کور / راپور / نواز شريف له رغتون څخه بېرته زندان ته لېږدول سوی دی

نواز شريف له رغتون څخه بېرته زندان ته لېږدول سوی دی

د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف د اسلام اباد له پمز روغتون څخه بېرته زندان ته لېږدول سوی دی.

دوې ورځي وړاندي د نواز شريف د روغتيايي ستونزو له امله د  درملني لپاره د اسلام اباد پمز روغتون ته يووړل سو، خو پرون د سې شنبې په ورځ بېرته اډياله زندان ته ولېږدول سو.

نواز شريف چي دا مهال په زندان کي شپې سبا کوي د زړه او د ويني فشار د ناروغيو څخه کړېږي.

مسلم ليګ نواز ګوند پر حکومت نيوکي کوي چي د نواز شريف لپاره يې په زندان کي اسانتياوي نه دي برابري کړي او د هغه درملني ته په سمه توګه پاملرنه نه کوي.

د پاکستان يوې محکمې د  فساد په تور نواز شريف، د هغه لور مريم نواز او د هغې خاوند صفدر ته د لسو ، اتو او يوه کال سزا اورولې ده.