کور / راپور / په زابل کي طالبانو روغتيايي مرکزونه تړلي دي

په زابل کي طالبانو روغتيايي مرکزونه تړلي دي

د زابل چارواکي وايي، طالبانو روغتيايي مرکزونه، د ماشومانو د واکسين او د ولسي تړون پروګرامونه په دې ولايت کي بند کړي دي.

د چارواکو په خبره طالبان غواړي د همدې بنديز له لاري ځيني شرطونه په حکومت ومني چي په هغه کي په زابل کي د موټرسيکلانو پر کاروني بنديز ليري او په ځينو پروژو کي د طالبانو لخوا کسان وګومارل سی.

په دې برخه کي د شاجوی ولسوالۍ مرکزي روغتون هم طالبانو بند کړی دی، ددې سيمي خلګ وايي، د روغتیایي مرکز په تړل کېدو سره پر شاه جوی سربېره د خاک افغان او ارغنداب خلک هم له روغتیايي اسانتیاوو څخه بې برخې سوي دي.

د شاه جوی يو قومي مشر وايي:

“د شاه جوی روغتون چي د دریو ولسوالیو خاک افغان ارغنداب او شاه جوۍ ولسوالیو تر دریو سوو ناروغان لري له لس پنځلسو راهيسي ورځو تړلي دي”.

د خلګو په خبره، د وسلوالو طالبانو دغه بندیز خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د زابل د ولایتي شورا غړی اسد الله کاکړ وایي د پنجشنبې په ورځ په شاه جوی ولسوالۍ کې یوې مور د روغتون په ځای بازار کې ماشوم وزېږاوه.

“یوه خور پر اولاد ناروغه وه، کلینیکونه دوی بند کړي ولادت یې بازار کې وکړ”.

نوموړی وايي، وسلوالو د شاه جوی تر څنګ د زابل په ټولو ولسوالیو کې د روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو پر تړلو سربېره د ولسي تړون پر پروژو هم بندیز لګولی دی.

زابل کې د وسلوالو طالبانو دا بندیز په داسې مهال دی چې د تېر اختر له درې ورځني اوربند وروسته د شاه جوۍ خلکو د اوربند غځېدو په خاطر مظاهرې وکړې.

په زابل کې له تېر یو کال راهیسې د موټرسایکلونو په کارونې بندیز لګېدلی دی.

دولت وايي، په زابل کي يې د موټرسيکلانو بنديز د امنيت د ټيګنښت په خاطر دی.

د زابل د روغتیا ادارې د مالوماتو له مخې په دغه ولایت کې څه باندې ۵۰ صحي مرکزونه شته چې د طالبانو له دې پرېکړې اغېزمن سوي دي.