کور / راپور / د کندهار د زرغونې انا د عالي ليسې څخه ګڼ شمېر انجوني فارغه سوې

د کندهار د زرغونې انا د عالي ليسې څخه ګڼ شمېر انجوني فارغه سوې

په کندهار کي د لومړي نمبر زرغونې انا عالي لېسې څخه د شپې او ورځي برخو د (۱۳۹۶ او ۱۳۹۷) کلونو د دولسم ټولګیو (۱۰۰) تنه انجوني فارغه سوې .

په همدې موخه نن د پنجشنبې په ورځ د زرغونې انا عالي لېسې په تالار کي د غونډه جوړه سوې وه، چي د کندهار د والي تورن جنرال زلمي ویسا ترڅنګ پکي نورو دولتي چارواکو او قومي مخورو ګډون کړی وو.

په کندهار کي د پوهني پر کيفيت باندي د خلګو نيوکي ډېري دی، خو په پوهنيز ډګر کي د ښځو ونډه او دهغوی هڅي هم د پام وړ دي.

که څه هم کندهار يو له نا امنه ولايتونو څخه دی، له دې سره سره په کندهار ښار او امن ولسواليو کي د هلکانو ترڅنګ انجوني هم په زده کړو بوختي دي.

بل لوري ته د کندهار په ځينو شمالي او لوېديځو ولسواليو کي  د امنيتي اندېښنو له کبله ښوونځی تړل سوي دي او د په زرګونو ماشومان له زده کړو محروم دي.