کور / تازه خبرونه / كراچي: د بېنظيربوټو د پوليسو مشر ووژل سو

كراچي: د بېنظيربوټو د پوليسو مشر ووژل سو

 


د بېنظير بوټو د پوليسو مشر ووژل سو



په كراچي كي د بلاول هاوس د پوليسو مشر خالد شهنشاه د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل سو.
خالد شهنشاه د بېنظير بوټو د كور چي د هغې د زوى بلاول په نوم شهرت لري د ساتونكو پوليسو مشر و. نوموړي د مېرمن بوټو د ژوند پر مهال هم د هغې د ساتونكي دنده پر غاړه درلوده.
د كراچي پوليس وايي پر خالد شهنشاه د كراچي په ډيفنس سيمه كي نامعلومو وسله والو بريد وكړ چي درې ګولۍ ورباندي ولګېدې او له امله يې نوموړى سخت زخمي سو چي وروسته يې د ضياءالدين په روغتون كي ساه وركړه.
پر خالد شهنشاه د بريد مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او نه هم تر اوسه بلاول هاوس په دې اړه كوم چاته د شك ګوته نيولې ده.