په آلمان کې د افغانستان د فرهنګي اوونۍ لنډ رپوټ

Aziz Rahman Hazim | جولای 29th, 2018



د جرمني په هامبورګ ښار کې د افغانستان کلتوري اوونۍ د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۱۶ نیټه چي د ۱۳۹۷ کال د چنگاَښ له ۲۵ نیټې سره سمون خوري جوړه شوه.

د غونډ وخې په پیل کې افغان او آلماني ګډونوالو خپل ځانونه د فرهنګي اوونۍ نورو ګډونوالو ته ور وپیژندل او هر یوه د خپلو تیرو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په جرمني د افغانستان د فرهنګي آتشې د دفتر مسوول علم ګل سحر په پیل کې لنډې خبرې وکړې او د فرهنګي اوونۍ ګډونوالو ته یې په آلمان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوی سفارت پیغام ولوست.

ورپسې د افغانیک مشر ډاکټر یحی وردګ او د هامبورګ ښار د سیاسي زده کړو د ټولنې مسوول همپل د فرهنګي اوونۍ د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

 د فرهنګي اوونۍ په غونډو کې د بیلابیلو کلتوري پروګرامونو ترڅنګ د افغانستان او جرمني ترمنځ په علمي او فرهنګي اړیکو او همکاریو د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ په تفاهم، په جرمني کې د اوسیدونکو افغانانو د ژوند پر څرنګوالي، د سولې او عدم تشدد پر تګلارو او نورو مهمو کلتوري مسایلو تاوده بحثونه وشول.  وپتییل شوه چې د دواړو هیوادونو د علمي شخصیتونو او فرهنګیانو یوه ډله وټاکل شي او په افغانستان کې د همیشني ثبات د تامین په برخه کې ګډ کار وشي.

په فرهنګي اوونۍ کې افغان او الماني فرهنګي شخصیتونو په زړه پورې مقالې او لکچرونه وړاندې کړل.

ډاکټر یحی وردګ د پاچاخان د عدم تشدد د سیاست په اړه ګټور لکچر وړاندې کړ. ډاکتر عبدالقادر ودان د افغان سولې او په افغانستان کې د نړیوالو د ښکیلتیا او جرمني پر رول په زړه پورې وینا په افغانستان کې د المان پخواني سفیر د افغانستان د معاصر تاریخ او دلته د نړیوالو دځینو اشتباهاتو په اړه مقاله ډاکتر فاروق اعظم د افغان سولې د بهیر په اړه او په جرمني د افغانستان د کلتوري آتشې د دفتر مسوول علم ګل سحر د افغانستان په علمي او فرهنګي وده کې د جرمني د رول په اړه مقاله او نورو ګډونوالو د بیلابیلو فرهنګي او ټولنیزو مسایلو په باب په زړه پورې مقالې وارولې.

د فرهنګي اوونۍ څلورمه ورځ فرهنګي او هنري محافلو ته ځانګړې شوې وه. چې افغانان او آلمانیان د دواړو هیوادونو له موسیقي ملي او سیمه ایزو نندارو او اتڼونو سره اشنا شول. افغانانو آلمانیانو ته د افغانانو ملي اتڼ ور وښود او بیا افغانانو او آلمانیانو په ګډه د افغانانو ملي اتڼ اجرا کړ.

د کلتوري اوونۍ چاري د افغانیک او د هامبورګ ښار د سیاسي زده کړو د ټولنې په نوښت تنظمیدلې چې افغان فرهنګپال ډاکټر یحی وردګ پکې ډیرې هلې ځلې کړې دي.

په آلمان کې د افغانانو کلتوري آوونۍ د ۲۰۱۸ کال د جولای په ۲۰ چې د ۱۳۹۷ لمریز کال د چنګاښ له ۲۹ نیټې سره سمون لري پای ته ورسیده

Copyright Larawbar 2007-2024