غم کم کړي او همدارنګه د مسول او دیموکرات دولت په حیث د خپلو اتباعو له حقونو دفاع وکړي .

دا چې بهر میشتي افغانان په ځانګړي ډول روڼ اندي او پوهان د هیواد په موجوده حالت ځورېږي او غواړي چې د خپل وطن او وطنوالو لپاره کار وکړي، ولې نه پوهېږي چې له کومه ځایه یې پیل کړي او څه وکړي. یو تعداد لوستي افغانان هیواد ته د خدمت په روحیه لاړل مګر د بد امنۍ، فساد او د مناسبې دندې د نه پیدا کیدو له امله بیرته راغلل.

افغان حکومت په کومو برخو کې له بهرمیشتو افغانانو سره مرسته کولای شي او څرنګه د هیواد په ګټه د دوۍ  ظرفیتونه کارولای شي؟ په دې برخه کې لاندې پېشنهادونه وړاندې کیږي.

۱: سیاسي او ټولنیز اقدامات

 

۱. الف. څرنګه چې افغانان د جنګ په حالت کې له هیواده وتلي او بله دا چې ډيری هیوادوال له ګاونډیو هیودانو نور ملکونو ته د درې لسیزو په جریان کې تللي دي نو د دوۍ دقیق شمېر نه دی معلوم. افغان حکومت دې د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د بهرمیشتو افغان کادرنو د تشخیص او بیرته ستنولو لپاره کمیټه جوړه کړي چې دا کار ډير په اسانۍ سره د افغانستان د سفارتونو او قونسلګریو له لارې ممکن دی. په دې سره به حکومت د افغانو متخصصانو د شمېر، اړتیا او ځانګړتیاو په اړه کافي معلومات راجمع کړای شي چې پر مټ به یې په هیواد ته د متخصصانو د بیرته ستنېدنې پروسه ګړندې شي بل به په هیواد کې د کارپوه او مسلکي افرادو ضرورت هم تر یوه حده رفع شوی اوسي.

۱.ب. د بهرمیشتو افغان فعالانو څخه د یو ملي لابي ګروپ جوړول: له هیواده بهر افغان ډایسپورا ټولنو څخه دې د ملي لابي ګروپ په توګه د افغانستان د ګټو د خوندیتوب لپاره ملاتړ وشي. دا کار په ټولو هغو هیوادونو کې چې ګڼ شمېر افغانان استوګن دي، د افغانستان د سفارتونو له لارې په اسانه ممکن په دې دی چې مخکې له مخکي افغاني لابییزم موجود دی، یواځې همغږۍ او انسجام ته ضرورت لري  . په خاص ډول په اروپا، اسټرالیا او د امریکا په متحده ایالتو کې چې د افغانستان  مالي او پوځي ملاتړي هم دي.

یاد ملي لابي ګروپ ډیرو برخو کې اغېزمن ثابتېدای شي چې اهم یې دا لاندې څلور برخې دي

ا.ب.۱: بهرنیانو ته د هیواد د روان بحران اصلي انځور وړاندې کول او هغوۍ له  هغو غلطیو خبرول چې پوځیان او دولتونه یې په افغانستان کې مرتکب شوي دي. تر څو د یادو هیوادنو وګړي په خپلو دولتونو باندې فشار راوړي چې افغانستان کې کړې ګناه-وې تکرار نه کړي.

۱.ب.۲: د ملي لابي ګروپ دوهمه مهمه دنده به په غربي نړۍ کې د خیریه موسسو، نړیوالو سازمانونو،  او مشهور سرمایه دارانو د مرستو راجلبول وي. تر څو له دې لارې  به په افغانستان کې ضرورتمنو کسانو سره مرسته هم شوې اوسي او د دولت پر بودیجه به هم فشار کم کړای شي.

۱.ب.۳: ټولو ته معلومه ده چې جنګسالاران د افغانستان د ثبات او پرمختګ په لار کې داسې خنډ دي چې د افغان حکومت وس هم پرې نه رسېږي. هیواد ته د بهرنیو مرستو پر راتګ سره د د اویایمو لسیزو جنګي مجرمان د غربي مرستو پر مټ له جنګي قومندانانو پر جنګي فیوډالانو بدل شول. یاده ډله چې د دولت له خلا پيدا شوې او اوس د ملي او موثر دولت په جوړېدو کې خنډ ده، له بده مرغه د بهرني ملاتړ درلودونکي دي. افغان لابي ډله باید د دوۍ بهرنۍ ملاتړ افشاء او د لاریونونو، غونډو، خبري کنفرانسونو، سیمینارونو او د کوربه هیواد له لابي ګروپونو سره د تماس له لارې د جنګي مجرمانو د بهرني ملاتړ په ودرولو سره په افغانستان کې د یو قوي، مرکزي دولت ایجاد او استحکام ته لاره پرانیزي.

۱.ب.۴: یاد فعالان به په منظم او همغږي شکل سره په نړیواله سطحه د هیواد له حیثیته او ملي مسلو دفاع کوي.

۱.پ. د تېرې پېړۍ پېښو او وضیعت له هر اړخیز جاجه وروسته پوهېږو چې افغانانو د ډیر فشار او قربانیو له ورکولو وروسته وطن پرېښودی دی، بلکې له وطنه شړل شوي دي. د بهرنیو هیوادونو تابعت هیڅکله د افغانستان د خلکو هیله او موخه نه وه در حالې چې دا د وخت یو اهم ضرورت و. د افغانستان ولسي جرګې د مسودې له مخې دوه تابعته افراد نشي کولای چې د وزیرانو په توګه دنده تر سره کړي. ولسي جرګه باید یو ځل بیا پر دې بحث وکړي او د وخت د شرایطو په پام کې نیولو سره دې دا پریکړه باطله کړي، ځکه له یوې خوا بهرنی تابعت د مجبوریت پراساس منل شوی، له بلې خوا دوه تابعته افغانانو ډیر کلونه په کوربه هیوادونو کې تېر کړي چې هلته یې کورنۍ جوړې کړي او کاروبارونه لري نو نشي کولای چې د متبوع هیوادونو  له تابعته لاس پر سر شي.

۱.ت. افغان دولت باید چې د داوطلبو افغان متخصصانو په بیرته ستنېدنه کې لازم تسهیلات برابر کړي. د مثال لپاره هغه افراد چې غواړي په هیواد کې دنده ترسره کړي، له بهرني هیواده باید ورسره د کار لیکلې ژمنه وشي، د لنډې مودې لپاره دې ورته استوګن ځای برابر شي تر څو دوۍ د اوسېدنې لپاره  دایمي کور پیداکوي.

۱.ټ. د افغانستان د اساسي قانون د دویم فصل د نهه دیرشمې مادې د دریمې فقرې پر اساس دولت له هیواد څخه بهر د افغانستان د اتباعو د حقوقو ساتنه کوي (۳)

حکومت باید په بهرنیو هیوادنو کې د افغانانو د ټولنو د حمایې او همکارۍ له  لارې په کوربه هیوادونو کې د افغان مهاجرانو ستونزې حل کړي. ددې یوه ګټه دا ده چې یادې ټولنې د کډوالو سره نېغه په نېغه اړیکي لري او د هغوۍ له ستونزو خبر دي، بله ده چې دوۍ د کوربه هیوادونو پر قوانینو باندې هم پوهېږي.

۱.ث. د رایې ورکولو حق د ډيموکراسۍ له بنسټیزو اصولو څخه دی چې په نړیواله کچه منل شوی. د افغانستان د اساسي قانون د دویم فصل دري دیرشمې مادې د لومړۍ فقرې پر اساس د افغانســـتان اتبـــاع د انتخـــابولو او د انتخابېدلو حق لري. هغه افغانان چې له هیواده بهر اوسېږي او د افغانستان تابعت یې نه وي پريښی؛ باید د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې ونډه ورکړای شي. د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې دا حق منل شوی دی چې ښه بېلګه یې سویډن دی. هغه سویډني اتباع چې له سوېډنه بهر ژوند کوي د سويډن او اروپا پارلمان په انتخاباتو کې د سفارتونو او یا پوست له لارې ګډون کولای شي. څرنګه چې د افغانستان د نفوسو شاوخوا پينځمه برخه کډوال دي، باید حق ورکړل شي تر څو د خپل هیواد ولسمشر په خپله وټاکي.

۱.ج. لکه چې یادونه وشوه، د افغانستان دولت له افغانستانه بهر د افغانانو دحقونو ساتونکی دی. له بده مرغه ګڼ شمېر هیوادوال په مختلفو هیوادونو کې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي او زندانونو کې دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د بهرنیو چارو وزارت او دکډوالو چارو د کمیسون په مرسته باید لومړی ددغو زنداني افغانانو تعداد او د بند ځایونه معلوم او وروسته د راخلاصېدو هڅې پيل شي.

۲. اقتصادي تګلاره

اقتصاد د انساني ټولې د اساسي رکن په حیث خورا اهم دی. ددې لپاره چې دولت خپل کارونه په اغېزمن ډول ترسره کړي، لازمه ده چې په لومړي سر کې د کډوالو افغانانو د مشکلاتو د حل او د افغانستان په ګټه د هغوۍ په ګمارنه کې خپل کارونه کټګوري کړي. په اقتصادي برخه افغان کډوال ډير خنډونه او لوی فرصتونه لري. هغه افغانان چې ایران او پاکستان ته مهاجر شوي، ډيری یې د شدیدې اقتصادي تنګسې لاندې دي؛ بلخوا هغه هیوادوال چې په غربي او پرمختللو ملکونو کې میشته دي، د ښو اقتصادي فرصتونو لرونکي دي. افغان حکومت ته پکار ده چې ددغو خنډنو او فرصتونو په پام کې نیولو سره خپله ستراتېژي جوړه کړي.

د کډوالو افغانانو د اقتصادي ودې او د افغاني اقتصاد په غوړونه کې د دوۍ د ونډې په اړه لاندې وړاندېزونه کیږي

۲.الف: په افغانستان کې پانګې اچونې ته د بهرمیشتو افغانانو هڅول

ډيری هغه افغانان چې په بهرنیو هیوادونو کې اوسېږي، د هغو ملکونو د مناسبو اقتصادي شرایطو او د خپلو اوږدو هڅو په پایله کې شتمن شوي دي. ددې شتمنو افغانانو غټه برخه په غربي او عربي نړۍ کې اوسېږي ولې یوه برخه شتمن هیوادوال چې ډيری یې سوداګر دي په پاکستان کې ژوند تېروي. اکثره  داسې افغانان په هیواد کې د سوداګرۍ اغېزمنې، عملي کیدونکې او ابتکاري نظریې لري مګر د اوږدې بیوروکراسۍ، فساد او بې امنۍ له امله په افغانستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي او پر ځای یې په کوربه هیوادونو او متحده عربي امارتو کې خپله سرمایه په کار اچوي. که څه هم چې دا سرمایه دومره زیاته نه ده چې د لویو صنعتي شرکتونو د جوړېدو باعث شي ولې ددې سرمایه لرونکو تعداد ډير دی. تقریبا هر شتمن هیوادوال د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د وړو کاروبارونو د پيلولو وس لري چې دا د افغانستان جیواکانومیک وضیعت ته په لیدو لوی فرصت دی. د بهرنیو چارو، عدلیې، مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو له غړو څخه دې یو کمیسیون جوړ او د بهرمیشتو افغانانو لپاره دې په افغانستان کې د پانګې اچونې زمینه مساعده او لازم سهولتونه برابر کړی شي. یاد کمیسیون دې د هیواد د سفارتونو په همکارۍ دې په هغو هیوادونو کې چې افغانان میشته دي، په افغانستان کې سرمایه ګزارۍ ته تشویق شي. همدارنګه دې په هیواد کې د پانګې اچونې لپاره لارښودونه جوړ او نشر شي تر څو یو عادي افغان مهاجر پرته له دې چې په دولتي ادارو کې څوک وپېژني یا رشوت ورکړي، کاروبار پیل کړي شي.

۲.ب: په دولتي ادارو او افغان سفارتونو کې د بهرمیشتو افغانانو ګمارنه

له هیواده بهرهیوادول هم حق او هم دا وړتیا لری چې په دولتي ادارو کې کار وکړي. افغان دولت دې د بهر میشتو افغان کادرنو د ګمارنۍ لپاره لاس په کار شي. په ټکنالوژۍ او اکاډمیکه برخه کې بهرمیشتي افغانان غټ فرصت دی. ځکه  زیاتره هیوادوال چې په پرمختللو هیوادونو کې اوسېدلي، هلته یې عصري زده کړې کړي او د معاصرو اداري سیسټمونو سره بلدتیا لري. لکه پورته چې یې یادونه شوې ده، افغان حکومت ته لازمه ده چې لومړی د هغو اشخاصو احصاییه واخلي کوم چې لوړې زدکړي لري او غواړي په هیواد کې دنده ترسره کړي. د هیواد په سفارتونو کې دې داسې میکانیزم جوړ شي چې بهرمیشتي افغانان دخپلو اسنادو او سي ویګانو په تسلیمولو سره په هیواد کې د خپلې خوښې دندې لپاره عریضه وکړای شي او سفارتونه یې بیا له مربوطه ادارو سره شریک کړي.

د افغانستان په سفارتونو کې باید ګمارنې په موثر شکل  وشي. لومړي حق دې بهرمیشتو افغانانو ته ورکړل شي. ددې یوه ګټه دا ده چې بهرمیشي افغانان د کوربه هیواد له قوانینو، کلتور او ژبې سره بلدتیا لري. بله دا چې دوۍ خپله په هغو هیوادونو کې اوسېدلي وي نو په کوربه هیوادونو کې د میشتو افغانانو له ستونزو ښه خبر وي. دریم ښه والی یې دا دی چې په افغان سفارتونو کې د بهرمیشتو افغانانو ګمارنه؛ له هیواده د راتلونکو مامورانو په نسبت په مراتبو اسانه او کم لګښته ده.

۲.پ: د بهرمیشتو افغانانو عایدات باید دیو منظم اقتصادي سیسټم له لارې هیواد ته لاړ شي

سره ددې چې افغانان د جګړې له کبله کډوال شوي دي ولې په عربي او غربي هیوادونو کې ډيری شمېر افغان ځوانان اقتصادی مهاجر هم دي چې د خپله اجوره په هیواد کې خپلو کورنیو ته لېږي. همدارنګه هغه هیوادوال چې د جنګ له امله مهاجر شوي دي هم د خپلو عایداتو یوه اندازه په افغانستان کې خپلو عزیزانو او دوستانو ته استوي چې دا عایدات د افغانستان په اقتصاد باندې خورا مثبت تاثیر لري. د افغانستان دولت دې د خصوصي بانکونو او صرافانو له اتحادیې سره له همغږۍ وروسته هیواد ته د خارج میشتو افغانانو د عایداتو اندازه معلومه او د هغې په رڼا کې دې د هیواد اقتصادي پالیسي تدوین شي. په دویم قدم کې دې دا عایدات چې شاوخوا نیم یې د مرستې په ډول دي باید له مالیې معاف او په کمه بیه هیواد ته ولیږلای شي ولې چې د صرافانو او نورو بانکونو له لارې هیواد ته  پیسې لیږل ډير مصرف لري.

۲.ت: د یو خیریه ملې صندوق ایجادول

لکه چې ټول پوهېږو زموږ هیواد په سختو شرایطو کې دی او له بل هر وخته ډير مرستو ته اړ دی. ډيری بهرمیشتي افغانان غواړي چې د هیواد سره مرسته وکړي په ځانګړي ډول د معارف او د شهیدانو د وارثانو سره. ولې نه پوهېږي چې څنګه خپلې مرستې په منظم او اغېزمن ډول تر مستحقو افرادو ورسوي. افغان حکومت دې د مالیې، کار ټولنیزو چارو شهیدانو و معلولینو او پوهنې وزارتونو په همکارۍ یو خیریه ملي صندوق جوړ او له ټولو هیوادوالو په ځانګړي ډول له بهر میشتو افغانانو دې د مرستې غوښتنه وشي. زکات، د فطر صدقه او نورې مرستې دې ددې صندوق له لارې تنظیم او وویشل شي. دا شاید ایتوپيايي او خیالي ښکاره شي مګر دا ممکن او ډير اسانه  په دې دی چې له یوېخوا به دولتي اعتبار ولري له بل پلوه به دا مرستې په قانوني شکل اړمنو ته ورسېږي. بله دا چې بهرمیشتي افغانان به د خپلو بانکي حسابونو له لارې په ډيرې اسانۍ سره پیسې ولیږلای شي. ددې صندوق لپاره دې د عضویت پاڼه جوړه او د هر غړي له عایده دې د هغوۍ په خوښه پیسې واخیستلای شي. د بېلګې په ډول د میاشتنۍ تنخوا دوه سلنه یا هره میاشت شل ډالره. دا مرستې به دورکونکو پر اقتصاد هیڅ منفي تاثیر و نه کړي ولې په هیواد کې به مو پرې د ډيرو اړمنو ضرورت رفع کړی اوسي.

۳. علمي او فرهنګي تګلاره

لکه پورته چې یې یادونه وشوه، پرمختللې نړۍ ته د افغانانو تګ دا ګټه وکړه چې زموږ هیوادوال له معاصرو پدیدو سره بلد شول. ډيری افغانانو په بهرنیو هیوادونو کې زدکړې وکړې او د هغو هیوادونو له کلتوري او ټولنیزو چارو په پېژندلو سره د افغانستان په فکري او فرهنګي وده کې د یو نوي تحریک د پيل کیدو باعث شوي دي چې اغېز یې په ټولنیزو رسنیو کې له ورایه ښکاري.

۳. الف: په هیواد کې د اکاډمیک قشر د غوړونې لپاره دې په بهرمیشتو هیوادونو کې له موجوده پوتنشیله استفاده وشي. ډيری افغان پوهان او مختصصان چې په افغانستان کې زده کړي کړي نن هم د کار په سن کې دي او کولای شي هیواد ته د خدمت مصدر وګرځي. ددې سره یو نوی نسل چې له افغانستانه بهر لوی شوی او معاصرې زده کړې لري غواړي په خپل هیواد کې دنده اجرا‌ء کړي. دا افغانان د ټکنالوژۍ او ساینسي علومو په برخه کې د هیواد د خصوصي او دولتي پوهنتونونو لپاره د یو غټ چانس په توګه ثابتېدای شي. افغان حکومت دې هغوۍ ته چې په رسمي ژبو کې ستونزې ولري د ژبې کورسونه برابر کړي.

۳.ب: لکه څرنګه چې هیواد له ادبي او علمي پلوه هم له خپلو سیالانو وروسته پاتې دی او له بل هر وخت ډير له نورو ژبو ژباړې ته ډيره اړتیا محسوسېږي. د افغانستان دولت دې په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغانستان د ستراتېژکو مطالعاتو مرکز، د علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون په همکارۍ او همغږي دې د دنړیوالو او معاصرو اثارو د ژباړې اړتیا او لومړیتوبونه تشخیص او له هغې وروسته دې د بهرمیشتي افغان لیکوال ددې اثارو ژباړې ته تشویق شي. بهرمیشتي افغان لیکوال په ځانګړي ډول اسټرالیا، د امریکا متحده ایالتونو او اروپا میشتي افغان لیکوال په دې برخه کې ډير اغېزمن په دې ثابتېدای شي چې دوی له یوې خوا د پرمختللو هیوادونو له ژبو سره بلد دي له بلې خوا د یادو هیوادنو په فرهنګي ابعادو هم پوهېږي چې پخپله د اغېزمنې ژباړې باعثېدلای شي بل به زموږ ژبې هم د ګاونډیو ژبو د ژباړې له انحصاره  وتلې وي.

۳.پ: افغان دولت د افغانستان د ټولو اتباعو پر وړاندې مسوول دی؛ هغه که د هیواد په دننه کې دي یا له هیواده بهر. د موقت حکومت په جوړېدو سره افغانستان ته له نورو مرستو سره سره تحصلي برسونه هم ورکول کیدل چې ډير یې د هند لخوا و. افغان دولت ته پکار ده چې په دې تحصلي برسونو کې د کډوالو برخه هم بېله کړی. البته دا بورسونه باید یواځې په پاکستان او ایران کې کډوالو افغانانو ته ورکړل شي ولې چې هغوۍ تحصیل ته لاس رسی نه لري. په دې سره به افغان دولت د کډوالو افغانانو په وده کې هم برخه اخیستي وي او هم به مو نوی افغان نسل د هیواد پالنې په روحیه رالوی کړی اوسي.

۳.ت: له ۲۰۱۵ راهیسې په اروپا کې د افغانانو شمېر د ملاحظې وړ ډير شوی دی. افغان دولت په خاص ډول د اطلاعاتو او کلتور او پوهنې وزارتونو ته پکار ده چې کډوالو افغان ماشومانو ته پښتو او دري کتابونه راولېږي. په ځانګړي ډول په اسټرالیا، امریکا او اروپا کې. د اروپایي هیوادونو په دولتي کتابتونونو کې په پښتو او دري کتابونه پيدا کیږي ولې زیاتره یې تحلیلي او په لوړه سویه دي. کوم کتابونه چې د ماشومانو لپاره لیکل شوي دی افغان ماشوم ته پکې د افغانیت او د افغانستان سره د اړیکي روحیه نه ورکول کیږي. ددې لپاره چې په غربي او عربي نړۍ کې رالوېدونکي افغان ماشومان، افغانان پاتې شي حکومت دې تر هر څه زر په دې اړه لاس په کار شي.

۳.ټ په بهر کې دې د افغانستان سفارتونو او قونسلګریو ته هدایت وشي  او دا امکان دې ورکړل چې ملي او مذهبي جنشنونه په شاندارو مراسمو او د ډيرو افغانانو په رابللو سره تجلیل کړي. ددې ګټه به دا وي چې په بهر کې افغان ماشومان به له خپل کلتور څخه خبر شي بل به د افغانستان سره د دوۍ اړیکي و نه شلېږي.

پایله

د کډوالو او راستنېدوکو چارو وزارت د شمېرو له مخې تقریبا شپږنیم میلیونه افغانان کډوال دي (۴)چې دا د افغانستان د نفوسو پینځمه برخه کېږي. یانې په هرو پینځو افغانانو کې یو تن کډوال دی. نن هم افغانان له سوريې وروسته د نړۍ د کډوالو دویمه غټه ډله ده. د افغانستان دولت مسولیت لري چې د هیواد د منابعو او امکاناتو پينځمه برخه د کډوالو لپاره بېله کړي. لومړیتوب دې د پاکستان او ایران میشتو کډوالو ته ورکړل شي ولې چې هغوۍ ډير مستحق دي اما دولت دې لکه په دې مقاله کې چې یادونه شوې د اروپا، امریکا او اسټرالیا میشتو افغانانو ته هم لازمه توجو وکړي ځکه چې دوۍ د افغان کډوالو شپږمه برخه  ده. د کډوالو او راستنېدوکو چارو د وزارت د ارقامو له مخې شاوخوا ۱،۲ میلیونه افغانان په اروپا، د امریکا متحده ایالتونو او اسټرالیا کې اوسېږي.  که څه هم چې د افغانستان موجوده وضیعت ته په کتو له هیواده بهر د دومره غټ شمېر مهاجرانو اوسېدنه د هیواد په ګټه نه ده. د دوۍ په بیا میشته کوونه کې ډير خنډونه دي ولې بیا هم افغان مهاجران د افغانستان لپاره په مختلفو برخو کې د لوی فرصت په حیث دي. په ځانګړي ډول هغه افغانان چې بهر یې زده  کړې کړي د هیواد لپاره ډير په درد خوړای شي چې په دا تېرو ۱۶ کلونو کې هم ثابته  شوه. همدا نن هم زموږ ریس جمهور، د کابینې وزیران، د وزارتونو معینان او نور ډير شمېر کارکوونکو په بهر کې زده کړې کړي او اوسېدلي دي.

اخذونه

۱: پوهاند دوکتور حبیب الله تږي، پښتانه او مهاجرتونه، افغان ادبي بهیر،چهارشنبه ۱۷ لړم ۱۳۸۵هـ ش

 د لوستلو نېټه:ز ۲۰۱۸| ۰۷| ۱۷

http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=851۲

۲: غبار، میر غلام محمد، افغانستان درمسیر تاریخ، لومړی چاپ، دوهم ټوک، انتشارات جمهوري، تهران،ز ۱۹۹۹.

۳: د افغانستان اساسي قانون، ﭘﻪ ﺭﺳﻤﻲ ﺟﺮﻳﺪﻩ ﻛﯥ ﺩ ﺧﭙﺮﻳﺪﻭ نېټه : د ۱۳۸۲هـ ش کال د سلواغې اتمه، پرله پسې ګڼه:۸۱۸

۴: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت رسمي ویبپاڼه، احصایه ها، د لوستلو نېټه: ز ۲۰۱۸|۰۷| ۱۸

 .                                  http://morr.gov.af/fa