کور / راپور / ولايتي شورا او مدني فعالان:ارزګان کې AHDS د وسله والو طالبانو دتمويل سرچينه ده

ولايتي شورا او مدني فعالان:ارزګان کې AHDS د وسله والو طالبانو دتمويل سرچينه ده

د ارزګان مدني فعالان او ولايتي شورا مسولين وايي په دغه ولايت کې AHDSموسسه د وسله والو طالبانو درملنه کوي.

دوی انديښنه ښودلي که ارزګان کې AHDSموسسه خپل فعاليتونه ته همداسي دوام وکړي په دغه ولايت کې به جګړه نوره هم اوږده شي.

د يادي موسيئس ولايتي چارواکي له څه ويلو ډډه کوي خو د عامي روغتيايي مسولين بیا ناخبري ښۍ.

که څه هم  افغان حکومت او نړيوالي ټولني په وروستيو کلونو کې هڅه پیل کړي ده څو د جنګيدونکو ډلو د تمويل سرچيني وچي کړي او له منځه يوسي.

خو اوس اروزګان کې مدني فعالان او د ولايتي شورا مسولين وايي چې په دغه ولايت کې د AHDSموسسه د وسله والو طالبانو درملنه کوي.

په دغه ولايت کې مدني فعال احمد جاويد خپلواک او غلام نبي شجاع وايي AHDS موسسه په نا امنو سيمو کې په روغتيايي او نور برخو کې وسله وال طالبان تمويل کوې.

دوی وايي يادي موسيسي د وسله والو تر واک لاندي سيمو کې مجهز روغتونونه جوړ کړي او د وسله والو د درملني په موخه يي په دغو روغتونو کې  دپاکستان هيواد څخه د لوړو معاشونو په بدل کې ډاکتران ګمارلۍ دي.

دغه مدني فعالان انديښنه لري که دولت د يادي موسسه دفعاليتونو پلټنه ونکړي په ارزګان کې به جګړه نوره هم اوږده شي.

له دي سره ارزګان کې ولايتي شورا هم د يادي موسسې پر فعاليتون نيوکه کوي او زياته وي چې په دغه ولايت کې د دولت تر واک لاندي سيمو کې روغتيايي خدامات په هغه ډول نه دي لکه د وسله والو په سيمو کې چې فعاليت کوي.

د ولايتي شورا رئیس اميرخان بارګزی وايي په ارزګان کې د AHDS موسسه خپل ټول روغتيايي خدمتونه د وسله والو په سيمو کې سرته رسوي او د دولت تر واک لاندي  سيمو ته هيڅ پام  نه  دي کړی.

د ولايتي شورا رئیس وايي په لاس کې اسناد لری چې بهرنيو ډاکترانو ته AHDSموسسه په دي موخه امتياز ورکوي چې د وسله والو طالبانو درملنه وکړي.

اميرخان بارګزی هم انديښنه ښودلۍ او زياته وي چې د وسله والو طالبانو په تمويل سره به په دغه ولايت کې جګړه نوره هم اوږده شي.

نوموړی وايي هڅۍ پیل کړي څو د روغتيايي مسولين او لوړو پوړو چارواکو سره له نږدي د يادي ستونزی پر حل وږغيږي.

هڅه مو وکړه چې د مدنې فعالانو او ولايتي شورا دغه ستونزه په ارزګان کې د AHDSځايه اداري سره شريکه کړو خو هغو له څه ويلو ډډه کوي او په غيری رسمي خبرو کې په روغتونونو او کلينونو کې کې ګمارني او نور فعاليتونه د عامي روغتيا اړوند ياده وي.

په ارزګان کې د عامي روغتيا رياست مسولين بیا وايي چې دوی د AHDS له فعاليتونو سره کوم تړاو نلري او په دغه ولايت کې ياده موسسه فعاليتونه په خپله خوښه سرته سوي.

دارزګان د عامي روغتيا رئیس خان اغا مياخيل په روغتيايي مرکزونو کې د بهرنيو ډاکترانو پر شتون ناخبري ښۍ او زياته وي چې د يادي موضوع په تړاوبه پلټنه وکړي.

وسله والو طالبانو تر دامهال په دي تړاو څه نه دي ويلي

تير کال وسله والو طالبانو ارزګان کې شاخوا ۵۹ روغتيايي مرکزونه هم وتړل.

هغه وخت وسله والو ويلي وه چې په دغه ولايت کې روغتيايي مسولينو خلګو ته په سمه توګه خدامات نه وړاندي کوې ځکه يي دټول ولايت د روغتيايي مرکزونو فعاليتونه درولي دي.

چې ورسته بیرته يادو روغتونو د وسله والو طالبانو په خوښ فعاليتونو ته دوام ورکړي.

راپور: احسان الله ولس يار