د شهید پتیال یتیمان خیرات ته نه بلکي د خپل حق ورکړي ته اړتیا لري!
غلام ولي نوري- کاناډا
د شهید پتیال د کورنۍ غميزه!
د شهید پتیال او دده د کورنۍ په اړه دده ملګرو او نورو کسانو خورا ډېري لیکني کړي دي، او په سوشل مېډیا کي د دده د کورنۍ غمېزه او درد کله نا کله بیخي ګرمه موضوع سي. زه د شهید پتیال او د هغه کورنۍ یو د نږدې ملګرو څخه یم او د هغه کورنۍ ته د عدالت په نه رسیدلو، حق نه ورته ورکولو او دلاسا کولو کي ځان تر نورو پړ بولم. د پتیال کورنۍ غم دونه لوی او مغلق دئ، چي د نورو افغاني کورنیو د غم او مغلقتیا سره بیخي ډېر توپير لري او دده نه وجود دا کورنۍ بیخي د اور د لمبو خورا کړې ده.
د شهید پتیال تر شهادت وروسته ولسمشر غني کندهار ته د شهید پتیال کورنۍ ته د فاتحې ورکولو او غمرازۍ لپاره یو لس کسیزه هیئت واستاوه، زه هم د هغه هیئت غړی وم. دا مي کندهار ته د ژوند تر ټولو تریخ او غمجمن سفر و، هلته مو د کندهار د مشرانو او د شهید پتیال کورنۍ ته تسلیت ورکړ، د قاتلینو د مجازات کولو وعده مو ور سره وکړه او د شهید پر قبر مو ګلونه کښېښودل. ما د شهید پتیال په فاتحه کي ډېر کوښښ کاوه، چي د هغه پهپلار او ورور ځان ونه وینم، خو یو وخت د پتیال د ورور (عبدالغني) راته پام سو چي په کونج کي ناست یم. سر یې راپسي را ایسته کړ، زه هم ور ولاړ سوم په غېږ کي یې ونیولم، په ژړه غوني اواز یې راته وویل ( نوري صاحب! اوس خو پتیال نسته ته او د پتیال نور انډیوالان مو بېله پوښتني مه پرېږدئ). ستونی مي راډک سو، سمدستي مي ځان په خلکو کي ځني ورک کړ او یوه کونج ته ودرېدم. دی هلته هم راپسي راغئ، چي زما په رینګټ ژړا ته یې وکتل کرار کرار را څخه روان سو. ما وروسته په فیسبوک کي ولیکل چي: د پتیال یارانو! د غني خان سره مو د پتیال په شان یارانه وپالئ.
د شهید پتیال تر شهادت وروسته په لومړي اختر د هغه کورنۍ ته د اختر د مبارکۍ لپاره له ملګرو سره ورغلم. مازیګر وو، عبدلغني په دروازه کي زموږ انتظار کاوه. کور ته یې وروبللو، په برنډه کي د شهید مور د لمانځه پر مصله ناسته وه. زموږ په لېدو راولاړه سوه، غني ور ږغ کړه (نوري صاحب دئ، هغه د قدیم انډیوال). تر سترګو یې اوښکي را ایله سوې، زه هم د لاس ښکلولو لپاره ور نږدې سوم، زما سر یې په لاسونو کي ونیوئ، پر سر یې مچ کړم راته وې ویل: شهید په دعا کي مه هیروه. سر را باندي وڅرخېدئ، پر سترګو مي توره شپه سوه، ستونی مي را ډک سو، مخ مي ځني واړاوه، په خونه ننوتم. ټولملګري زما په بد حالت پوه سوه، خبري مي نه سوای کوای خو غني د چاي په اچولو او ملګري د مېوې خوړولو ته په رابللو سره ددې غمناکي فضا د بدلولو او زما د حالت د ښه کولو لپاره کوښښ کاوه. د شهید پتیال د پلار پوښتنه مي وکړه، ویل یې هغه یا په مسجد یا د پتیال په هدیره کوي. غني وویل په کومه ورځ چي مو پتیال ښخ کړی دئ، له هغه راهیسي مي مور او پلار هره ورځ هدیري ته ورځي او مور خو مي دونه ژاړي، چي اوس یې په مخ کي د اوښکو له کبله زخمونه پیدا سوي دي او همېشه د زخمونو د تداوۍ لپاره سیموجل کریم استعمالوي. اوس چي کله د شهید پتیال کوم عکس یا د هغه په اړه کومه تبصره یا مقاله ووینم نو سمدلاسه مي پر زړه درد سي، کله کله خو داسي فکر کوم چي کېدای سي د زړه حمله را باندي راسي. تر دې لیدني وروسته ما په فیسبوک کي ولیکل چي: د شهید پتیال د معاش، د یتمیانو لپاره د کور او دې ته ورته نوري کیسي به بیا وروسته درته وکړم. اوس دا دئ هغه وخت رارسیدلی دئ، چي د هغو کیسو څخه څو کیسې درته وکړم.
د همدې لیدني پر مهال مي له غني څخه د شهید پتیال یتمیانو ته د کور د ورکړي له وعدې او د تقاعدۍ د پیسو د اجرا پوښتنه وکړه. ده ویل، چي تر اوسه هیڅ شی نه دئ ورکړل سوی، خو د کندهار ولایت مقام څو ځله ورته ویلي دي، چي په دې اړه یې مرکز ته مکتوبونه استولي دي. یو څه موده وروسته مي بیا د ټلیفون له لاري دا پوښته ځني وکړه، خو بیا هم جواب منفي و. ما ورته وویل، چي زه دا کار په خپله کوم. د شهید پتیال یتیمانو ته کور او د تقاعدۍ د پیسو د ورکړي مکتوب مي د کندهار ولایت مقام څخه په دویم ځل د امنیت شورا دفتر ته راجع کړ. څو ورځي وروسته عبدالغني هم کابل ته راغئ، یوه شپه یې د سهار تر پنځو بجو پوري د پتیال تر شهادت وروسته چي د دوی پر کورنۍ کومي ناخوالي راغلي وې، داستان راته ووایه، خو لا هم د غم دا داستان بشپړ نه سو، ځکه چي ما رخصت ځني واخیست البته زه باید د سهار پر شپږ بجې بیرته په دفتر کي حاضر وای. ما په دا سهار دستي ولسمشر غني ته د شهید پتیال یتیمانو ته د یوه کور او د محلي ارګانونو ادارې ته د تقاعدۍ د پیسو د اجرا پېشنهادونه ولیکل او په خپلو لاسونو مي د ښاغلي اتمر سرکرتریت ته ورکړل. د امنیت شورا دفتر ولسمشر ته د نورو داسي شهیدانو لپاره د کور پيشنهادونه کړی ول، او د امنیت شورا په دفتر کي شهیدانو ته د کورونو د ورکړي او د کورنیو سره مرسته یې زما د مسولیتونو څخه ول او زه یې د پروسې څخه پوره خبر وم.
د شهید پتیال د تقاعدۍ معاش د ژر اجرا لپاره مي د امنیت شورا په دفتر کي د محلي ارګانونو نماینده مي په دې مکلف کړئ، چي د عبدالغني سره د دفتري کارونو په خلاصون کي پوره همکاري وکړي. عبدالغني د محلي ارګانونو په اداره کي یوه ورځ د ځینو مشکلاتو سره مخامخ سوی و، د ورځي په جریان کي به اکثره وختونه زما ټلیفون په غونډو کي د ګډون له کبله خاموش و. په دا سبا مي د محلي ارګانونو هغه موظف مامور ته خورا سختي خبري وکړې، خو د هغه یې کور ودان چي زما درد یې احساس کړ او په دې کار سره یې خپل ځان پړ وباله او ما زما یو بل همکار عبدالغني ته ورمعرفي کړ او ورته ومي ویل که کله زما ټلیفون کار نه کاوه، نو دی به هر ډول مرسته در سره کوي. کارونه یې یو سه رونق موندلی و، خو دا نو هغه ورخت و، چي ما د امنیت شورا په دفتر کي استعفا ورکړې وه، او تقریبا پنځه ورځي وروسته د ۲۰۱۵/۱۲/۱۵ما افغانستان پرېښودئ.
د شهید پتیال د کورنۍ سره باید څه وسي؟
تر هغه وروسته څو ځله په میډیا په ځانګړې توګه سوشل مېډیا کي د شهید پتیال د یتیمانو داسي عکسونه خپاره سول، چي په دارالیتامونو کي د نورو بېوزله کوچنیانو په شان خوراکي توکي تر لاسه کوي. په شرق او غرب کي د پتیال ملګرو او ددې وطن خوا خوږو دا کار دده له یتمیانو او کورنۍ سره د حکومت او د هغه د ملګرو جفا ګڼي، چي همداسي هم ده، خو وروسته د ملي امنیت مشاور یتیمانو ته د کور د ورکړي او د تقاعدۍ د پیسو د مراحلو د اجرا کار پر غاړه واخیست او د درو میاشتو خپل معاش یې هم د شهید یتیمانو ته ورکړ او د هغه معاش در ورکړي عکسونه یې هم سوشل میډیا ته راووتل.
اوس خبره دا ده، چي ایا د شهید پتیال یتیمان د چا خیرات ته ضرورت لري؟ بلکل نه. په همدې اړه ما د عبدالغني سره په ساعتونو خبري کړي دي، او د شهید پتیال یتمیانو ته تر هر چا مهربانه اکا، نیکه او انا خدای ورکړي دي، چي په هیڅ صورت کي به هغوی دې ته پرېنږدي، چي په ټولنه کي تر چا خوار وي. د شهید پتیال یتیمان د خپل حق ورکړي ته اړتیا لري، چي حکومت نه دئ ورکړئ. ښاغلی اتمر که په رښتیا هم د شهید پتیال د یتیمانو سره مرسته کوي، په خپله دوسیه کي دي د شهید پتیال زما هغه د ۲۰۱۵ م کال د کور او د تقاعدۍ د پیسو پېشنهادونه را پیدا کړي، ولسمشر ته دې وړاندي کړي او د محلي ارګانونو ادارې ته دي جدي امر وکړي، چي کارونه یې په څو ساعتونو کي ور خلاص کړي. که ښاغلی اتمر په رښتیا هم د شهید پتیال د یتیمانو سره مرسته کوي، چي باید وې هم کړي، همدا یې لار ده، ځکه چي د شهید یتیمان د هیچا پیسو او خیرات ته ضرورت نه لري او نه د خیرات په پیسو د هغوی دا دایمي درد دوا کیږي.
بله مسئله د شهید پتیال د ملګرو ده. که د شهید پتیال ملګري، زما په شمول په سوشل میډیا کي کله نا کله دده د یتیمانو د خراب حالت په خاطر د اخ و واخ پوسټونه کوي، سمه لاره به یې زما په فکر دا وي، چي د یو منظم پلان له مخي د یتیمانو د روزني لپاره یو بانکي اکاونټ جوړ کړي او په دوامداره توګه له دوی سره مرسته وکړي، تر څو دا پیسې یې د عالي تحصیلاتو او نورو ضروریاتو لپاره ولګول سي.