کور / تازه خبرونه / سروبى: د كابل پر سيند د يوه پله د جوړولو كار پيل سو

سروبى: د كابل پر سيند د يوه پله د جوړولو كار پيل سو

 


 


په سروبي كي د سيند پر سر نوى پل جوړېږي



د افغان حكومت او آيساف ځواكونو په مرسته د سروبي ولسوالۍ په دولت زي كلي كي د كابل سيند پر سر د يوه پله د جوړولو كار پيل سو.
دغه پل د فرانسې په مالي مرسته د حيدرزاده ساختماني كمپنۍ له خوا تر را روان نومبر مياشتي پوري بشپړېږي.
د سيمي اوسېدونكي وايي د دې پله په جوړولو سره به د كليوالو، سپين ږيرو، ښځو او زده كوونكو ستونزي اواري سي چي له امله به يې په اساني سره له يوه كلي څخه بل ته تګ راتګ كوي.
د آيساف ځواكونو له خوا لر او بر ويبپاڼي ته په رارسېدلې خبرپاڼه كي ويل سوي، چي دغه پل د هغه ماشوم زدكوونكي په ياد جوړوي چي تېر كال له سيند څخه د اوښتلو پر مهال اوبو ووژاه.
نن د جولاى پر ۲۲-مه د قران عظيم شان تر تلاوت وروسته د پله د جوړلو لومړۍ خښته د سروبي د عالمانو د شورا رئيس كښېښول .