کور / راپور / د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د متحده اماراتو پلازمېني ابوظبۍ ته تللی دی

د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د متحده اماراتو پلازمېني ابوظبۍ ته تللی دی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، نن د عربي متحده اماراتو پلازمینې ابوظبۍ ته ورسېد.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلاميه کي ويل شوي چې عربي متحده اماراتو ته د ملي امنیت سلاکار د سفر موخه د افغانستان، امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا د لوړ پوړو پلاوو په څلور اړخیزه ناسته کې ګډون دی.

دغه ناسته د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې، د امریکا په متحده ایالاتو کې د یادو څلورو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د څلور اړخیزې ناستې په دوام تر سره کیږي.

په عربي متحده اماراتو کې، د دې ناستې موخه دا ده، ترڅو د څلورو هېواد ترمنځ د سولې بهیر د پیاوړتیا، له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاريو په موخه د عمل پلان نهايي او تایید شي.

ټاکل شوي، سبا ورځ د یادو څلورو هېوادونو د لوړ پوړو پلاويو ناسته او بحثونه پیل شي، تمه کیږي، د ناستې ګډونوال د سولې، ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو همکاریو په موخه د عمل ګډ پلان پر وروستي کیدو هوکړې ته ورسیږي.

په دې وروستيو کې د طالبانو سره د مخامخ خبرو موضوع رسنيزه سوې ده او په دې برخه کې افغان چارواکي غواړي د سعودي او عربي نړۍ د نفوذ لرلو په مټ پر طالبانو فشار راوړي چې د خبرو مېز ته راشي.

د طالبانو سره د سولي او خبرو اترو د هڅو په لړ کې په دې وروستيو کې د سعودي عربستان په جده او مکه مکرمه کې د شاوخوا ۳۵ هيوادونو ديني علماوو کنفرانس جوړ کړ چې پکې افغان جګړه ناروا وبلل شوه او په افغانستان کې يې جګړه د شريعت له مخي حرامه وګڼل.