کور / راپور / په جوزجان کي داعش ډله له منځه تللې ده

په جوزجان کي داعش ډله له منځه تللې ده

د جوزجان چارواکي او وسلوال طالبان وايي، چي په ياد ولايت کي داعش ولسوال له منځه تللي دي.

د جوزجان د والي وياند اصف غفوري وايي، د وسلوالو طالبانو او داعش ترمنځ څو ورځنيو جګړو داعش وسلوال دې ته اړ کړه چي د همدې ولايت سيمي پرېږدي.

د غفوري په وينا په دې جګړو کي د طالبانو او داعشيانو په لسګونه کسان وژل سوي دي او د داعش تر ۲۰۰ زيات غړي  افغان دولت ته تسليم سوي دي.

طالبانو هم نن په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي چي په جوزجان ولايت کي يې  داعش له منځه وړی دی.

طالبانو په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي: د دغو عملیاتو په جریان کې تر ۱۵۳ تنو داعشي مجرمین وژل شوي، له ۱۰۰ ډير ټپيان شوي، او تر ۱۳۴ تنو د مجاهدینو لخوا ژوندي نیول شوي دي.

طالبان د خپلو ۱۷ تنو وژل او د ۱۳ تنو ټپي کېدل هم مني.

طالبان وايي چي د داعش په لسګونو غړي د حکومت غېږي ته پناه وړې ده.

طالبان وايي، په سيمه کي د داعش عمومي مسؤول حبيب الرحمن رهبر، بل مهم مفتي نعمت او دامالا صبغت الله د ۱۵۲ تنو سره  حکومت ته پناه وړې ده او هغوی په هيليکوپټرو کي د ځان سره بېولي دي.

افغان دولت او طالبان دواړه وايي چي نور په جوزجان کي داعش وسلوال نسته او په دې سره په سيمه کي خلګو د ارام ساه اخيستې ده.