ارګ : ولسمشر د ټاکنو له کمېسون څخه د ولسمشريزو ټاکنو د نيټې مالومولو غوښتنه کړې ده

Aziz Rahman Hazim | جولای 23rd, 2018


ولسمشر اشرف غني د ټاکنو له خپلواک کمېسون څخه غوښتي چي د ولسمشريزو ټاکنو لپاره دي نېټه مالومه کړې. د هغه په خبره هغه کسان چي د ټاکنو په چارو کي بې مسؤوليته لاسوهنه کوي پر وړاندي به يې جدي ګامونه واخيستل سي.

نوموړي دا څرګندونې له ټاکنیزو غړو، ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د ټاکنیز بهیر د ځینو ملاتړو هېوادونو له سفیرانو سره د یکشنبې ‍په ورځ‌ (چنګاښ ۳۱مه) ارګ کې وکړې.

اشرف غني دا څرګندوني د ټاکنیزو غړو، ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د ټاکنیز بهیر د ځینو ملاتړو هېوادونو له سفیرانو سره د یکشنبې په ورځ په ارګ کي وکړې.

د ارګ لخوا يوه اعلاميه خپره سوې  چي په کي راغلي، د ټاکنو خپلواک کمېسون مشر د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره د راروانو ټاکنو په هکله ولسمشر ته مالومات ورکړه .

د خبرپاڼي په خبره ولسمشر له کمیسیونه وغوښتل چي د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او نړیوالو څارونکو د څارنې زمینه برابره کړي او د رايي ورکوونکو د نوملیکني د څرنګوالي په هکله خلکو ته ډاډ ورکړي.

د ارګ په خبره اشرف غني د کمېسون د غړو سره د خبرو پرمهال ويلي چي د هر هغه چا سره به جدي قانوني چلند وکړي چي د انتخاباتو په چارو کي لاسوهنه کوي.

تر دا مهاله د راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو درک نه لګېږي.

تېره اوونۍ د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو ويلي وه چي د احتمالي درغلیو د مخنیوي لپاره باید د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نومليکني پروسه باطله سي. ددوی غوښتنه دا وه  چي ټول رایه ورکوونکي دې له سره په بایومیتریک ډول ثبت ‎ سي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي، دا ډول غوښتني د منلو نه دي او پر دې پروسه ډېر لګښت راځي.

همداراز ولسمشر اشرف غني د سياسي ګوندونو پر دريځ نيوکه وکړه او ويې ويل چي ياد ګوندونه د کار لپاره عملي طرحه نه لري.

Copyright Larawbar 2007-2024