کور / تازه خبرونه / امريكايي قومندان: پاكستان د ترهګرو جنت دئ

امريكايي قومندان: پاكستان د ترهګرو جنت دئ

د امريكا د وسله وال پوځ قومندان وايي د پاكستان قبايلي سيمي د القاعدې، طالبانو او نورو جنګياليو دپاره تر ټولو محفوظ ځاى ګرځېدلى دئ.
د امريكا له يوه ټلوېزوني چينل سره په مركه كي جنرال مايك ملن وويل چي د پاكستان د فاټا سيمه د القاعدې او طالبانو دپاره د جنت بڼه غوره كړې ده. له دې سيمي څخه طالب جنګيالي افغانستان ته آزادانه تګ او راتګ كوي او امريكايي پوځونو ته يې يو غټ چلينج جوړ كړى دئ. هغه وويل په فاټا كي د ورانكارو راغونډېدل نه يوازي د پاكستان كورني امنيت ته ګواښ دئ، بلكي پر پاك افغان پوله پرتو ايتلافي ځواكونو ته هم خطر دئ.