کور / سياسي / په عام انتخابات کښي د پښتون برخه

په عام انتخابات کښي د پښتون برخه

ليکنه: نذر محمد بړيچي

 جنوبي پښتونخوا کوټه

جولايي ۲۵ کال ۲۰۱۸ په پاکستان کي عام انتخابات وسوه د ملک ټولو سياسي ګوندونو سره عام يعني ازاد حثيت باندي خلقو په کښي هم برخه واخستله. په ټوم ملک کښي پرامنه انتخابات وو، خو پښتون وطن د پخوا په شان په غم او وير کښي راګير وو. نورو قامونو خپلي ګټي ووتونه حسابول خو پښتون خپل شهيدان ټپيان او درغلي باندي فرياد او چغي ووهلي. په پيښور کښي هارون بلور باندي بريد وسو پښتانه په کښي شهيدان کړل سول. په کوټه مشرقي بائي پاس د پښتنو په پولنګ باندي بم دهماکه وسوه. پنځه ديرش بے ګناه پښتانه په کښي شهيدان سول. او په درزنونو ټپيان شول. د انتخاباتو دمخه کوټي ته نيژدي مستونګ کښي يوه بمي چاودنه وسوه. چي دغه چاودنه د پاکستان تر ټولو لويه چاودنه وه چي پکښي ۲۷۰ نه زيات بے ګناه انتهائي غريب خلق شهيدان سول. د يوه کوره پنځه لس جنازے هم پورته سولي. داسي کورنه هم پاته دي چي په کښي فاتحي اخستلو والا پاته نه سو. بياهم پنجابي پرامنه او دمبارکي وړ انتخاب ورته وايي. هيڅ يو پنجابي نه مړ دي نه ټپي، که مړ دي هغه پشتون دي يا بلوچ.  په جنوبي پشتونخوا کښي په بمي چاودنه کښي ۲۷۰ نه زيات انسانان په حق رسيږي. څوک ئي تر سره پوښتنه نه کوي. پاکستاني ګټر ميډيا دغه شهيدانو خبر ورکول ته هم تيار نه دي بلکه انسانان يې هم نه بولي، ټولي ميډيا په نواز شريف او د هغه په لور مشغوله وه چي نواز شريف او لور له لندن څخه پاکستان ته راځي. څو بجے راځي، څنګه راځي. د ټولو ټي ويانو او نوري ميډيا لپاره د نواز شريف راتګ د ۲۷۰ شهيدانو له خبري نه زيات مهم وو. ددې نه زيات ظلم چي ته وائي بيا هم پښتون وايي جمهوريت پاکستان، پارليمنټ، زنده باد. پارليماني جمهوريت آزادي هغه ازادي ده، کومه چي د پنجابي په لاس کښي ده.

زه مړ هم سووم … او پړ هم سووم.

تير انتخاب پښتون بلوچ دواړو قامونه ته درې سوه شهيدان، تر دوه سوه څخه زيات ټپيان، درے سوه کونډي او په سلګونو يتيمان ور پر برخه کړه. دغه دي پرامنه جمهوري انتخاب. ګټي څوک خوري او قربانياني څوک ورکوي؟

 انتخابات خو وسوه، څرنګه وسوه؟ چا وکړه؟ څه لپاره؟

 دغه  ټولي خبري خپل جوابونه غواړي.

 دغه تير انتخاب ډير سوالونه او نوي سيايي پريکړي او دپښتون افغان وطن په هکله ډير بدترين خدشات او پټي ارادې هم د ځان سره راوړي دي. ځکه پښتون ليډر شپ به راتلونکي پارلمان کښي نه وي. هره پريکړه يا کارچي کيږي پښتون به بے برخي وي. ځکه دانتخاب په ماښام د فوج مشر جنرال باجوه وايي چي موږ خپلو دښمنانو ته ماته يا شکست ورکړ. دغه دجنرال خبره په خپله يوه لويه معنی لري. دغي خبري ته غور کوول په کار دي.

 اتلسم ترميم او نور قانوني مسائل به پښتنو ته مشکلات راپيدا کړي.

 عمران خان د پنجاب نازولي راتګ د پښتانه او په خاصه توګه افغانستان لپاره به ډير خطرناکه لوبه جوړه کي او پنجابي به يو ځل بيا د هغه پخواني جنرل نيازي غوندي کار ځني واخلي، خو دا ځل به ګيم، کار او لوبه بدله وي. جنريل نيازي خو په ميدان کښي اسلحه تسليم کړه. دغه نيازي به پښتون پنجاب ته د ټول عمر لپاره تسليم کړي. ځکه پنجابي به خپل ټول پخواني کساتونه ځني اخلي هغه هم په ډير هنر او تدبير باندي.

 دغه نمونه خبرو ته د پښتون سياسي ليډر شپ ډير ژور فکر او عملي کار کوول په کار دي.

اتلسم ترميم ختمول يو ځل بيا د صوبو څخه د اختيار اخستل او مرکز ته ورکول، پښتون کاز يعني پښتون نيشنلزم خلاف د يو نوے پاکستان په نوم د قامونو قامي تشخص خلاف آييني ترميميات کول، په ملک کښي تر سره قامي مسائل او وسائل د مرکز په ولکه کښي ورکول، د ازاد افغانستان په خلاف پنجابي ناورا غزا تکميل ته رسول، په جهاني کچه باندي د پنجابي وحشت، انتها پسندي په يو نوي جامعه کښي نړۍ ته وراندي کول دغه کارونه او ټول هغه سياسي جديد طرز سياست او د پاکستان په سياست حکمراني معاشي اقتصادي بجټ کښي د فوج برخي ته مستقله برخه او رول ته قانوني تحفظ ورکولو ټيکه مولانا عمران خان او د هغه ډلي ته ورسپارل سوې ده.

پښتون ليډر شپ ته څه کول پکار دي.

پښتون افغان تاريخ دا ښيي چي کله هم چي په قام بده ورځ راغلي ده قام متحد سوی دی. قامي پاڅون ته اولس راپاڅيدلی دی. قامي ږغ يې پورته کړی يعني خپله دنده ئې تر سره کړې ده. خو که ليډر شپ سم لوري باندي د اقام رهبري کړي، د قام ګټه به تر لاسه کړي او که ئي ځان مخته کړی دی بيا يې تاوان کړی دی. لکه تير کال پنجابي د فاټا په مسئله پښتون تقسيم کړ پښتون په ناپوهۍ په خپله د خپلي غلامي واګه د پنجاب په لاس کښي ورکړه. او کله چي يې قامي يوالي کړی دی لکه کالا باغ ډيم، تر ننه پوري څوک کار بلکي ږغ هم نسي ورته کولاي.

 نن بيا ورځ راغلي ده، پنجابي  پريکړه کړي ده چي دپښتون ليډر شپ ته به په پارلمان يعني دپاکستان په سياسي پريکړو او د جهان سره تعلقاتو کښي هيڅ رول نه ورکوي. او نه به يې څوک په حساب کښي روالي، دنړۍ څخه به پښتون په مکمل توګه اوټوي. دلته يو وار بيا پښتون ليډر شپ ته موقع سته چي په خپل قام ږغ وکړي قام منظم کړي، قامي تحريک قامي مسائل په سياسي او نظرياتي توګه د قام رهبري وکړي. د طن څخه د ناپوهي سياسي ګمراهي ليري کوولو، پښتون خپل تاريخ تهذيب او تمدن باندي پوه کوول قامي وسائل لکه قدرتي معدنيات، اوبه، اب و هوا، جغرافيه او تاريخ باندي پوهوول او قامي پاڅون لپاره قام په دهني توګه تياروول د قامي ګوندونو قامي دنده ده. که بيا پنځه کاله ټول وطن ليوانو ته خوشي کوي بيا پنځه کال پس راځي چاوڼۍ به جاسوسي کوي چي ماته کومه چوکي راکوي، کومه ملکي به راکړي. خو بيا به قام د نن په شان وي، نن خو ئي صرف ووټ نه کړ استعمال سبا به ددغه ځوانانو مهار د بل په لاس کښي وي لکه د طالب په نوم نوی فکر او ډلي به جوړي کړي او قام پرستو ته به ولاړ وي قام به د قام پرستو خلاف پنجابي استعمالوي. تاسو به يې تماشې کوئ. بلکه قام به د قام پرستو ګريوانو ته لاس ورواچوي، قام به نيست او نابود کړي.

نن هم وخت سته چي قام راجمع کړي، سياسي ګمراهي او د پنجابي کرنيل ميجر هيلو ته ناسته او طمع پريږدئ. که نه قام به مو داسي ورک کړي چي بيا به هيڅ څوک د باچا خاني يا صمد خاني نوم وانه خلي.

دوهم: قام پرستو ته ډير ښه وخت په لاس ورغلی دی چي خپل خپل تنظيمونه منظم کړي ادارې جوړي کړي، سياسي راويات برقراره ساتلو لپاره د قام په مينځ کشي پاته سي. د اسلام اباد په ايرکينډيشنز کښي قامي خپلواکي نه راځي. په قام کشي دننه قام سره پاته کيدل قامي کلتور، د قام په غريبي باندي شريکيدل په اصل کښي د قامي سياسي ګوندونو ګټه ده . که نه په اليکشن کښي خو هر څوک خوږې خوږې خبري کوي، چي دولت ډير دي خو قام پرسته ګوندونه پنځه کارکنانو ته پنځه ورځي ډوډۍ نه سي ورکولای. بل خوا موسمي کاروباري سياسي مداريان هر څه ورکوي، تنخوا ورکوي، د کور خرڅ ورکوي.

 په دغه اوسني اليکشن کښي هغه کسان ډير کامياب وه چا چي په پيسو باندي جنډياني لګولوي، په پيسو باندي اليکشن مهم چلوی وو. سياسي کارکن او غريب سړی به څه کوي. په سياست کشي د دولت چمک او دهمک يو نوی سياسي تجارتي کار باندي بدل سوی دی. که قام پرسته ګوندونو خپل تنظيم درلود يايي کارکن مطمئن وي نن به په سياست کښي د سرمايه زور نه وي. سياست به په کاروبار نه وای بدل سوی. دکاروبار خو د سياسي ګوندونو غلط سياست نتيجه ده. نن هم د کفارې ادا کولو او په تير ګناهونو باندي د استغفار دروازے بندي نه دي. پشتون قام پرستو ته په کار دي چي دقامي ګتو لپاره منظم سي. پارليمنټ په ځاي د خپل قام جرګه اومرکه کښي رول ادا کړي. راروان وختونه به ډير بد وي، نن يئ اثرات ښکاره دي. که په قام هر بده ورځ راغله د هغې ذمه واره به قام پرسته ګوندونه وي.

قام پرسته بايد څه وکړي.

ما مخته ته هم وويلي وو، چي دقامي يوالي لپاره د قامي پاڅون يواځنۍ لار ده چي د قام ستونځي که ختمي نه کړي خاماخا يې کموي. ملي پاڅون کښي د قام بقا ده. که نه وي تير اوويا کاله مو پارليمان جمهوريت سندري اوريدلي او ليدلي دي قام ته ئي څه ورکړه؟ ترهګرې، طالب، بې مروتي. د وطن له بربادۍ نه سوا يې څه ورکړي دي. د دهشت ګرد نوم مو پر برخه سو، په جهاني توګه د دهشت ګرد په نوم مو شناخت پيدا کړ. په ملک کښي بې اعتمادي، دهشت ګردي، چرس هيرويين فروشي، قتل او نور څه…

 ايا په دے جمهوريت کښي امن، ترقي يا انصاف سته؟  د څلور نيم سوو پښتنو قاتل ته چا سزا ورکړه؟ هغه نن په کوم حالت کښي دي او پښتانه په کوم ځاي کي دي؟

 يو پښتون په جذبات کښي تيره ورځ يو سپۍ قتل کړ نن په جيل کښي بندي دی ټوله پنجابي ميډيا هغه خلاف چينلز لګيا دي. بلي خواته ستا د قام قاتل ته ديو بهادر بچي خطاب ورکول کيږي. نن دي حثيت د يو سپي نه هم کم دی، بيا هم وايې، چي زه غيرتي قام يم.

 بچي د ابدالي يم. که بچی د ابدالي يې نو بيا کار او عمل هم د ابدالي وکړه.

بس چي د قام څخه مري تاته جذبه نه راځي. کله چي د پارليمنټ سخه بهر سوې بيا وائي: يه جو ماره ماري هے اس کے پيچحے وردي هے.

يه جو دهشت ګردي هے اس کے پيچحے وردي هے

ګرانه دغه خبري قام هله مني چي د قام په منځ کښي ودريږي او قام سره ملګری سي بيا دغه ناره خوند هم کوئي او معنی هم لري.

د قام يوالي د بري لار ده، خپل قام خپله پارټۍ. دقامي مسائلو حل په قامي ګوند کښي دی. راسي چي خپل قامي ګوند خپل کړو او قام د ځان کړو بيا چيغه پورته کړو. چي

لر او بر يو افغان نه منو د بل اختيار،

له بولانه تر چتراله پشتونخوا ده. پشتونخوا ده