کور / تازه خبرونه / د لښكر اسلام مشر له وژونكي بريد څخه بچ سو

د لښكر اسلام مشر له وژونكي بريد څخه بچ سو

په خيبر ايجنسي كي د لښكر اسلام مشر منګل باغ له يوې وژونكي حملې څخه بچ سو.
د لښكر اسلام وياند رسنيو ته وويل پر منګل باغ د بريد په تور يې درې تنه له لاسي بمونو سره په داسي حال كي نيولي دي، چي څو ورځي وړاندي په جعلي اسنادو د لښكر اسلام د مشر په ځانګړو ساتونكو كي مقرر سوي وه.
د وياند په وينا دغو كسانو غوښتل منګل باغ د ريموټ كنټرول بمونو په ذريعه له منځه يوسي، چي تر بريد مخكي د لښكر اسلام د استخباراتي ډلي له خوا كشف سول.
منګل باغ هغه كس دئ چي له څو مياشتو راهيسي په قبايلي سيمو كي د پښتونخوا له ايالتي حكومت سره د يوه اسلامي مبارز مشر په توګه راڅرګند سوى دئ او تېره مياشت د پاكستان پوځ د نوموړي د افرادو پر ضد پوځي عمليات هم وكړل، خو د سيمي اوسېدونكي او هغه كسان چي د منګل باغ په بګراونډ خبر دي، د نوموړي پر دې كړنو شكمن دي او وايي چي دى د پاكستان د آى ايس آى شبكې له خوا حمايه كېږي.
منګل باغ فقط څو مياشتي دمخه لا د يوه غله او ډاكو په توګه په سيمه كي شهرت درلودئ.