Audio " />  Audio " />  Audio " />  Audio " /> پدرام وپيژنئ    – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پدرام وپيژنئ  Fotos Audio

پدرام وپيژنئ  Fotos Audio

 تيره شپه دمحقيق په شخصي تلوزيون فردا كې د هيواد تر ټولو بد نامه كس (لطيف پدارم)  دتاريخ په اوږدو كې په لمړئ ځل د ازادي لوى اتل اوملي قاعد غازي امان الله خان ته په ډيروبدو الفاظو سپكاوى وكړ، نوموړي غازي امان الله خان شمال ته دپښتنو په ليږدولو تورن كړ.



د پدرام د ږغ دپاره دلته کليک وکړئ Audio



نمایندگان نهضت آزادی ایران و کنگره ملی افغانستان، دفترمرکزی کنگره ملی درکابل




 دى وايې غازي امان الله خان په لوى لاس دهغه وخت پښتنو ته پيسي وركولي چې په شمالې كې ځمكي تر لاسه كړي او هلته ميشت شي  ترڅودده په وينا دهغه ځاي خلكو ته ستونزي پيدا كړي .
نوموړي همدا راز په دغو خبرو كې امان الله خان ته سپكي سپوري هم وويلي .
 نوموړي په داسي حال كې دافغانانو ملي قاعد ته سپكاوي كوي چې  هيواد يو ځل بيا په خپل منځي جگړو او نور  ستونزو كې را گير دي .
لطيف پدارم چې دسيتميا نو دمشر طا هر بدخشي نږئ ملگري او ځنئ خلك خو يې لا  دبد خشي ( بچه بي ريش )  بولي  په ستمي يا افغان ضد روحيه روزل شوي .
دا جناب له هغه وروسته كارغل(كارمل) ته منډه راوه كړه او دهغه تر لاس لاندي يې خپلو شومو موخو ته ادامه وركړه ، همدا راز نوموړي د خپل منځئ جگړو پر وخت د وطن د ميلې خاينينو له خوا فرانسي په ځانگړئ ډول ايران ته واستول شوو ترڅو افغان ضد مفكوره يې نوره هم پياوړي شي .
او له هغه وروسته چې نوى تحول راغي دا ښامار چې په ايران كې يې دافغانانو په وړاندي ډيرتخريب كړي وهيواد ته راستون او خپلو افغان ضد كړنو ته يې دوام وركړ .
  او په دى لړ كې يې ځان دولسمشرئ  ټاكنو ته هم وداره چې دفدرا لي نظري په درلودلو سره يې
دافغانستان دتجزيي كوښښ وكړ، خو نه يوازي دا چې چا رايه ورنكړه بلكي ډېرو بااحساسه او ملت پروروا فغا نا نو په زړونوكې ورته دكركې اورنه  هم بل شول ، او له هغه وروسته چي دغه جناب دډېرو افغا نا نو له نظره بد شوو ، ديوه لوى جنگسالار دوستم تر لمنيى لاندي پټ او له هغه سره يې په يوشمير ورا نيو كې لكه داكبر باي پر كور وسله وال بريد چي  ده هم مستقيمآ پكي  برخه واخسته
او دوستم يې هم افغا ضد كړنو ته راوه باله .
پدرام دملي كنگري په نامه يوگوند هم لري چې ډېرې غړي يې شرابيان ، لوچكان اودافغانستان
د تجزيي ليونيان  دي . لكه بشير بيژن ……………… او دا سي نور
  پدارم چې ځانه ته دفارسي ژبي ليكوال اوو شاعر هم وايي او ډېره ځله په خپلو خبرو كې لغات
پرا ني هم كوي د تېرې ورځي له خبرو څخه يې  دا سي ښكارې چې دى او دده لارويان دافغانانو او دهغوي دملي وياړنو سر څومر عقده لري .
 په ټوله نړۍ كې دبيلابيلو اډيا لوژيو كسان  كه هغه سياست مداران دي او كه نوردخبرو پر وخت ډيرپام كوي چې
كوم چاته سپكاوي ترې وه نه شي او خپل مقابل لورىته  خبري په ډيرادب او احترام سره كوي ، او كه پر مقابل لوري كومه نيوكه هم لري نو په ډيره ښه ژبه ، همدا شان زموږ په هيواد كې هم دا دود  شته چي كه څوك دچا دشمن هم وي هم وي نو ډېراحترام يي كوي او دا سي  هيڅوك نه دي پيدا شوي چې ديوه ملت ملي وياړ، غازي او قاعد ته سپكاوي وكړي .
 خو دا چې پدرام ولي داسي ناولى او دكېنې څخه ډكې خبري و كړي زما په اند
 پدارم له دغه دريو حالتونونه خالي نه دي .
۱ : پدرام غازي امان الله خان ته دسپكاوي پروخت يا دا چې په ځان نه پوهيده معني شراب يې څښلي و، او نشه وو .
۲ :يا دا چې بيخي يې هوش له لاسه وركړي وو معني ليوني شوي وو.
۳ او يا دا چې دغه جناب ډير زورور شوي دي .
كه چېرته پدارم دا خبري دن شي پر وخت كړي وي او پر ځان نه پوهيده  چي څه وايې او له هغه  وروسته په دي پوي شوي وي چې ډير بد كار تري شوي  نواوس ورته  پكار ده چي له تول ملت څخه بښنه وه غواړي .
۲ كه چېري دا جناب ليوني شوي وي او عصاب يې له لاسه وركړي وي نو بيا په كار ده چې يو څوك يي ماغزه ورپر ځاي كړي او بيخي يي له هيواده وه باسي څكه  سياسي ليونيا نو خو لا پخوا دا هيواد
په كنډواله بدل كړ.
۳:او كه چېري پدرامي ديوه او بل اغا دمټو په زور دا وړ سپكاوي كړي وي نو لمړي خو دې يې حكومتي چارواكې د قانون په چوكاټ كې ښكر ورمات كړي او كه يې پر ي وسه  نه رسيده نو پكار ده چي ملت ته يې ورپريږدي تر څو سابه يي ورپه ما لگه كړي .
 په پاي كې دا چې كه چېري دپدارم د داوړ سپكو سپورو خبرو مخه ونه نيول شي دا به يو معمول شي او له دي وروسته به هر كس او نا كس ملي وياړونو، غازيانواوشهيدانو ته سپكاوي پيل او يوه لويه گډوډي به رامنځ ته شي.
 او زه خو لا دا ويريږم چې كه چېرته دپدرام غوندي كس چې دسلمان رشيدي مرتد پيرو دىي
 مخه ونه نيول شي  او ددغه جرم په وړاندي ورته عبرت ناكه سزا ورنكړل شي نو خداي مه كړي چې يوه ورځ به همدغه پدارم خيل زموږ مقدساتو ته هم سپكاوي ونكړي ،  په پښتنو كې يوه كيسه ده چې ديوه سړي پر سينه مار تير شوي وو هغه ډير ژړل يوه بل كس ورته وويل چې مار خو څه چيچلي نه يې  ده ورته وويل چې زه په دي ژاړم چې دا به دمار لاره شي او بيا به هره ورځ پري ځي .
 او س موږ هم په همدي ويره كي يو چې دا خداي ناتر سه خلك كه لاري ته سم نه شي نو بيا به يې سبا ته دا سي ورا نى كړي وي چي مخه به يي هم نه نيول كيږي .