پاكستاني اټومپوه ډاكټر قديرخان خوشي سو
د اسلام آباد ستري محكمې پر پاكستاني اټومپوه ډاكټر قديرخان باندي لګېدلي بنديزونه ليري كړل.
نوموړى له ډېري مودې راهيسي په خپل كور كي نظر بند و چي اوس ورته محكمې په پاكستان كي دننه د سفر كولو اجازه وركړه.
امريكا پر قديرخان باندي تور لګولئ چي پر شمالي كوريا، اېران، ليبيا او سوريې باندي يې د اټومي تكنالوژۍ محرم فارمولونه او معلومات پلورلي او هغوى ورڅخه د اټومي انرژۍ په پياوړتيا كي كار اخيستى دئ.
امريكا تېره مياشت له پاكستان څخه وغوښتل چي امريكايي مستنطقينو ته په دې باب له ډاكټر قديرخان څخه د پوښتنو ګروېږنو اجازه وركړي.
د اسلام آباد محكمې ډاكټر قدير خان په دې شرط خوشي كړى چي د اټومي انرژۍ په باب دي خبري نه كوي او نه هم له مطبوعاتو سره د مركې اجازه لري.