ټرمپ روحاني ته: نور موږ ستاسي احمقانه خبري نه سو زغملای

Aziz Rahman Hazim | جولای 23rd, 2018


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل ایراني سیال حسن روحاني پرونیو څرګندونو ته ځواب ویلی دی.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ايران د ولسمشر هغه څرګندونو ته ځواب ويلی دی چي پرون يې په تهران کي د ايران بهرنيو استازو ته کړې وې.

ولسمشر روحاني پرون وويل، ټرمپ دي د زمري په لکۍ لوبي نه کوي، که نه د بدو پايلو سره به مخ سي.

روحاني دا هم ويلي وه چي د امريکا او ايران جګړه به د ( جګړو مور) وي.

  د امريکا ولسمشر ټرمپ په خپل یوه تازه ټویټ کي حسن روحاني ته په ځواب کي ويلي دي،چې امریکا ته دې ګواښ نه کوي، که نه له داسې پایلو سره به مخ سي چي په تاریخ کي يې ساری نه وي لیدلی.

ټرمپ په خپل ټويټ کي خپل ایراني سیال ته دا هم ویلي دي، موږ اوس هغه هېواد نه یو چي د تاوتریخوالي او وژنو په اړه ستاسو احمقانه خبرې وزغمو.

د نوموړي په خبره، روحاني دي پام کوي.

ددې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو د ایران پر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم سختي نيوکي کړي دي او هغه او د ایران نور مذهبي مشران يې سپیڅلي منافقان بللي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024